د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

"له ۲۰۱۴نه وروسته افغانستان سياسي بحران خوا ته ځي"


په يوه نوې څېړنه کې خبردارى ورکړل شوى- په داسې حال کې، چې له افغانستانه د ناټو په مشرۍ جنګي ځواکونه وځي او افغان دولت په ٢٠١٤م کال کې امنيتي مسووليتونه اخلي، افغانستان د ويجاړوونکي سياسي بحران خوا ته روان دى.

دغه راپور په بروکسل کې دېره د بحران د نړيوالې ډلې له خوا برابر شوى، چې ځان يو غير دولتي سازمان بولي.

په دې سازمان کې د افغانستان د برخې کارپوه کانداس روند اوکس ويلي، په ٢٠١٤م کال کې چې ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي افغان حکومت، چې د امريکا ملاتړ له ځان سره لري ښايي ړنګ شي.

ده ويلي: افغان پوځ او پوليس په پښو ولاړ نه دي او امنيتي مسووليتو ته تيارى نه لري.

افغان دولت لا د دې راپور په باب عکس العمل نه دى ښوولى.

په راپور کې راغلي، که چېرې افغان دولت ونه توانېږي راتلونکي انتخابات په عادلانه ډول ترسره کړي، د افغانستان ثبات به راتلونکى ګواښ وي.

دغه راپور د امريکا په مشرۍ د افغان جګړې د يوولسو کلونو د پوره کېدو په مناسبت خپور شوى. دغه جګړه د طالبانو د رژيم د نسکورېدو سبب شوه.

طالبانو پرون په دې مناسبت وويل چې بهرني ځواکونه به د ماتې په منلو سره افغانستان پرېږدي.

امريکا په افغانستان کې خپله مبارزه د ٢٠٠١م کال د اکتوبر پر اوومه پيل کړه، چې طالبان يې له واک څخه ليرې کړل، چې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن ته يې پناه ورکړې وه.

بن لادن د سپټمبر د يوولسمې د بريد په تنظيم تورن و، پر امريکا په هغه بريد کې نژدې ٣٠٠ کسان وژل شوي وو.

په دې راپور کې د افغانستان پر راتلونکو انتخاباتو، د ولسمشر کرزي له خوا د واک پر پاتې کېدو او ځينو نورو مسايلو خبرې شوې دي.
XS
SM
MD
LG