د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

طالبان د کوکنارو د کر په مخنیوي کې د بریا ادعا کوي؛ په ځینو ولایتونو کې د تریاکو د پېر او پلور بازار تود دی


طالبانو په کندهار کې د یوې ودانۍ دننه د کوکنارو کروندې له منځه وړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

طالبانو د روان میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په کندهار کې د یوې ودانۍ دننه د کوکنارو کروندې له منځه وړي.

د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې له نشه یي توکو سره مبارزه بریالۍ بولي او ادعا کوي چې ځواکونه یې توانېدلي په تېر یوه کال کې پر څه باندې لس زره هکټاره ځمکه کوکنار واړوي.

په افغانستان کې د کوکنارو د نه کرلو په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د حکم له ورکړې څه باندې شپاړلس میاشتې اوښتي، خو لا هم په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې د تریاکو د پېر او پلور بازارونه په ازاده توګه فعالیت کوي.

د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د سیاه پشتې په نوم د تریاکو د پېر او پلور بازار ته بزګر هره ورځ خپل تریاک راوړي او دلته بیا لوی قاچاقبران د دوی څلور کیلو او څلور سوه ګرامه تریاک، چې یو کندهاری من کېږي، په څلور لکه او شل زره پاکستاني کلدارې پېري.

له نشه یي موادو سره د مبارزې متخصصان وایي، د کوکنارو د نه کرلو له پرېکړې سره هممهاله، قاچاق کوونکو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د تریاکو زېرمې جوړې کړي او د تریاکو د بیو په لوړېدو سره هغه په نړیوالو بازارونو کې په لوړه بیه پلوري.

په تېر جمهوری نظام کې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي موادو د سروې پخوانی رییس سید نجیب الله احمدي وایي، نړیوالو بازارونو ته د تریاکو د وړلو ترڅنګ د کوکنارو د کښت له کمېدو سره اوس په افغانستان کې د کیمیاي نشه یي موادو تولید ډېر شوی.

هغه وویل: "د قاچاق کوونکو ستراتېژیکي زېرمې د هغوی د ملاتړ په همکارۍ مخ په ډېرېدو دي او نشه یي مواد څو برابره لوړ پلوري. که په راتلونکو پنځو کلونو کې په افغانستان کې کوکنار ونه کرل شي هم نو د نشه یي موادو ستر قاچاق کوونکي کولی شي د نړۍ د نشه یي موادو تقاضا پوره کړي. د نشه یي موادو په ځانګړې توګه ښیښې تولید په بېلابېلو ولایتونو کې روان دی او د ګاونډیو هېوادونو له لارې نړۍ ته قاچاق کېږي."

په کندهار کې د طالبانو وسله وال کسان د کوکنارو د کروندو د اړولو پر مهال. April 11, 2023
په کندهار کې د طالبانو وسله وال کسان د کوکنارو د کروندو د اړولو پر مهال. April 11, 2023

خو د طالبانو حکومت بیا د کوکنارو د کر په مخنیوي کې د بریا ادعا کوي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په تېر یوه کال کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه وویل: "له نشه یي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېر یوه کال کې یولس زره او ۲۵۳ هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړې، له نشه یي موادو سره د مبارزې قانون تعدیل شو، د معتادینو راټولولو او د هغوی د ساتنې کړنلاره او له نشه یي موادو سره د مبارزې کړنلاری جوړې شوې."

که څه هم چې د طالبانو حکومت له نشه یي موادو سره د مبارزې قانون او په دې برخه کې د یوې کړنلارې د تعدیل خبره کوي، خو بزګر بیا شکایت کوي چې د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت له منع کولو وروسته د قانون خلاف له دوی سره د بدیل معیشیت په برخه کې مرسته نه ده کړې.

د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې یو بزګر چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، په دې برخه کې د طالبانو له کړنو ناراضه دی.

هغه وايي: "کوکنار مو کرل او د هغی په پیسو سره به مو خپل لګښتونه ورکول، اوس چې تاسو کوکنار اړوئ، نو په بدل کې خو یې غنم راکړئ، سره راکړئ او یا خو پیسې راکړئ چې موږ خپل ژوند پرې مخته یوسو."

د ارزګان ولایت یو بزګر، جمعه ګل وایي چې د بدیلو مرسته له ورکړې پرته د کوکنارو اړولو د ده کورنۍ له لوږې سره مخ کړې.

هغه وايي: "کوم غنم چې موږ پېرو ولا که یې ډوډۍ د خوراک وي، په داسې حال کې چې یوه بوجۍ اوړه په پنځه زره او پنځه سوه یا درې سوه پېرو. زموږ غوښتنه دا ده چې مرسته دې راسره وکړي، طالبانو له موږ سره هېڅ راز مرسته او ځواني نه ده کړې، موږ ته یې کرنیز تخم او هېڅ هم نه دي راکړي."

په دی وروستیو کې د ملګرو ملتونو له نشه یي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې یوه پلاوی په هلمند کې له بزګرو سره لیدلي او ویلي یې دي چې له کروندګرو سره د کوکنارو د کښت په برخه کې د بدیلو مرستو نه ورکولو هغوی له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

د افغانستان په جنوب کې د کوکنارو کروندې. 03 April 2022
د افغانستان په جنوب کې د کوکنارو کروندې. 03 April 2022

په جمهوری نظام کې له نشه یي موادو سره د مبارزې وزارت د پالیسۍ مرستیال ډاکتر ظفر وایي، په افغانستان کې شته لوږې ته په کتو کروندګر له ډېرو ستونزو سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري.

هغه وايي: "په ټوله کې د افغانستان خلک له لوږې سره مخ دي، که څه هم چې بزګر پخوا هم بې‌وزله وو، خو اوس ډېرو مرستو ته اړتیا لري. که چېرې نړیواله ټولنه د حکومت له لارې مرسته نه‌شي کولی، کولی شي د موسساتو په همکاري دا مرسته وکړي. باید د زراعت د متخصصینو په مرسته داسې زراعتي تخمونه دود شي چې ښه وده وکړي، خو اوسمهال مرستو ته اړتیا ډېره ده."

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي او سیاسي حضور له پای ته رسېدو دوه کاله وروسته د امریکا استازو د تېرې میاشتې په وروستیو کې په لومړی ځل په قطر کې له طالب چارواکو سره له نشه یي موادو سره د مبارزې په اړه خبری وکړې.

د دې لیدو کاتو د جزییاتو په اړه په یوه تازه اعلامیه کې راغلي، که څه هم واشنګټن په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمېدو په اړه د لومړنیو راپورونو هرکلی کوي، خو له افغانستانه د تریاکو د قاچاق او په دغه هېواد کې د کیمیاي نشه یي موادو تولید مسئله د اندېښنې وړ ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG