د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

دوحه کې د امریکايي او طالب پلاويو غونډه؛ ډیکر: له نشه‌يي توکو سره مبارزه کې د افغان ښځو رول مهم دی


د امريکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر
د امريکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر وايي، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې یې د تخنیکي مسایلو په اړه د طالبانو له یوه پلاوي سره خبرې کړي دي.

ډیکر پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې پرون په دې لیدنه کې دواړو لوریو د نشه‌یي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي، د روږدیو کسانو د درملنې او د بدیل معیشت په اړه بحث کړی.

د افغانستان لپاره امریکا سفارت شارژدافېرې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ښځو رول مهم بللی او ویلي یې دي چې دا چاره له ښځو پرته نه شي بریالۍ کېدای.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین هم ازادي ته وویل چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له کابل څخه د طالبانو حکومت د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو د ورغلیو استازو په ګډون د سیاسي دفتر ګډ پلاوي د افغانستان لپاره د امریکا سفارت له شارژدافېرې او د امریکا متحده ایالاتو د نشه‌يي توکو ضد یوه پلاوي سره لیدلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین

شاهین زیاتوي، په دې لیدنه کې یې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د خپلو لاسته راوړنو د شریکولو ترڅنګ د بزګرو لپاره د بدیل معیشت پروژو غوښتنه هم کړې ده.

هغه وویل: "په دې کتنه کې د اسلامي امارت پلاوي هغه لاسته راوړنې او پرمختګونه په ګوته کړل چې په تېرو کلونو په ځانګړي توګه په روان میلادي کال کې د کوکنارو د کښت او د نشه‌یي توکو د مخنیوي په برخو کې ترلاسه شوي دي. همدا شان پلاوي په ټینګار سره یاده کړه چې د هغو سیمو د بزګرانو لپاره چې کوکنار یې نه دي کرلي یا یې کوکنار له منځه وړل شوي، د بدیل معیشت لپاره پروژې پیل شي."

شاهین همدا شان وايي، د طالبانو حکومت پلاوي په دوحه کې د امریکایي پلاوي ترڅنګ د بریتانیا له شارژدافېر او د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو پر ضد پروګرام له استازي سره هم کتلي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر زیاتوي، په دې لیدنو کې یې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د لاسته راوړنو د تشرېح ترڅنګ نړۍوالو پلاوو ته بلنه ورکړې چې په افغانستان کې هغه سیمې خپله له نېږدې وګوري چې له نشه یي توکو پاکې شوې دي.

طالب چارواکي داسې مهال د ملګرو ملتونو په ګډون د امریکا او بریتانیا له استازو سره د نشه‌يي توکو په اړه خبرې کوي چې پرون د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې ادعا وکړه چې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستانه تاجکستان ته د نشه یي توکو قاچاق ډېر شوی.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

رحمان دې ناستې ته وویل: "په وروستیو دوو کلونو کې د نشه يي توکو قاچاق د افغانستان له خاورې په بې ساري ډول زیات شوی، په دې موده کې د تاجکستان چارواکو له دې هېواد سره په سرحد کې له ۱۰ ټنو ډېر نشه يي توکي نیولي چې د تېرو کلونو په پرتلې څو چنده ډېر دي."

تېره میاشت د ملګرو ملتونو سازمان هم په خپل یوه راپور کې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د ډېرېدو خبر ورکړی و.

یاد سازمان ادعا کړې وه چې چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د نړۍ ۸۰ سلنه تریاک په افغانستان کې تولید شوي وو او په وروستیو کلونو کې دا هېواد د ښیښې په یو ستر تولیدونکي هېواد بدل شوی دی.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت بیا دا راپور له حقیقت لرې بللی و.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې د نشه‌يي توکه د نه کرلو امر وکړ.

سره له دې چې طالبان په افغانستان کې د نشه یي توکه د له منځه وړلو ادعا کوي، خو د ملګرو ملتونو په ګډون د سیمې هېوادونه بیا وخت ناوخته په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق په اړه خپلې اندېښنې ښيي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG