د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

نن په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د ماموريت لسمه کاليزه ده


نن د اکتوبر اوومه په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو د پوځي ماموريت لسمه کاليزه ده، د امريکا او بريتانيا له خوا پوځي عمليات چې افغان متحدانو يې مرسته کوله، په دې هدف پيل شول، چې د طالبانو واکمني ختمه او د القاعده شبکې سخت دريځي غړي په نښه کړي، چې په امريکا کې يې د ٢٠٠١م کال د سپټمبر د يوولسمې د بريدونو مسووليت منلى و.

پر امريکا په بريدونو کې نژدې ٣زره کسان ووژل شول، په څو اوونيو کې د طالبانو واکمني ختمه او نوې اداره چې د امريکا ملاتړ ورسره و، د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ جوړه شوه.

د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د امريکا، ناټو او افغان دولت ځواکونه لا هم په مبارزه بوخت دي. د طالبانو په وړاندې د افغان او بهرنيو ځواکونو په دې جګړه کې په زرګونو افغانان، ٢٧٠٠ بهرني سرتېري چې ١٧٠٠ يې امريکايان دي وژل شوي دي.

په افغانستان کې دا مهال شا و خوا يولک او څلوېښت زره بهرني سرتېري دېره دي، چې يولک يې امريکايان دي. اکثره بهرني سرتېري به د ٢٠١٤م کال تر پايه پورې له افغانستان څخه ووځي او امنيتي مسووليت به افغان ځواکونو ته وسپاري.
XS
SM
MD
LG