د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

افغانستان اول ځل نړيوالې ټولنې ته د نشه يي موادو د مبارزې ستراتيژي وړاندې کړه


افغانستان د لومړي ځل لپاره نړيوالې ټولنې ته له نشه يي موادو سره د مبارزې سيمه ييزه ستراتيژي وړاندې کړه.

د افغانستان دولت له نشه يي موادو سره د مبارزې د نوې سیمه ییزي ستراتيژۍ مسوده د نړۍ له ۱۳ هېوادونو سره شریکه کړه چې په دې غونډه کې د سیمې، ګاونډيو هیوادونو، امریکا، اروپايي اتحادیې او ملګرو ملتونو سازمان استازو هم برخه درلوده.

له نشه يي موادو سره د مبارزې د پالېسۍ معین جاوید احمد قایم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د سیمې ییزې ستراتيژۍ په نوې مسوده کې د نشه يي موادو قاچاق، بدیل معیشیت پروګرامونه، معتادینو درملنه او نشه يي موادو د څېړنې په اړه مطالب شامل دي.

ښاغلی قایم زیاتوي چې د ستراتیژۍ د وړاندې کولو په غونډه کې د هېوادونو ترمنځ د باور جوړولو او له نشه يي موادو سره پر عملي مبارزې ټینګار وشو.

نوموړي وویل:

"د نوي ستراتیژۍ اهمیت په دې کې دی چې موږ غواړو دا ستراتیژي د کاغذ پر مخ پاتې نه شي، بلکې عملي بڼه غوره کړي او موږ بايد د دې ترڅنګ ښکېل اړخونه په نښه او داسې یو چوکاټ جوړ کړو چې هر لوری خپل مسؤلیت ومني، ترڅو هغه هېوادونه چې ژمنې کوي، باید په منظم ډول راپور ورکړي چې ایا مسؤلیت یې اداء کړی او کنه؟ د ملګرو ملتونو د ویانا په غونډه کې چې د اروپايي اتحادیې، انټرپول پولیسو او امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت استازو هم برخه پکې درلوده، له دوی څخه په مالي او عملي برخو کې مرستې وغوښتل شوې، ځکه هغه کيمياوي مواد چې د هېروئینو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي، له اروپا څخه راځي."

د ښاغلي قایم په وینا، د ویانا په غونډه کې ګاونډیو هېوادونو ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د بدیل معیشیت په برخه کې خپلې تجربې شریکوي او د افغانستان د زراعتي محصولاتو خرڅلاو ته به زمینه برابروي.

تر دې وړاندې له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت ویلي وو چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې هېوادونو همکاري کمزورې ده، له همدې امله ضروري ده چې د داخلي هڅو ترڅنګ، سیمه ییزه ستراتيژي هم جوړه شي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې د پالېسۍ او ستراتېژۍ پخوانی معین محمد ظفر وايي چې د نشه يي موادو په برخه کې هېڅ ډول سیمه ییزه اجماع نشته.

ښاغلی ظفر زیاتوي، ترڅو چې له افغانستان سره د سيمې هېوادونه همکاري ونه کړي او په افغانستان کې امنیت تامین نه شي، له نشه يي موادو سره مبارزه به همداسې له خنډونو سره مخ وي.

دی وایي:

"مخکې هم موږ د سيمې له هېوادونو سره اړېکې درلودې، خو سیمه ییزه ستراتېژي نه وه، که دا ستراتېژي عملي شي، ډېره به ګټوره وي، خو زه یې پر عملي کېدو باور نه لرم، ترڅو چې په افغانستان کې امنیت را نه شي، له نشه يي موادو سره د مبارزې سیمه ییزه اجماع نه شي را تلای، ځکه ناامني له نشه يي موادو سره نېږدې اړېکې لري، په تېره بيا په دې ورځو کې چې د سولې په اړه تودې خبرې روانې دي، که رښتیا هم په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو پرېکړه وشي، ستراتیژي سل په سلو کې عملي کېږي او ښه نتیجه ورکوي."

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت غواړي چې له نشه يي موادو سره د موثرې او ګټورې مبارزې په برخه کې د سيمې هېوادونه شامل او افغان حکومت له مالي او سیاسي پلوه پياوړی شي.

ښاغلی ظفر وړاندیز کوي چې باید د سیمې هېوادونو ته له نشه يي موادو څخه را پورته شوي ګواښونه تعریف او له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره د سیمې په کچه اجماع را منځته شي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:59 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG