د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور موده له شوروي سره برابره شوه


له نهو کلونو او پنځوسو ورځو وروسته د امریکا په مشرۍ د نړېوال ائتلاف ځواکونه لاهم د افغانستان په جنوب کې له وسله والو سره په جګړو کې ښکېل دي او دا له هغې مودې سره انډول ده چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې د یوه سوسیالیستي نظام د جوړولو لپاره هڅه کوله.

په افغانستان کې د امریکا او پخواني شوروي اتحاد اهداف بېلابېل و او د دواړو تلفات هم توپیر سره لري خو دا چې نتایج به یې هم بېلابېل وي کنه، لامعلومه نه ده.

هغه پوځي عملیات چې امریکا او متحدانو یې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه له افغانستانه د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده شبکې او د طالبانو د اېستلو په مقصد پیل کړي وو، وروسته په یوه اوږده پوځي کمپاین واوښتل.

اوس مهال د ناټو څه باندې سل زره سرتېري په افغانستان کې د افراطي وسله والو پرضد په جګړو او ورسره د ځوانې ډيموکراسۍ په روزلو بوخت دي.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډیوېډ پېټرایوس ویلي چې د ناټو اصلي هدف د دې خبرې يقیني کول دي چې افغانستان به بیا هېڅکله د القاعده شبکې او یا د نورو سخت دریځو ډلو په ځاله نه بدلېږي- هسې چې پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې مخکې و.

د پېټرایوس په وینا دې هدف ته د رسېدو یوازینۍ لاره له افغانستان سره مرسته ده څو دا توان پیدا کړي چې خپلې چارې په خپله سمبال کړي.

پېټرایوس وايي، افغانستان که په لسو کلونو کې ونکړای شي چې د سویس کچې ته ورسېږي نو دومره باید وکړي چې له خپل حال سره یې مناسب وي.

دې هدف ته د رسېدو لپاره اوس مهال له وسله والو طالبانو سره د پخلاینې هڅې روانې دي، خو د ۱۹۷۹ کال د ډېسمبر په ۲۷مه کله چې د پخواني شوروي اتحاد پوځونه افغانستان ته ننوتل هدف یې دا و چې د دې هېواد نظام په یوه عصري سوسیالیستي نظام واوړوي.

دا هڅې په افغانستان کې د خلکو له پراخ مقاومت سره مخامخ شوې او نتیجه دا شوه چې شوروي ځواکونه د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۵مه ماتې خوړلي له افغانستانه ووزي.

افغان کارپوه نادر نادري چې د شوروي او امریکا د اشغال په اړه یې څېړنه کړې وايي، د امریکا او پخواني شوروي له خوا د افغانستان د اشغال موده ښايي انډول شوې وي، خو هغه شرایط بېل او دا شرایط بېل دي.

نادري وايي، چې د شوروي د اشغال په کلونو کې د مجاهدینو د ځپلو په مقصد د عملیاتو په ترڅ کې د افغانستان کلي له یوې مخې بمبارد شول او د ملکي وګړو د تلفاتو شمېر هم له هغه وخت سره د مقایسې وړ نه دی.

د افغانستان د سیاسي چارو کار پوه، د بروکېنګزانستیتیوت د تحقیقاتي موسسې څېړونکی مایکل اوهانلون وايي، چې د ناټو ځواکونو تر اوسه له لسو زرو کم ملکي وګړي او تقریبا په همدې شمېر مخالف وسله وال وژلي دي.

نوموړی وايي، په افغانستان کې د نړېوال ائتلاف پوځي حضور هم د شوروي ځواکونو په پرتله ډېر کم دی او عملیات هم د ټاکلو اهدافو پر له منځه وړلو متمرکز دي.

اوهانلون د پخواني شوروي او امریکا پرضد د مقاومت په جبهه کې د توپیرونو یادونه هم کوي او وايي، د شوروي پرضد د جهاد په لیکو کې شاوخوا دوه نیم لکه مجاهدین شامل وو، چې د افغانستان د ټولو سیمو استازي پکې وو، خو اوهانلون زیاتوي چې روان مقاومت ښايي د جهاد د وخت له اتو برخو د یوې برخې په اندازه وي او بل دا چې یوازې پښتانه پکې شامل دي.

اوهانلون وايي، که څه هم موږ له لویې ستونزې سره مخامخ یو، خو دا او هغه جګړه په هېڅ ډول د مقایسې وړ نه ده.

د ده په وینا افغانستان سره له دې چې د شوروي له اشغال مخکې هم بې وزلی هېواد و، خو یو فعال نظام یې درلود، مګر د شوروي له اشغال وروسته افغانستان ویجاړ شو خو برعکس ناټو د افغانستان په پرمختګ کې مرسته کړې او اوس په دې هېواد کې د اقتصادي ودې کچه په سلو کې لس ده.

نوموړی زیاتوي، اوس اوه میلیونه افغان ماشومان ښوونځيو ته ځي او زیاتره خلک صحي امکانات لري. اسوشېتېدپریس اژانس لیکي، له دې ټولو پرمختګونو سره سره امریکا په افغانستان کې ستراتیژیکې تېر وتنې هم کړي چې یوه یې افغانستان ته د پاملرنې کمول او پرځای یې د عراق جګړې ته د پاملرنې اوړل و.

اژانس زیاتوي، په همدې مهمو کلونو کې وسله وال په دې وتوانېدل چې بېرته خپل کسان سره راټول کړي او د هېواد په ځینو سیمو کې خپل حضور پیاوړی کړي.

اسوشېتېد پریس د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د استاد ودیرساپي له قوله لیکي چې وايي، په افغانستان کې د امریکا هڅې لاهم له ګواښ سره مخامخ دي، ځکه هېڅکله هغه هدف ته نه دي رسېدلي چې د هغه لپاره یې افغانستان ته ځواکونه استولي و.

ساپی زیاتوي، که امریکا خپله پالیسي بدله او خپل اهداف تعقیب نه کړي او که له وسله والو طالبانو او افغان حکومت سره یوې موافقې ته ونه رسېږي نو هغه ورځ لېرې نه ده چې د افغانستان خلک به له دوی څخه هم مخ واړوي.
XS
SM
MD
LG