د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

'کرونا او جګړې ځپلو وزګارو افغانانو، د پیسو د ترلاسه کولو لپاره تریاکو ته مخه کړې'


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • مېل انلان

"کرونا او جګړې ځپلو وزګارو افغانانو، د پیسو د ترلاسه کولو لپاره تریاکو ته مخه کړې ده."

دا د بریتانیا د مېل انلاین د یوې مقالې سرلیک دی او په پیل کې یې راغلي چې د کرونا ویرس د خپرېدو په نتیجه کې د کاروبار او ښوونځیو له بندېدو وروسته ډېر افغانان وزګاره شوي او د دې لپاره چې پیسې وګټي نو یې د کوکنارو کښت ته مخه کړې ده.

افغانستان له ډېرو کلونو راهیسې په نړۍ کې تر ټولو زیات تریاک تولیدوي. حاضر دمه د نړۍ په سلو کې ۸۰ تریاک په افغانستان کې تولیدېږي او سلګونه زره افغانان د کوکنارو په کښت او د تریاکو په تولید بوخت دي.

د کرونا ویروس خپرېدو د نورې نړۍ په شان د افغانستان پر اقتصاد هم ناوړه اغېز کړی دی. ډېرو خلکو کار له لاسه ورکړی او د ډېرو نورو کاروبار خراب شوی دی.

مېل انلان وايي چې د همدې لپاره ګڼو افغانانو د کوکنارو کښت او د تریاکو کاروبار پیل کړی دی.

ورځپاڼې ته په کندهار کې یوه زده کوونکي نذیر احمد ویلي چې، ښوونځی یې بند دی، وخت یې ډېر درلود نو یې د څو پیسو د ګټلو لپاره د کوکنارو په کرونده کې کار پیل کړی دی.

دې ورځپاڼې په اروزګان کې د ۴۲ کلن فضلي خبرې هم رااخیستي چې وايي د کرونا له کبله یې کار له لاسه ورکړی او د خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ د مړولو لپاره د کوکنارو په کروندو کې کار کوي.

خو دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې یو شمېر افغان کروندګرو په تېره بیا په هلمند کې، چې د افغانستان په کچه تر ټولو زیات کوکنار پکې کرل کېږي، د کوکنارو کروندې په باغونو اړولي دي.

  • ډیفینس پوسټ

د امریکا چاپ ډیفینس پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه تبصره کې هغه دلایل په ګوته کړي چې د ورځپاڼې پر اساس له کبله یې طالبان باید د سولې فرصت ضایع نه کړي.

د دې لیکنې، چې سرلیک یې دی "ولې طالبان باید د سولې او پخلاینې چانس سبوتاژ نه کړي" په پیل کې ویل شوي، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د جګړې د بس کولو او له تروریستي ډلو سره د اړیکو د پرې کولو لپاره ښه فرصت دی.

طالبان بالاخره د پاکستان له ویجاړوونکي نفوذه ځان خلاصوی او د افغانستان له حکومت سره په سوله‌ییز ډول سیاسي لانجې حل کولی شي.

د ورځپاڼې پر اساس، له دې سره ممکن په ټولنه کې په عزت د طالبانو د مدغم کېدو فرصتونه رامنځته شي.

خو طالبان باید پوی شي چې که د غرور او پر ځان تر اندازې د زیات باور له کبله ناسمه محاسبه وکړي، د سولې لپاره د افغانستان د حکومت غوښتنه ناسمه تعبیر کړي او د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنه د هغې د کمزورتیا نښه وګڼي په ګڼو دلایلو به ډېر ورته ګران تمام شي.

د ورځپاڼې په باور طالبان د افغانستان حکومت پرزولی نه‌شي او د اسلامي امارت د بیا واک ته رسېدا امکان نشته او له بلې خوا نړیواله ټولنه افغانستان ته شا نه اړوي.

دا ټول د ورځپاڼې په باور هغه دلایل دي چې طالبان باید د سولې پروسه تخریب نه کړي.

XS
SM
MD
LG