د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

ملګري ملتونه: بزګران د کوکنارو د کښت منع کولو له امله متاثر شوي او مرستو ته اړتیا لري


ارشیف: په هلمند کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په هلمند کې د کوکنارو کروندې

ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې په افغانستان کې له بزګرو سره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې مرستې وکړي.

په داسې حال کې، چې ملګرو ملتونو تر اوسه په افغانستان کې د کوکنارو د وضعیت په اړه د سروې پايلې نه دي اعلان کړي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د ځينو ادارو د راپورونو پر بنسټ ادعا کوي، چې طالبان تر یوه حده د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې بريالي شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د دې سازمان د امنیت شورا هغې غونډې ته چې د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه شوې وه د وينا پر مهال وويل، د افغانستان په ځينو سيمو کې د کوکنارو کښت تر یوه حده کم شوی دی.

روزا اوتونبایوا
روزا اوتونبایوا

روزا اوتونبایوا وايي، چې د طالبانو د مشر له خوا د کوکنارو د کښت منع کولو بزګران له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

اوتونبایوا وویل: "د طالبانو له خوا تېر کال د اپرېل په میاشت کې د کوکنارو د کښت منع کولو اعلان د افغانستان په ډېرو برخو کې په موثر ډول عملي شوی دی. د رسنیو د لومړنیو راپورونو له مخې د کوکنارو کښت د پام وړ کموالی موندلی دی، په ورته وخت کې د تارياکو عاید د کليوالو خلکو د اقتصاد یوه برخه جوړوي، له همدې امله باید مرستندویه هېوادونه له بزګرو سره چې د دې پرېکړې له امله متاثر شوي او مرستو ته اړ دي، د بديلو پروګرامونو پر تمويل فکر وکړي."

د کوکنارو د کښت د کموالي په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې داسې مهال ادعا کوي، چې دې سازمان تر دې مهاله په افغانستان کې د کوکنارو د اندازې په اړه د سروې پايلې نه دي اعلان کړي.

د السیس په نوم يوې برتانوۍ موسسې تازه په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کښت په اړه د اټکلي سروې پايلې خپرې کړې او اعا يې وکړه، چې تېر کال په هلمند ولایت کې تر سل زره هيکټارو ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوي وه، خو په روان کال کې دا کښت تر زرو هيکټارو کمې اندازې ته راټيټ شوی دی.

خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نسکور شوي جمهوریت سرپرست استازی نصيراحمد فايق په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کموالي په اړه راپورونه متناقض بولي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نسکور شوي جمهوریت سرپرست استازی نصيراحمد فايق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نسکور شوي جمهوریت سرپرست استازی نصيراحمد فايق

هغه وویل: "له تراهګرۍ او نشه يي موادو سره د مبارزې ادعاوي متضادي او له حقيقت سره اړخ نه لګوي، د طالبانو مهم مشران د تارياکو په کاروبار، د هيرويينو او ښیښې په ګډون، د نشه يي موادو په جوړولو کې ښکېل دي او دا مواد د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د صادراتو يوه برخه ګرځېدلې ده."

موږ وغوښتل چې د بزګرو لپاره د بديل کښت د اړتیا او دې ادعا په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم وپوښتو چې وايي په افغانستان کې اوس هم د نشه يي موادو کاروبار دوام لري، خو د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنې ته جواب ونه وايه.

د طالبانو حکومت هم د روان کال په لومړیو کې ادعا وکړه چې د اوو سوو ميليونو افغانیو په لګښت د کوکنارو د کښت په اړه سروې کوي، خو اوس چې د کوکنار لومړی فصل پای ته نږدې شوی، د دې سروې پايلې نه دي خپرې شوي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG