د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

متحده ایالات او طالبان په لومړي ځل د نشه یي توکیو د مخنیوي په اړه خبرې کوي


د افغانستان په جنوب کې د کوکنارو کښت - ارشیف
د افغانستان په جنوب کې د کوکنارو کښت - ارشیف

امریکا متحده ایالات او د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره د نشه يي موادو د تولید او قاچاقو د مخنيوي په اړه یو له بل سره خبرې کوي.

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د نظامي حضور له پای ته رسېدو سره، امریکا په افغانستان کې د نشه يي موادو په برخه کې خپلې مستقیمې مرستې ودرولې، خو د امریکا له نشه يي موادو سره د مبارزې اداره یا (INL) په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د سروې په ګډون، د ملګرو ملتونو له ځينو برخو سره همکاري کوي.

اوس چې په افغانستان کې د نشه يي موادو په برخه کې د مستقيمو مرستو له درېدو څخه دوه کاله تېرېږي، د امریکا متحده ایالتونه د نشه يي موادو د جوړېدو او قاچاقو د څرنګوالي په اړه د طالبانو له حکومت سره له سره خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې امریکايي پلاوی به د قطر په غونډو کې پر دوو ځانګړو موضوعاتو بحث وکړي، خو له دې پرته يې نور جزیات نه دي روښانه کړي.

اسدالله ندیم، د امنیتي چارو کارپوه
اسدالله ندیم، د امنیتي چارو کارپوه

سياسي او امنيتي کارپوه اسدالله ندیم باور لري، چې د نشه يي موادو ستونزې ته په کتو سره، په افغانستان کې د امریکا له فزیکي حضور پرته د طالبانو له حکومت سره د مرستو له لارې دا ستونزه نه شي حل کېدای.

ښاغلی ندیم وایي:" له دې سره چې امریکا تر دې مهاله د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د طالبانو له حکومت سره پرله پسې اړیکې لري او امکان لري چې ځينې مسایل ورسره همغږي هم کړي، خو نشه يي مواد یوه پېچلې مسئله ده، ان دا که په دې اړه پرېکړه هم وشي د یوې مذاکرې له لارې نه شي عملي کېدای. "

د امریکا متحده ایالتونو له ۲۰۰۳ څخه بیا تر ۲۰۲۱ ميلادي کلونو پورې په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې او د معتادینو د درملنې په برخه کې تر اتو ميلياردو ډالرو ډېرې پيسې لګولي دي.

که څه هم د طالبانو له دویمې واکمنۍ سره په دې برخه کې د امریکا مستقيمې مرستې ودرېدې، خو اوس هم د ملګرو ملتونو د نشه يي موادو د سروې برخې ته د امریکا متحده ایالتونه پيسې ورکوي او د ملګرو ملتونو له لارې د معتادینو د درملنې له ځينو مرکزونو سره مالي مرستې کوي.

طالبان په بېلابېلو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت ختمولو خبر ورکوي
طالبان په بېلابېلو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت ختمولو خبر ورکوي

د طالبانو حکومت په وروستیو اوونیو کې، په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کښت په اړه د يوه برېتانوي بنسټ د راپور له مخې ادعا کوي، چې دوی په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي موادو د سروې پخوانی رئيس سید نجيب الله احمدي وايي، که څه هم د کوکنارو کښت کم شوی، خو په افغانستان کې خورا ډېر تاریاک زېرمه شوي او د کېمياوي نشه يي موادو توليد هم تر پخوا څو برابره ډېر شوی دی.

هغه وایي:" له بده مرغه چې د سيمې استخبارات د افغانستان له نشه يي موادو څخه خورا ډېره ګټه ترلاسه کوي، هم د امریکا د (INL) برخه او هم د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې اداره د نشه يي موادو وضعیت له نږدې څخه څاري، يوازې د کوکنارو کښت کم شوی دی، خو د نشه يي موادو نور اړخونه د پخوا په پرتله د ودې په حال کې دي. "

د طالبانو حکومت داسې مهال د کوکنارو د کښت د صفر کېدو ادعا کوي، چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د راپورونو له مخې، په روان کال کې په داسې ولایتونو کې هم کوکنار کرل شوي وو، چې په وروستیو اوو کلونو کې هلته کوکنار نه وو کرل شوي.

راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG