د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

په افغانستان کې د امریکا د لومړنیو پوځي عملیاتو ۲۳ مه کلیزه؛ پایله یې څه ده؟


په افغانستان کې یو شمېر امریکایي سرتېري ، تصویر له ارشیفه
په افغانستان کې یو شمېر امریکایي سرتېري ، تصویر له ارشیفه

په افغانستان کې د القاعده شبکې او د طالبانو د حکومت د ځپلو په موخه د امریکا او د هغوی د متحدینو له عملیاتو له دوه ویشتو کلونو تر تېرېدلو وروسته، یو شمېر سیاسي او پوځي شنونکي پر افغانستان د دغه برید د موخو او لاسته راوړنو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو پوه داود مایار وايي، امریکا هغه موخې چې له امله يې پر افغانستان د پوځي برید اعلان کړی و، نه‌دي ترلاسه کړي او په ټکو یې په افغانستان کې یې شل کلن حضور بې‌پايلې و.

نوموړی وایي:

" امريکا د درې موخو لپاره پر افغانستان باندې حمله وکړه، يو هدف يې دا و چې افغانستان د ترويزم پر وړاندې مبارزه وکړي، تروريزم دغلته له‌منځه يوسي. بله موخه يې دا وه چې دلته د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه وکړي او دغه راز درېيم هدف يې دا و چې يو قانوني او مستحکم نظام په افغانستان کې جوړ کړي. امريکا له‌دې بريد څخه چې پر افغانستان يې کړی و، چندانې ګټه وانه‌خيستله، امريکا په افغانستان کې ناکامه وه."

ښاغلی مایار زیاتوي، هغه اهداف چې امریکا پر افغانستان د خپل برید لپاره اعلان کړي وو، له ترهګرۍ او نشه‌‎‌يي توکو سره د مبارزې او ښې حکومتولۍ په ګډون يو یې هم نه‌دی ترلاسه کړي.

پوځي کارپوه، اسدالله ندیم
پوځي کارپوه، اسدالله ندیم

د پوځي چارو پوه اسدالله ندیم په دې باور دی، چې د امریکا د برید پر مهال د طالبانو ډله ډېره پياوړې نه وه، خو له افغانستانه د امريکا له وتلو وروسته د ده په ټکو طالبان پیاوړي شوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"د امريکا پوځي ننوتل د تأييد وړ نه وو یعنې دا یوه ستراتېژیکه تېروتنه وه، له پوځي ليده دوی هیڅ لاسته‌راوړنه نه درلوده، دوی عملیات وکړل او افغانستان ته ننوتل، خو د جګړې لومړۍ کرښه یې نه درلوده، طالبان یو کمزوری ځواک و، ډېر پر وسلو سنبال نه و او القاعده هم ډېره پیاوړې نه وه، وروسته له هغه چې دوی له افغانستان ووتل، طالبان په یوه ځواکمن قوت بدل شوي دي."

خو یو شمېر کارپوهان د امریکا دغه برید چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه پیل شوی، یوه بریا ګڼي.

د سیاسي چارو رپوه اسحاق اتمر په دې باور دی، چې امریکا په‌دې وتوانېده چې په افغانستان کې القاعده شبکه ماته کړي او خپلې موخې ترلاسه کړي.

اتمر وایي:

“د امريکا اهداف د القاعده شبکې او د طالبانو د حکومت چې هغوی د القاعده لپاره دغه امکانات دننه په افغانستان کې برابر کړي وو، د دوی له‌منځه وړل وو. هغه نظام نسکور شو او القاعده شبکه هم دلته له‌منځه ولاړه، د القاعدې مشران پاکستان ته وتښتېدل.”

بل سیاسي پوه طارق فرهادي هم ورته نظر لري او وايي، امریکا په داسې حال کې پر افغانستان برید وکړ، چې افغان مشران متحد نه وو او د پاکستان په ايبت اباد کې د اسامه بن لادن په وژلو سره یې خپل هدف ترلاسه کړ.

سیاسي کارپوه، طارق فرهادي
سیاسي کارپوه، طارق فرهادي

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اکټوبر اوومه چې پر افغانستان د امریکا د برید له ۲۲مې کلیزې سره برابره ده، په خپله ایکس‌پاڼه کې دغه ورځ د تورې ورځې په توګه یاد کړې ده.

د امریکا پر خاوره د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له تروریستي بریدونو وروسته، امریکا د همدې کال د اکتوبر په اوومه په افغانستان کې د «تلپاتې ازادۍ» تر نامه لاندې پوځي عملیات پیل کړل.

امريکا القاعدې شبکه د سپټمبر د يوولسمې بريدونو مسووله وګڼله او افغانستان کې يې دا عمليات ځکه پيل کړل، چې د هغه وخت طالب چارواکو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن او د يادې ډلې نور غړي واشنګټن ته نه وو سپارلي.

د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن څو کاله وروسته د ۲۰۱۱ کال د مې په لومړیو کې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د امریکايي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو.

په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور او جګړه کابو شل کاله دوام وکړ.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د مالوماتو پر بنسټ، په‌دې جګړه کې دوه زره او ۴۴۸ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

په دې دوو لسيزو کې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د د وژل شوي سرتېرو او پوليسو شمېر شاوخوا ٦٦ زره دى او دغه شان په‌دې موده کې د طالبانو د جنګياليو د مرګ‌ژوبلې شمېر له ٥١ زرو څخه زيات دى.

یو شمېر امریکایي ځواکونه د افغانستان د پرځیدلي نظام د پولیسو د روزنې پر مهال
یو شمېر امریکایي ځواکونه د افغانستان د پرځیدلي نظام د پولیسو د روزنې پر مهال

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د شل کلن پوځي او سیاسي حضور مهمې لاسته‌راوړنې، د طالبانو د لومړۍ پړوا واکمنۍ ړنګېدل، د جمهوري نظام رامنځته کېدل، د ټاکنو په ګډون د اساسي حقونو او ازادیو تامین، د بیان ازادي، د ټولنې د ټولو طبقو د بشري حقونو په رسمیت پېژندل او مهمو نړيوالو کنوانسیونونو ته د افغانستان لاس‌رسی و چې، د د دغه هیواد لپاره یې ډېرې ازادۍ برابرې کړې.

خو د افغانستان د یو شمېر سیاسي کارپوهانو او افغانانو په اند، دغه لاسته‌راوړنې له لاسه وتلي دي او طالبان د دويم ځل لپاره پر افغانستان واکمن دي.

XS
SM
MD
LG