د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

ټایم: له بدیل پرته د تریاکو د تولید مخنیوی جدي ټولنیز او اقتصادي زیانونه اړوي


ارشیف: په افغانستان کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو له بهیره یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو له بهیره یو انځور

ټايم مجله:

ټایم مجلې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د کوکنارو د له منځه وړلو هڅو ته پام اړولی او د لیکنې د پیل په کرښو کې لیکي، نړیوالې ټولنې کلونه کلونه هڅه وکړه چې پر مخدره موادو ولاړ د افغانستان د اقتصاد مخه ونیسي، هغه چې په ۲۰۲۱ کال کې د دې هېواد د کورنیو ناخالصه عوایدو ۱۴ سلنه جوړوله، خو دغه هڅې ناکامه شوې.

خو د ټایم په لیکنه طالبانو چې د همدې کال په اګست میاشت کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په چټکۍ واک ته رسېدلي، داسې ښکاري چې په ټول هېواد کې یې نږدې نوي سلنه د کوکنارو کر له منځه وړی دی.

ټایم لیکي، ظاهراً دا یو د پام وړ پرمختګ دی اوز یاتوي، په غیرقانوني توګه د مخدره موادو پراخ تولید، فساد، خپلسري او ناقانوني زیاته کړې وه، چې په نتیجه کې یې په افغانستان کې د لوېدیځ ملاتړی جمهوري نظام سقوط شو.

د ټایم په وینا، د اقتصادي بدیلونو له وړاندې کولو پرته د تریاکو د تولید مخنیوی افغان ولس ته جدي ټولنیز او اقتصادي زیانونه اړوي.

ټایم مجلې وړاندې د السیس په مشورتي موسسې کې د سلاکار ډیویډ منسفیلډ هغه څرګندونې هم را اخیستې چې په دې وروستیو کې یې ویلي و، طالبان د مخدره موادو پر تولید د خپل مشر د ۲۰۲۱ کال بندیز پلی کوي چې په نتیجه کې یې په هلمند او ننګرهار کې چې د کوکنارو د کښت دوه لویې تولیدي سیمې دي، د کوکنار کر تر ډېره له منځه وړل شوی دی.

د ټایم په لیکنه داسي ښکاري چې طالبان په اغېزمن ډول په ټول هېواد کې د ۲۰۰۰ کال د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو تګلاره مخته کړې ده.

هغه چې په نتیجه کې یې په ۲۰۰۱ کال په دې هېواد کې د کوکنارو کر نژدې صفر ته رسېدلی و.

د ټایم په لیکنه نړيوالې ټولنې ته پکار ده چې له افغانستان سره بشري مرستې زياتې کړي او د سيمه‌ييزې پانګونې له لارې د دې هېواد د کليوالي اقتصاد د پياوړتيا لارې چارې ولټوي.

ټایم لیکي، دا ډول تګلارې د مخدره موادو د بندیز له عملي کېدو مخکې یو څه نتیجه ورکړې او اوس یې هم اړتیا ډېره محسوسېږي.

سټار ټريبيون:

له امریکا خپرېدونکې سټار ټریبیون ورځپاڼه لیکي، یوه نوي راپور وښوده چې امریکا د هغو افغانانو په برخه کې ناکامه شوې چې په دې هېواد کې یې له امریکا سره د همکارۍ له لارې خپل ژوند په خطر کې اچولی او اوس تر شا پرېښودل شوي دي.

د دې لیکنې د پیل په کرښو کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستانه د امریکا د وتلو په پیل کې د بایډن ادارې هڅه کوله چې ټولو ته قناعت ورکړي چې، دا به سایګون نه وي او د تخلیې پروسه به کنټرول شوې، منظمه او په خوندي توګه ترسره شي.

خو د ورځپاڼې په لیکنه داسې ونه‌شول، پروسه ګډه وډه، له بې نظمیو سره مله او د سایګون په څېر وه.

سټار ټریبیون وړاندې لیکي، له افغانستانه په خوندي ډول د امریکایي اتباعو ایستل تر ټولو مهم لومړیتوب و، خو دا هم ډېره مهمه وه چې باید په دې هېواد کې د امریکا د ماموریت ملاتړي افغانان هم په خوندي توګه ایستل شوي وای.

د ورځپاڼې په لیکنه ډېری دغه افغانان ترشا پاتې دي.

ورځپاڼه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپاره شوي راپور ته هم اشاره کړې چې ویلي دي، امریکا د دغو افغانانو په برخه کې چې ډېری یې ترشا پاتې دي، ناکامه شوې.

د ورځپاڼې په باور دا هغه زیانګالي افغانان دي چې له امریکا سره ولاړ و او اوس د طالبانو د رژیم تر تعقیب لاندې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG