د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

د ملګرو ملتونو سازمان: د بشري مرستو اړتیاوو، د کوکنارو د بدیل معیشیت پروګرام اغېزمن کړی


په ارزګان کې د بشري مرستو یوه څنډه - ارشیف
په ارزګان کې د بشري مرستو یوه څنډه - ارشیف

د ۲۰۲۲ ميلادي کال له لومړیو څخه بیا د دې کال د جون د مياشتې تر پايه پورې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د کوکنارو د بديل کښت د پرمختيايي پروژو لپاره يوازې پنځه اعشاریه (۸۶) ميليونه امريکايي ډالر ترلاسه کړي دي.

په کابل کې د (UNODC) دفتر وايي، دوی په دې پيسو يوازې له څوارلس زره بزګرو سره مرستې کړې چې (۳۳) سلنه يې ښځې دي.

ملګري ملتونه وايي چې پر افغانستان د طالبانو له دوهمې واکمنۍ سره غذايي موادو ته اړتيا ډېره شوې ده، له همدې امله د بديل کښت په برخه کې پرمختيايي پروژې څو برابره کمې شوي دي.

که څه هم په کابل کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې استازې مېرمن (انوبها سود) د کوکنارو د کښت منع کول ستايي او دا یو موثر ګام بولي، خو زياتوي چې له

بزګرو سره د مرستو نه کولو له امله هغوی ته زیان رسېدلی او بېوزله شوي دي.

هغې د ملګرو ملتونو د رسنیو څانګې ته وويل:

" بزګران د خپلو خوړو او درملو رانيولو او دغه ډول د کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره بديل کښت ته اړتیا لري او باید هغه پورونه هم ادا کړي چې د کوکنارو د کښت لپاره يې کړي دي. "

طالبانو له څو میاشتو راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې د کوکنارو د اړولو کمپاین پيل کړی
طالبانو له څو میاشتو راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې د کوکنارو د اړولو کمپاین پيل کړی

د طالبانو حکومت د افغانستان په جنوب کې د کوکنارو د کښت منع کولو او ویجاړولو سره سم د بزګرو نومونه ياداښت کړي او دا لیست يې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو ته سپارلی دی، خو ملګري ملتونه دومره پيسې نه لري چې د دې بزګرو لپاره کفايت وکړي.

ملګري ملتونه دا مهال د افغانستان په جنوب کې له محدودو بزګرو سره د بديل کښت په برخه کې مالي او تخنيکي مرستې کوي، خو بزګران وايي چې دوی ته د بديل کښت په برخه کې تر ډېره حده د سبزیجاتو تخمونه ورکول شوي چې د کال په يوه یا دوو فصلونو کې کرل کېږي او په بازار کې خورا په لږو پيسو خرڅېږي.

د ارزګان یوه کروندګر د کوکنارو پر ځای بې ضرره توکي کرلي
د ارزګان یوه کروندګر د کوکنارو پر ځای بې ضرره توکي کرلي

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ یو بزګر شاه آغا پخوا په خپله ځمکه کې کوکنار کرل، خو اوس چې د کوکنارو له کښت څخه منع شوی له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

نوموړی وایي:

" مخکې به مو په نیمه ځمکه کې تاریاک او نیمه کې غنم وکرل، غنمو به د يوې مياشت لګښت پوره کاوه او تاریاک بیا یو څه ګران وه، په تاریاکو یو څه پيسې جوړېدلې. یو من تاریاک لږ تر لږه زموږ د کورنۍ ډوډۍ کېدله، اوس د تاریاکو کښت نشته، زما ځمکه یو جريب ده او غنم مې پکې کرلي چې زما د کورنۍ د یوې میاشتې لګښت هم نه پوره کوي، اوس دې ته ناست یو چې زموږ سره مرستې وشي، ځکه کورنۍ ډوډۍ راڅخه غواړي، که بل څه نه شي کولای زموږ لپاره دې د خوارۍ او مزدورۍ زمینه برابره کړي، ټول ځوانان او مشران مو بې روزګاره دي. "

له ۲۰۰۳ څخه بیا تر ۲۰۲۰ ميلادي کاله پورې د ملګرو ملتونو د بديل کښت ډېرو پرمختيايي پروژو پيسې د امریکا متحده ایالتونو ورکولې.

که څه هم په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو سره په دې برخه کې د امریکا متحده ایالتونو مرستې بندې شوې، خو اوس هم واشنګټن د ملګرو ملتونو له لارې د معتادینو د درملنې له پروګرام سره مرسته کوي.

  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG