د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

د افغانستان د تحليلګرانو شبکه: د کوکنارو پر کښت بنديز بزګران نور هم بېوزله او قاچاق کوونکي شتمن کړي دي


د طالبانو یو شمېر ځواکونه، د افغانستان په جنوب کې د کوکنارو د فصل اړولو پر مهال - ارشیف
د طالبانو یو شمېر ځواکونه، د افغانستان په جنوب کې د کوکنارو د فصل اړولو پر مهال - ارشیف

دا څېړنه چې (د افغانستان پر اقتصادي او سیاسي وضعیت د کوکنارو د کښت منع کولو اغېزې) نومېږي ښيي چې په افغانستان کې له اقتصادي پراختيايي پروګرامونو پرته د کوکنارو د کښت منع کولو شپږ اعشاریه نهه ميلونو خلکو ته زیان اړولی دی.

په دې څېړنه کې د ملګرو ملتونو او السيس په نوم برېتانوۍ موسسې د راپورونو له مخې ويل شوي چې د کوکنارو پر کښت بندیز يوازې په هلمند ولایت کې څو لکه خلک بې کاره کړي او د خلکو اقتصاد يې زیانمن کړی دی.

د افغانستان په جنوب کې د کوکنارو د فصل اړولو یو کمپاین
د افغانستان په جنوب کې د کوکنارو د فصل اړولو یو کمپاین

د افغانستان د تحليلګرانو شبکې مشره مېرمن (کيټ کلارک) چې په دې څېړنه کې يې اساسي نقش لوبولی ازادي راډيو ته وويل، که څه هم اوس په ډېرو هغو ځمکو کې غنم کرل شوي چې پخوا به کوکنار پکې کرل کېدل، خو يوازې غنم بېوزلي نه شي کمولای.

نوموړې زیاته کړه:

" په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې یوازې په هلمند ولایت کې بزګرانو او کارګرانو ته یوویشت ميلیونه کاري دوراني فرصتونه برابر شوي او د ځمکو خاوندانو یو شپېته ميلیونه ډالر عواید درلودل. هغه بزګران چې لږ ځمکې لري د غنمو په کرلو سره یوازې د خپلې کورنۍ غنم برابرولای شي، خو د ژوند نورې اړتیاوي به يې څنګه شي؟ هغه ځمکه وال او سوداګر چې د تارياکو ډېرې زېرمې يې درلودې پروسږکال يې خورا ډېرې پيسې وګټلې. په ظاهره د نشه يي موادو سوداګري دوام لري، خو داسې ښکاري چې امارت به يې مخه ونيسي، خو و به ګورو چې د کوکنارو د کښت منع کولو حکم به د دوهم کال لپاره څه ډول عملي شي."

په دې څېړنه کې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې ويل شوي، (۶۸) سلنه ځمکې چې پخوا کوکنار پکې کرل کېدل، په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې غنم پکې کرل شوي دي، خو په دې راپور کې یادونه شوې چې د اوبو د کموالي له امله يوازې د غنمو کښت د ځمکې لګښت او بزګرو نورې اقتصادي اړتیاوي نه شي پوره کولای.دا شبکه وايي چې د طالبانو حکومت د سياسي ثبات ساتلو لپاره د ليري پرتو سيمو خلکو ملاتړ ته اړتیا لري او دې حقيقت ته په کتو سره د کوکنارو د کښت منع کول به د دوهم کال لپاره ګران کار وي.

د افغانستان د مخکینۍ ولسي جرګې غړی، خالد پښتون
د افغانستان د مخکینۍ ولسي جرګې غړی، خالد پښتون

د ولسي جرګې پخوانی غړی خالد پښتون وايي چې په ملي کچه له اقتصادي انکشافي پروګرامونو پرته يوازې د کوکنارو بديل کښت نه د بزګرو ستونزې حل کولای شي او نه هم د کوکنارو د کښت منع کولو ناوړو پايلو مخه نيولای شي.

هغه زیاتوي:

" د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې تل بزګرو ته زیان رسېږي، دا زیان به تر هغه وخته پورې وي چې د نړیوالې ټولنې یا حکومت د مشرتابه له خوا د بديل معیشیت زمینه ورته برابرېږي. بديل معیشیت يوازې بديل کښت نه دی؛ بلکې د خلکو د اقتصادي وضعیت وده ده چې باید يوازې د بزګرو اقتصادي وضعیت نه، بلکې د ټولو خلکو اقتصاد وده وکړي. "

د ګټورو اقتصادي پروګرامونو نه عملي کولو په اړه د طالبانو پر حکومت داسې مهال انتقادونه کېږي چې د طالبانو د حکومت د زراعت وزارت معين د یوه نړیوال بنسټ له چارواکو سره د ليدلو پر مهال پر نړیوالې ټولنې انتقاد کړی او ويلي وو چې که څه هم دوی د کوکنارو کښت منع کړی دی، خو نړیوالې ټولنې د دوی له حکومت سره د بديل معيشیت په برخه کې مرستې نه دي کړي.

  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG