د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

سوداګرۍ خونه: پر کوکنارو بندیز د مالوچو حاصل ۲۰ سلنه زیات کړی


په کندهار کې د مالوچو یو کښت - ارشیف
په کندهار کې د مالوچو یو کښت - ارشیف
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي په دې هیواد کې د کوکنارو د کښت د ختمیدو وروسته، د مالوچو په کښت او حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، چې د مالوچو د کښت او حاصلاتو سربیره، یې په صادراتو کې هم د تیر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی خو تر اوسه یواځې پاکستان هیواد ته صادریږي.
ښاغلي الکوزي زیاته کړه: " مالوچ د تېرو کلونو په پرتله واقعا ډیر شوي دي، ځکه د کوکنارو بدیل دی دا. موږ تیر کال ۲۰ زره ټنه مالوچ تولیدات درلود، سږکال ښايي ۲۵ زره او یا ۳۰ زره ټنه ته ورسیږي. حاصلات یې ښه دي بزګر هم هڅول کیږي. په شمال، جنوب ، هلمند او د نیمروز او هرات په شمول په دې ولایتونو کې د مالوچو کښت زیات شوی دی."
دی وايي د مالوچو په عوایدو کې هم ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی
خو په افغانستان کې یو شمیر کروندګر وايي د مالوچو په کښت کې له ستونزو سره مخ دي.
په هلمند ولایت کې د کارګرو اتحادیې مشر، محمدین قمري ازادي راډيو ته د کروندګرو د ستونزو په اړه داسې وویل: " موږ د مالوچو په کښت کې له ستونزو سره مخ یو. په افغانستان کې هغه شرکتونه چې د پنبه دانې غوړي حاصلوي نشته. او له بلې خوا د وچکالۍ له امله اوبه نشته او خلک له ستونزو سره مخ دي. ډیری ولسوالیو کې خلک نشي کولاي څه وکري. بله ستونزه د اقلیم بدلون ده، چې له بده مرغه خلکو ښه حاصلات ترلاسه کړي نه دي."
د افغانستان یو شمېر سوداګر د مالوچو په کښت او حاصلاتو کې زیاتوالی تاییدو‎ي، خو دوی وايي چې لا هم د مالوچو په سوداګرۍ کې له ستونزو سره مخ دي.
یو شمېر افغان ماشومان او د پنبې حاصلات یې - ارشیف
یو شمېر افغان ماشومان او د پنبې حاصلات یې - ارشیف
په کندهار ولایت کې د مالوچو سوداګر، محب الله ازادي راډیو ته وویل چې د مالوچو کښت او حاصلات په داسې حال کې زیات شوي دي چې کیفیت یې لا هم د ګاونډيو هیوادونو د مالوچو په پرتله ټيټ دی.
نوموړی وایي: "مخکې د پنبې کښت یواځې په هلمند ولایت کې کیده، اوس کندهار، ارزګان، فراه او نیمروز کې هم کیږي. د خواشینۍ خبره دا ده چې موږ نړیوال بازار ته لاسرسی نلرو او زموږ بزګر اصلاح شوي تخم او د ناروغیو پر وړاندې دواوو ته لاسرسی نلري، نو ځکه د افغانستان د مالوچو کیفیت د ګاونډيو هیوادونو لکه ازبکستان، تاجکستان او ایران په پرتله ټيټ دی."
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په داسې حال کې د کوکنارو د بدیل په توګه د مالوچو د کښت او حاصلاتو زیاتوالي ته اشاره کوي چې د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت د راپورونو له مخې، په روان کال کې په داسې ولایتونو کې هم کوکنار کرل شوي وو، چې په وروستیو اوو کلونو کې هلته کوکنار نه وو کرل شوي.
XS
SM
MD
LG