د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۶

امريکا افغانستان کې د خپل پوځي ماموريت ولمانځه


بزنس انسايډر:

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو د پوره کېدو په تړاو، د افغانستان د څو لسيزو مخکې وخت عکسونه خپاره کړي چې په افغانستان کې ارامي وه، پرمختګ و او خلکو هوسا ژوند درلود.

د ليکنې په پيل کې راغلي، د اکتوبر پر اوومه امريکا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموريت د پنځلسو کلونو پوره کېدل ولمانځل.

د بزنس انسايډر په ليکنه، په افغانستان کې د امريکا او ناټو له پوځي همکارۍ سره- سره لا هم دغه هېواد د وسله‎والو طالبانو له افراطيت سره مخامخ دى او د اپيمو صنعت لا هم په کې ډېرو خلکو ته د کار روزګار زمينه برابره کړې ده.

د ليکنې په دوام راغلي، پر افغانستان د امريکا تر حملې مخکې او بيا د پخواني شوروي اتحاد تر يرغل او مارکسيستي تجربې وړاندې افغانستان بېخي بېل هېواد و.

په ليکنه کې د افغانستان هغو عکسونو ته اشاره شوې چې په ١٩٦٠مو کلونو کې اخېستل شوي او د ٢٠١٣م کال په لومړيو کې خپاره شول.

په ليکنه کې راغلي، په شپېتمه لسيزه کې دغه عکسونه تجربه کار عکاس او د پوهنتون استاد ډاکټر ويليم پودليچ اخيستي وو. ده د امريکا په اريزونا ايالت کې له پوهنتون څخه رخصتي واخيسته چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې له يونيسکو سره کار وکړي، هغه خپله مېرمن او لوڼې هم له ځان سره کابل ته بوتلې.

بزنس انسايډر زياتوي، د ده زوم وروسته دغه عکسونه چې په افغانستان کې اخيستل شوي وو، وموندل او په انټرنټ کې يې خپاره کړل چې د خلکو ډېر مثبت عکس العمل يې وپاراوه.

دغې انلاين خپرونې له دې ليکنې سره هماغه پخواني عکسونه بيا خپاره کړي چې د افغانستان د څو لسيزو مخکې وضعيت انځوروي.

انټرنېشنل بزنس ټايمز:

بريتانوۍ انلاين خپرونې انټرنېشنل بزنس ټايمز په خپله پرونۍ ليکنه کې د وسله‎والو له خوا د يوې څرخي الوتکې پر نسکورولو ليکنه خپره کړې چې په نتيجه کې يې د خپرونې په حواله ٨ سرتېري وژل شوي دي.

د ليکنې په پيل کې راغلي، خو د افغان قواوو څرګندونې چې وايي، الوتکه د تخنيکې ستونزو له کبله نسکوره شوې، د وسله‎والو طالبانو له ادعا سره په ټکر کې دي.

د ليکنې په حواله وسله‎والو طالبانو ادعا کړې چې په بغلان ولايت کې دغه الوتکه دوى ويشتلې او ټوله سورلۍ يې چې اته کسان وو، وژلې ده.

د انټرنېشنل بزنس ټايمز په حواله، دغه Mi-17 ډوله الوتکه چې د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې يې يوې پوځي اډې ته لوژستيکې امکانات برابرول، نسکوره شوه.

محلي چارواکو ويلي چې دغه پوځي الوتکه د سخت دريځو وسله‎والو له‎خوا تر ويشتل کېدو وروسته نسکوره شوې، خو افغان قواوې بيا بله ادعا لري.

په ليکنه کې د دفاع وزارت د يوه وياند خبرې رااخيستل شوي چې ويلي يې دي، الوتکه د تخنيکې ستونزو له کبله نسکوره شوې ده.

XS
SM
MD
LG