د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

طالبانو د نشه‌يي توکو د توليد په تړاو د ملګرو ملتونو وروستی راپور رد کړ


ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له نشه‌یي موادو سره د مبارزې دفتر وروستی راپور ردوي.

د ملګرو ملتونو دفتر په وروستي راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ ۸۰ سلنه تریاک په افغانستان کې تولید شوي وو.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له نشه یې موادو سره د مبارزې دفتر د وروستيٍ راپور په وړاندې غبرګون ښودلی او د دې راپور ځینې برخې یې له حقیقته لرې بللي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سه شنبې په ورځ په یو لړ ټویټونو کې په افغانستان کې د ښیښې د تولید او قاچاق مسئله رد کړه او هغه یې له حقیقته لرې خبره بللې ده.

بلخي په خپلو ټویټونو کې لیکلي، چې د طالبانو حکومت د دې راپور هغه برخه تاییدوي چې ویلي یې دي، د کوکنارو د کښت د بندېدو له امله کېدای شي په روان کال کې د تریاکو د تولید کچه راکمه شي.

هغه ادعا کړې، چې طالبان د کوکنارو د کښت، د نشه یې موادو د تولید او قاچاق په وړاندې مبارزې ته ژمن دي او اوسمهال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت اندازه صفر ته راښکته شوې.

خو وړاندې له دې د طالبانو کورنیو چارو وزیر د ګڼو راپورنو په لړ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کوکنارو د اړولو راپورونه ورکړي دي.

د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې بزګرانو ته د کوکنارو د بدیل کښت برابرولو، د معتادینو د درملنې او د نشه یې موادو د قاچاقو د مخنیوي په برخه کې دې له دوی سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو له نشه یې موادو سره د مبارزې دفتر د دوشنبې په ورځ د خپل کلني راپور په خپرولو سره، د نشه یې موادو استعمال د افغانستان لپاره یو ستر ګواښ وباله.

دې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د نړۍ ۸۰ سلنه تریاک په افغانستان کې تولید شوي وو او په وروستیو کلونو کې دا هېواد د ښیښې په یو ستر تولیدونکي هېواد بدل شوی.

ارشیف: په ارزګان کې د کوکنارو کرونده
ارشیف: په ارزګان کې د کوکنارو کرونده

نقیب الله چې پخوا به یې په ارزګان ولایت کې کوکنار کرل، وایي، چې د کوکنارو له کر پرته نه شي کولای د خپلې کورنۍ مالي لګښتونه پوره کړي.

هغه وايي: "که کوکنارو ونه کرو نو کیمیاوي سره او نور توکي ډېر ګران دي، موږ یې د غنمو په کرلو سره نه شو اخیستی. زه د ځان او د خپلې کورنۍ لګښتونه په غنمو نه شم پوره کولی. داسې کورنۍ شته چې د کوکنارو په کرلو سره خپل لګښتونه ترلاسه کوي، موږ له اسلامي امارته غواړو چې موږ ته کرنیز تخمونه راکړي چې د کوکنارو ځای ناستې شي."

په همدې حال کې له نشه یي موادو سره د مبارزې د برخې متخصص سید نجیب الله احمدي ازادي راډیو ته وویل، د کندهار، هلمند او ارزګان په ګډون په ځینو ولایتونو کې د کوکنارو کښت کم شوی، خو لا هم په ځینو نورو ولایتونو کې کرل کېږي.

خو هغه ټینګار کوي چې، د کوکنارو په بندېدو سره د نشه یي موادو بیې لوړېږي او دا به د سیمې هېوادونو ته نوې ستونزې پیدا کړي.

نوموړی وايي: "د کوکنارو کښت د دې لامل شوی، چې قاچاق کونکي د نشه یي موادو بیې لوړې کړي او خپلې څو کلنې زېرمې راوسپړي او له دې لارې ډېرې پیسې وګټي."

د طالبانو حکومت څو ځلې ادعا کړې، چې په افغانستان کې یې د کوکنارو کښت صفر کړی، خو د راپورونو پر بنسټ سږ کال هم په ګڼو ولایتونو کې بزګرانو کوکنار کرلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG