د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

ندامحمد ندیم: بهرنیان هغه شیان ۲۰ کلنې لاسته راوړنې ګڼي، چې شریعت منع کړي دي


د لوړو زده کړو وزارت لپاره د طالبانو سرپرست، ندا محمد ندیم
د لوړو زده کړو وزارت لپاره د طالبانو سرپرست، ندا محمد ندیم

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم بغلان ولایت ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې په خپله یوه وینا کې په دفترونو کې له کار او دغه شان ټولنیزو فعالیتونو کې د نجونو او ښځو د منع کولو له پرېکړې دفاع وکړه.

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې، چې ویډیو یې د ځینو سیمه ییزو رسنیو له خوا خپره شوې، وايي چې د نړيوالو غوښتنې د نارینه او ښځو مساوي حقونه دي.

نوموړی وایي:

"د دوی یوه غوښتنه دا وه چې بې حجابي دې وي او د ښځو او نارینهوو حقونه دې برابر وي. که سړی بهر وي، په جلسه او کار کې، وي ښځه هم باید هلته وي."

هغه زياته کړې، تول هغه موارد چې منع شوي، نړیوال یې د خپلو شلو کلنو لاسته راوړنې ګني او د لمنځه تللو لپاره یې اوښکې تويوي.

دا په داسې حال کې ده، چې بېلابېلو هېوادونو، سازمانونو او د طالبانو مخالفينو تل ويلي چې د طالبانو په بیاځلي واکمنۍدو سره د افغانستان شل کلنې لاسته راوړنې، چې په کې د ښځو حقونه، د بيان آزادي او د افغانستان د خلکو ځينې نورې ازادۍ شاملې دي، له منځه تللي دي.

د ښاغلي ندیم دغو څرګندونو د ښځینه فعالانو غبرګونونه راپارولي دي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه په پرله پسې ډول د افغان ښځو له مخالفتونو سره مخ شوي دي - ارشیف
د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه په پرله پسې ډول د افغان ښځو له مخالفتونو سره مخ شوي دي - ارشیف

دوی وايي چې طالبانو په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او کار کول د ښځو بنسټيز حق دی.

له دوی څخه یوې حفیظې حقپال ازادي راډيو ته وویل، چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې ښځې په بېلابېلو برخو کې د نارینو وو ترڅنګ کار کوي او د ندا محمد ندیم دا نظر د اسلامي ټولنې استازیتوب نه کوي.

نوموړې وایي:

"دا ډول ليدلورى زموږ د اسلامي او کلتوري ټولنې انعکاس نه دى. موږ د سعودي عربستان په څېر اسلامي هېوادونو کې ګورو چې ښځې د نارینه وو تر څنګ کار کوي، او ښځینه سفيرانې لري."

د ښځو د حقونو يوې بلې فعالې رمزيې سعيدي ازادي راډيو ته وويل، چې کار او زده کړه د ښځو حق دى او د ښځو فعاليتونه پر ټولنه مثبت اغېز لري.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

"په ټولنه کې د ښځو شتون د ټولنې د پرمختګ لامل کېږي، چې موږ کولى شو د ښځینه ورزشکارانو، سیاستوالو او ښځینه مبارزينو بېلګې وړاندې کړو. دوی غواړي چې ښځې د ټولنې برخه نه وي."

اغلې سعیدي زیاتوي چې طالبان وخت په وخت د ښځو پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو د توجیه کولو لپاره بېلابېل بهانې او دلایل وړاندې کوي.

د یادونې ده، چې د ښځو پر کار تر بندیز له لګېدو وروسته یو زیات شمېر ښځې چې د خپلو کورنیو یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې وې، په کورونو ناستې دي.

ندا محمد ناديم څه موده مخکې هم ویلي وو، چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د نورو په خوښه عمل کولو ته اړ نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې بېلا بېلو سازمانونو او هېوادونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو د کار او زده کړو د بنديز په ګډون پر ښځو لګول شوي بنديزونه لېرې کړي، خو طالبانو دا د افغانستان کورني مسايل ګڼلي او تر اوسه يې دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دى ورکړى.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG