د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

پر افغانستان د سپتمبر د یوولسمې پیښې اغیزې او بدلونونه


د سپتامبر د یوولسمې له پیښې یوولس کاله تیریږي، خو په افغانستان کې په ځینو برخو کې له پرمختګونو سره سره لا هم په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې ډیرې ستونزې او نیمګړتیاوې شته.

د سیاسي چارو څیړونکي وایي، چې په امریکا کې د سپتامبر د یوولسمې نیټې پیښې پر افغانستان هم مستقیمي اغیزې درلودې، د طالبانو رژیم ړنګ شو، د بن د کنفرانس پر اساس موقته اداره رامنځ ته شوه، اضطراري لویه جرګه، انتقالي دولت د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه او وروسته د انتخاباتو په ترڅ کې ولسمشر کرزی د جمهور رییس په توګه انتخاب شو.

د وزیرانو شورا د چارو د ادارې ویاند رفیع فردوس د سپتامبر د یوولسمې نیټې په نتیجه کې په افغانستان کې راغلي بدلونونه د پام وړ بولي، ده د ځینو نورو پرمختګونو ترڅنګ موجوده انتخابي حکومت له اساسي لاس ته راوړنو څخه وباله:

"د لومړي ځل لپاره د افغانستان په سیاسي تاریخ کې یو مدرن حکومت له ډموکراتیک مشروعیت سره رامنځ ته شو.

یانی دا ویلای شم، چې د افغانستان د دولت یوه لویه لاس ته راوړنه د یوه مشروع نهاد رامنځ ته کیدل دي، چې د خلکو ملاتړ او ډموکرایتکې ستنې لري".


له اوس نه یوولس کاله وړاندې د سې شنبې په ورځ د سهار په اتو بجو او شپږ څلویښت دقیقو دوه مسافر وړونکې الوتکۍ د امریکا په نیویارک کې د نړېوال سوداګریز مرکز له اسمان څکو دوو برجونو سره ولګیدې.

له دې پیښې څو دقیقې وروسته دریمه الوتکه په واشنګټن کې د امریکا د دفاع وزارت له هسکې ودانۍ سره وجنګیده، په دې پیښو کې سربیره پردې چې ډیر مالي زیانونه واوښتل څه باندې درې زره کسان ووژل شول.

د اسامه بن لادن په مشرۍ القاعده شبکه، چې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ملاتړ څخه برخمنه وه، د دې حملو مسووله وبلل شوه.

د سپتامبر د یوولسمې زړه بوګنونکو پیښو په افغانستان کې هم له هره پلوه مهم بدلونونه راوستل، د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اوومه نیټه د امریکا په مشرۍ نړېوال ایتلاف د طالبانو پر رژیم هوایي برید وکړ او هغه یې نسکور کړ، دې هېواد ته بهرني ځواکونه راغلل او په افغانستان کې یوه نوې سیاسي فضا رامنځ ته شوه.

د سیاسي چارو کارپوهان وایی، له هماغه وخته راهیسې سره له دې چې په افغانستان کې په سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیزې او داسې نورو برخو کې یو لړ پرمختګونه شوي، خو د دوی په خبره دا پرمختګونه له هغې ډیر کم دي چې خلکو یې تمه کوله.

د سیاسي چارو څیړونکی او د افغان څیړنیز مرکز مشر حاجي سید داوود وایی، چې په ځانګړي توګه په امنیتي برخه کې لا هم ډیرې ستونزې شته:

"اوس په افغانستان کې له وسله والو مخالفانو سره جګړه سراسری شوې، یوولس کاله مخکې طالبان په بدخشان کې نه وو، خو اوس دوی په بدخشان کې هم حضور لري.

سخته جګړه روان ده او هره ورځ له سلو زیات افغانان مړه او یا هم ټپیان کیږي.

زما له نظره په افغانستان کې د کومې لاس ته راوړنې ادعا چې نړیواله ټولنه کوي دقیقه نه ده او د افغانستان خلک هم ورڅخه خوښ نه دي".


حاجی سید داوود څرګنده کړه، چې د سپتامبر له یوولسمې وروسته د افغانستان د خلکو په ژوند کې مهم بدلونونه راغلي، لویې لارې جوړې شوي، میلیونونه زده کوونکي ښوونځيو ته ځي، روغتیایي خدمتونه زیات شوي، مدنې ارګانونه فعالیت لري، سیاسي ګوندونه رامنځ ته شوي او داسې نور.

خو دی او یو شمېر نور کارپوهان ټینګار کوي، چې د نړېوالې ټولنې لاس ته راوړنې له هغې ډیرې کمې دي، چې له اوس نه یوولس کاله مخکې یې ګمان کیده.

په عین حال کې د افغانستان عام خلک هم دا مني چې په دې هیواد کې په بیلا بیلو برخوکې مهم پرمختګونه شوي خودوی اداري فساد او نا امنۍ لا هم په دې هیواد کې له اصلي ستونزو څخه بولي:

" ۱- رشوت او چورو چپاول ډیر دی چې ترڅو دا ورک نشي هیڅکله افغانستان نه جوړیږي.

۲- د افغانستان د خلکو د ژوند په امنیتی برخه کې کوم پرمختګ لاتراوسه نه دی شوی،یعنی امنیت نه دي ټینګ شوی.

دولت باید د امنیت په برخه کې ډیره هڅه وکړي چې خوندي یې کړي او خلک آرامه شي".


افغان حکومت او نړیواله ټولنه سره له دې چې په افغانستان کې یو لړ ستونزې په ځانګړي توګه د امنیت او اداري فساد په برخه کې مني خو ټینګار کوي چې د دې هیواد امنیتی ځواکونه پیاوړي شوي او د ښې حکومتدارۍ او زیربنایی پروژو د عملي کولو لپاره هم هڅې رواني دي.

دغه راز په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن او د دې شبکې د ځینو نورو چارواکو وژل کیدل هم د امریکا لپاره له مهمو لاس ته راوړنو څخه بلل کیږی.

خو په افغانستان کې پر نړیوالې ټولنې یو انتقاد دا دی چې د افغانانو او افغان حکومت غوښتنو ته یې لازمه پاملرنه،نه ده کړې او له همدې امله په دې هیواد کې یې لاس ته راوړنې د پام وړ نه دي.

که څه هم په تیرو یوولسو کلونو کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې لخوا نږدې شپیته ملیارده ډالرد بیارغونې په برخوکې لګول شوي خو لاهم په دې هیواد کې خلک بیلا بیلو ستونزو او ناخوالو ته ګوته نیسي او وایی چې د افغانستان له هرې سیمې نه د ډزو او چاودنو غږونه آوریدل کیږي.
XS
SM
MD
LG