د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت له کورنيو چارو وزارت سره تړل کېږي


د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان په اساس له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت له کورنيو چارو وزارت سره تړل کېږي.

د ولسمشر غني د تازه فرمان له مخې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت له کورنیو چارو وزارت سره يو ځای کېږي.

د ولسمشر غني په فرمان کې راغلي چې د دې پرېکړې هدف له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې په سمه توګه د طرحو، پالیسیو او ستراتېژیو عملي کول، د قانون عملي کول، د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمول، معتادینو ته د درملنې زمینه برابرول او بزګرانو ته د بدیلو کښتونو برابرول دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې او کورنیو چارو وزارتونو د چارواکو مشترک ټيم د کورنيو چارو له وزارت سره له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت تړل کېدو بهير پيل کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش

دی وايي:

"دواړو خواوو یو ګډ ټیم ټاکلی چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت د انتقال پر پروسه کار وکړي او د دې وزارت هره برخه جلا جلا وڅېړي. د کورنیو چارو د وزارت په کچه له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت او د پالیسۍ معینیت په ګډه کار کوي چې د دې وزارت انتقال ته زمینه برابره شي."

د ولسمشر په فرمان کې څلورو وزارتونو او مرکزي احصائیې ادارې ته وظیفه سپارل شوې چې په درېیو میاشتو کې دې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت ټول مسئولیتونه لکه د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمول، د معتادینو درملنه، بدیل معیشیت او په‌دې برخو کې د ستراتېژۍ او پالیسۍ طرحې وڅېړي.

له نشه‌یي موادو سره د مبارزې وزارت په ۲۰۰۴ میلادي کال کې جوړ شو چې له هغه وخته راهيسې بيا تر اوسه پورې یې اړوندو وزارتونو ته د یوه پالیسي جوړوونکي وزارت په توګه کړی دی.

د ولسي جرګې له نشه يي موادو سره د مبارزې کمېسیون غړی چمن شاه اعتمادي وايي، که څه هم دې وزارت لکه څنګه چې يې مسوليت درلود هغومره کار نه‌دی کړی، خو دا مهال په کورنیو چارو وزارت کې هم له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې مسلکي ظرفیت نشته.

"د کورنیو چارو له وزارت سره د نشه‌يي موادو پر ضد د مبارزې وزارت یوځای کول ګټه نه‌کوي، ځکه هغه پلانونه او سټراټېژۍ چې له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت درلودې د کورنیو چارو وزارت په هماغه اندازه خپل ظرفيت نه شي لوړولای. سره له دې چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په وزارت کې ستونزې موجودې وې، موږ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په نوم يو عالي کمېسیون لرو، دا کمېسيون ۲۵ غړي لري چې بايد ولسمشر او یا يې یو معاون مشرتوب وکړي، خو له بده‌مرغه هغوی تر اوسه پورې یوه غونډه هم و نه‌کړه."

دا مهال د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په نوم یو معینیت عملاً فعالیت کوي، دغه راز د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې هم د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو په نوم اداره شته، د دې تر څنګ له نشه يي موادو سره د مبارزې په وزارت کې هم دېته ورته يو ریاست فعالیت کوي.

ښاغلی اعتمادي وړاندیز کوي چې په مختلفو وزارتونو کې دې د ګڼو ریاستونو پر ځای دي د یوه وزارت په چوکاټ کې د ځانګړو مسئوليتونو لپاره ځانګړي رياستونه جوړ شي.

راپور: مرسلین ارسلا

دا راپور په غږ کې هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG