د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

ډجيټل ژورنال: افغانستان کې د کوکنارو کښت ١٠ سلنه زيات شوى


ډجيټل ژورنال:

ډجيټل ژورنال خپرونې افغانستان کې د مخدره موادو د توليد او کښت پر زياتېدو يوه ليکنه خپره کړې ده.

په دې مطلب کې د ملګرو ملتونو په حواله ليکل شوي چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت ١٠ فيصده او د مخدره موادو توليد ٤٣ فيصده زيات شوى دى.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې ادارې يا UNODC په دې اړه خپل راپور د يکشنبې په ورځ خپور کړ.

د ډجيټل ژورنال په ليکنه کې د چارواکو په حواله راغلي چې مناسبه هوا، د ناامنيو زياتېدل او د نړيوالو مرستو کمېدل په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زياتېدو عمده علتونه دي.

د خپرونې په مطلب کې راغلي، هلمند لا هم له هغو ولايتونو دى چې کوکنار په کې په پراخه پيمانه کرل کېږي، ورپسې په بادغيس، کندهار، روزګان، ننګرهار او فراه کې.

د مطلب په حواله دغه ټول ولايتونه په وروستيو کې د سخت دريځو وسلوالو د تحرکاتو عمده مرکزونه ګڼل کېږي.

خپرونه د کورنيو چارو وزارت د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د معين باز محمد احمدي په حواله ليکي چې ويلي يې دي:

"زه په دې باور يم چې په اوسني ځواک او په اوپراتيفي برخه کې له اوسنيو تجهيزاتو او وسايلو سره په ناامنو سيمو کې د مخدره موادو په وړاندې مبارزه ممکنه نه ده."

ده ويلي، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د امنيتي وضعيت له خرابېدو سره، د کوکنارو د کښتونو اړولو لپاره فرصتونه له لاسه وتلي دي.

باز محمد احمدي دغه راز ويلي چې په افغانستان کې د جنګ ډېره برخه د کوکنارو د حاصلاتو له درکه په ترلاسه شويو عوايدو تمويلېږي.

د هغه په خبره په افغانستان کې چې په هر ځاى کې کوکنار کرل شوي، هلته جګړې هم روانې دي.

ډجيټل ژورنال خپرونې، د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې د رئيس اندري اويتيسيان په حواله ليکلي چې ويلي يې دي: موږ نړيوالې ټولنې ته دا واضح کوو هغه وخت راغلى چې په افغانستان کې د مخدره موادو په وړاندې له مبارزې خپل ملاتړ زيات کړي.

ګلوب ايند مېل:

کاناډايۍ ورځپاڼې ګلوب ايند مېل په خپله پرونۍ ګڼه کې افغانستان ته د کډوالو د ورستنېدو پر بهير ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په حواله ملګري ملتونه اټکل کوي چې روان ميلادي کال له ايران او پاکستان څخه افغانستان ته تر پنځو لکو زيات کډوال ستانه شوي چې دا به پر افغان حکومت او مرستندويو ادارو د فشار سبب شي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو په حواله ليکلي چې له تورخم دروازې سږکال نږدې يولک او ٧٠زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د دغو ستنو شويو کډوالو اکثريت ويلي چېد کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړيکو له خرابېدو سره د پاکستان چارواکو او پوځيانو ځورولي دي.

ملګرو ملتونو په سپټمبر مياشت کې له راستنېدونکو کډوالو او داخلي بېځايه شويو سره د مليونونو ډالرو په اندازه د عاجلې مرستې غوښتنه کړې وه، خو ويل شوي چې د مرستو دغه اندازه نه ده ترلاسه شوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو تنظيموونکي مارک باوډنوويل: د ١٥٠ مليونو ډالرو له غوښتل شوې بودجې څخه مو يوازې ٤٨ مليونه ډالره ترلاسه کړي دي.

د ګلوب ايند مېل ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي، که څه هم په ننګرهار او نورو ولايتونو کې راستنېدونکو کډوالو ته موقتې سرپناوې جوړې شوي، خو هغه کډوال چې د کابل په لوېديځ کې ځاى پر ځاى شوي، ښايي د ژمي پر مهال له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG