د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

د ندا محمد ندیم څرګندونو ته غبرګون؛ د پوهنتونونو یو شمېر بهر مېشتي استادان: چې راتلونکی تضمین نه شي، د معاش لپاره نه ستنیږو


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لوحه- ارشیف
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لوحه- ارشیف

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم، د یکشنبې په ورځ په بلخ ولایت کې په یوه غونډه کې وویل، چې دوی د افغانستان نه بهر د استادانو د رابللو په موخه بېلابېلو هېوادونو ته پلاوي استولي دي.

خو هغه دا نه دي ویلي، چې دا پلاوي یې کومو هیوادونو ته لیږلي دي.

د ندا محمد ندیم دغو څرګندونو د پوهنتونونو د یو شمېر هغو استادانو غبرګونونه راپارولي دي چې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته یې افغانستان پرېښود.

یو له دغو استادانو، سمیع راسخ ازادي راډیو ته وویل، تر کومه چې دوی ته د بیان د ازادۍ حق نه وي ورکړل شوی، بېرته به ستانه نه شي.

نوموړی وایي:

" په پوهنتون کې د استادۍ لپاره یواځې معاش او بلنه اړینه نه ده، هغه څه چې اړین دي، خپلواکه اوسیدل، نیوکه او د بیان ازادي ده، چې په دې حکومت کې موږ دا حق نلرو. هغه ښوونکي چې پرمختللي هیوادونو ته تللي په هیڅ صورت بیرته نه ستانه کیږي، خو هغه استادان چې په ایران او پاکستان کې یو بې برخلیکه حالت سره مخ دي ښايي له بې وسې څخه دا بلنه ومني."

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم

په همدې حال کې د کابل پوهنتون د ریاضياتو برخې پخواني استاد، عبیدالله وردګ چې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته یې له دندې استعفا ورکړه او بهر ته ولاړ، ازادي راډيو ته یې وویل، چې د طالبانو حکومت باید لومړی نجونو ته د پوهنتونونو دروازې پرانیزي، بیا دې استادانو ته په افغانستان کې د تدریس بلنه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

" له ښوونکو باید دا ونه غوښتل شي، یوازې لکه ماشین په ټولګي کې حضور ولري، باید هر هغه معيار چې عالي تحصیلاتو ته په نړیوال قانون کې وضع شوی، هغه تعقیب کړو. په لومړي ګام کې ښوونکي ويني چې په عملي توګه څه شته که نه؟ په لومړي ګام کې مونږ دا غواړو چې د پوهنتونونو دروازې دې د نجونو پر مخ پرانيستل شي."

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په داسې حال کې د افغان استادانو د رابللو په موخه بېلابېلو هېوادونو ته د پلاوي د لېږلو خبره کړې، چې یو شمېر استادانو ازادي راډيو ته ادعا کړې چې د یاد وزارت لخوا د دوی پوهنتونونو ته د دوی د ګوښه کولو او د طالبانو حکومت د غړو د ټاکلو امر شوی و.

د شیخ زاید پوهنتون د پښتو ادبیاتو استاد، نورالله ښاد چې اوس له افغانستانه بهر ژوند کوي ازادي راډیو ته وویل:

"زه چې څومره د خپلې دوسیې اړوند خبر لرم، له وزارت څخه پوهنتون ته ویل شوي چې دا سړی ژر منفک کړئ. له یوې خوا د وزارت څخه امر ورکول کیږي چې منفک کړه او له بلې خوا بلنه ورکول کیږي چې وطن ته راشه. څه تضمین شته چې څوک به نه نیول کیږي، انساني حقونه به مې خوندي وي، حیثیت به مې خوندي وي. یواځې خو دا نه ده چې د استاد سر ته خطر دی، د استاد حیثیت ته خطر دی. د استاد اولاد چې څه ډول غواړي په وطن کې وروزل شي نه روزل کیږي، دا مساله لویه ده، دا یواځې د استاد فردي مساله نه ده."

یو شمېر نجونې محصلانې، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره کابل پوهنتون ته د ننوتو اجازه ورنه کړل شوه
یو شمېر نجونې محصلانې، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره کابل پوهنتون ته د ننوتو اجازه ورنه کړل شوه

دا په داسې حال کې ده چې ندا محمد ندیم تر دې مخکې ادعا کړې وه، چې د پوهنتونونو یو شمېر استادان چې له هېواده وتلي وو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

خو يو شمېر استادان افغانستان ته د دوى د راتګ لامل اقتصادي ستونزې او د ګاونډيو هېوادونو په ګډون په نورو هېوادونو کې د قانوني اسنادو نه درلودل بولي.

په افغانستان کې، د طالبانو له بیا ځلې واکمنیدو او په پوهنتونونو، په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو د هغوی دوی محدودیتونو وروسته، د پوهنتونونو یو شمېر استادانو استعفاوې ورکړې او یا له افغانستانه ووتل.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسماعیل مشعل او رسول پارسي په ګډون، د پوهنتون یو شمېر استادان د افغان ښځو او نجونو پر تعلیم او کار د بندیزونو په اړه د طالبانو پر حکومت د نیوکو له امله، زنداني شوي دي.

که څه هم اسماعیل مشعل بيرته خوشې شوی، خو د هرات پوهنتون پخوانی استاد رسول پارسي لا هم د طالبانو په بند کې دی.

په دې وروستیو کې د بشري حقونو سازمان "فریدم نو" هم د طالبانو له زندان څخه د پوهنتون د پخواني استاد، رسول پارسي د خلاصون غوښتنه کړه وه، خو د هغه برخلیک تر اوسه هم نه دی معلوم.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG