د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

د ځینو دولتي پوهنتونونو د استادانو ادعا: د پوهنتونونو مشري ملایانو ته ورکړل شوې


د کابل پوهنتون مخه - مخکینی انځور
د کابل پوهنتون مخه - مخکینی انځور

د افغانستان د ځینو دولتي پوهنتونونو استادان ادعا کوي، چې د طالبانو حکومت په وروستیو کې یو شمېر ملایان د دولتي پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو د رئیسانو او مرستیالانو په توګه ګومارلي دي.

یو شمېر اوسنیو او مخکېنیو دغو استادانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي، چې په وروستیو کې د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت له‌خوا د دولتي پوهنتونونو ځینې مخکېنې رئیسان، مرستیالان او نور اداري کارکوونکي لرې شوي او د دوى په خبره پر ځای یې طالبانو خپل کسان او ملایان ګومارلي دي.

د دغواستادانو د ادعاوو پر بنسټ، په دې لړ کې طالبانو مولوي اکرم شاه عاصم او مولوي محمد یعقوب حقاني د کندهار او خوست پوهنتونونو، مولوي شفیع‌الله حقاني د میدان وردګو، مولوي محمد صدیق کمال د نېمروز او مولوي شېر احمد عباس د پکتیکا د لوړو زده‌کړو د موسسو د رئیسانو په توګه ګومارلي دي.

دا استادان دغه شان ادعا کوي، چې د پوهنتونونو اکثره مالي او اداري مرستیالان هم د طالبانو اړوند کسان دي.

د دوى په خبره، په نورو عملي برخو کې هم هغه کسان ګومارل شوي چې طالبانو ته نېږدې دي.

د پکتیا پوهنتون یو مخکېنی استاد محمد قیوم سیال، چې یو کال مخکې فرانسې ته د نورو زده‌کړو لپاره تللی ادعا کوي، چې طالبانو له لومړیو وختونو په هره ممکنه بڼه، پوهنتونونو ته د خپلو نفوذي کسانو د ورننوېستو هڅه کوله.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "هغه وخت چې زه په پوهنتون کې وم، دوی ډېر بدلونونه راوستل، په پوهنتون کې به یې هغه کسان مشخصول چې د دوی هم‌فکره وو، دوی همدغسې کسان استادۍ، د ډيپارتمنټونو امریتونو، مرستیالۍ او د پوهنتون ریاست ته راوستل."

قیوم سیال همدا شان وايي، چې د پوهنتونونو په رهبرۍ کې له بدلونونو وروسته طالبان د استادانو ایسته کول هم پيل کړي.

د دولتي پوهنتون یو بل مخکېنی استاد جانداد جهاني چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته جرمني ته تللی وايي، طالبانو په لومړیو کې ژمنه کړې وه چې یوازې په سیاسي بستونو کې بدلون راولي او له مسلکي او اکاډمیکو بستونو سره کار نه‌لري، خو په خبره یې اوس په ډېرو مسلکي بستونو کې هم خپل کسان ګوماري.

نوموړی وايي: "هر څومره چې توانېږي هڅه کوي، خپل کسان ځای پر ځای کړي. اصلي ستونزه نامسلکيتوب ده، دوی ډېرو ستراتېژيکو او اکاډمیکو بستونو ته نامسلکي او بې سواده کسان راولي، داسې کسان چې له ښوونځي هم فارغ شوي نه‌دي."

په تېر جمهوري نظام کې د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند او د پوهنتون استاد حامد عبیدي هم مني، چې طالبانو د دولتي پوهنتونونو په رهبري کې ډېر بدلونونه راوستي او پر ځای یې خپل کسان ګومارلي.

د نوموړي په باور، دا ګومارنې د زده‌کړو پر بهیر او اکاډمیکو بنسټونو ډېر منفي اغېز کولای شي.

ښاغلی عبيدي وايي: "د پوهنتون ریاست یوه مهمه څوکۍ ده، له یوه اکاډمیک شخصیت پرته به ډېره سخته وي چې یوه اکاډمیکه اداره مدیریت شي. دا به لویه جفا وي چې مسلکي او په کار پوه استادان له دندو ایسته کېږي او پر ځای یې داسې کسان د پوهنتونونو مشران ټاکل کېږي چې په اکاډمیکو مسایلو نه پوهېږي."

د افغانستان د ملکي لوړو زده‌کړو قانون په ٢٣ ماده کې چې اوس هم کار ترې اخیستل کېږي، ویل شوي چې د پوهنتونونو رئیسان باید د پوهنتونونو د استادانو له منځه چې د پوهاند، پوهندوی او پوهنمل علمي رتبې ولري، وټاکل شي.

د کابل پوهنتون مخه، ښځینه محصلانو د تعلیمي محدودیت خلاف اعتراض کړی و
د کابل پوهنتون مخه، ښځینه محصلانو د تعلیمي محدودیت خلاف اعتراض کړی و

خو دا چې ولې د طالبانو حکومت د پوهنتونو او لوړو زده‌کړو موسسو د رئیسانو په توګه داسې کسان ګومارلي چې د لوړو زده‌کړو د ملکي قانون په شرایطو برابر نه‌دي، د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضياالله هاشمي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

طالبانو د خپل سرپرست حکومت له اعلان وروسته چې د کابینې اکثریت غړي یې ملایان وو، د خلکو له نیوکو وروسته ویلي وو، چې دا ګومارنې یوازې په سیاسي بستونو کې شوي او په مسلکي برخو کې به مسلکي کسان خپلو دندو ته دوام ورکړي.

اوس چې د دوى د حکومت څه کم دوه کاله کېدونکې دي، لا هم وخت په وخت دا ادعا کېږي چې طالب چارواکي مسلکي کسان له دندو ګوښه او پر ځای یې هغه کسان ګوماري چې په تېره شل کلنه جګړه کې د دوی ملګري وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG