د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

د طالبانو مشر: په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله له نشت سره برابره شوې


ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام کې ویلي، چې له مخدره موادو سره د مبارزې په نتیجه کې په دې هېواد کې د کوکنارو کرکېله له نشت سره برابره شوې ده.

د ارزګان ولایت د خاص ارزګان اوسېدونکی نقیب الله وایي، سږ کال یې د کوکنارو پر ځای په خپله ځمکه غنم کرلي، خو ترلاسه کېدونکی عاید یې دومره نه‌دی چې ان پر کښت یې لګول شوي لګښتونه هم پوره کړي.

په ارزګان کې د غنمو کروندې
په ارزګان کې د غنمو کروندې

نوموړی وايي: "چې تریاک نه وي، کودونه او شیان ګران دي. غنم خو خپله موږ ته هېڅ شی لا نه جوړوي. د ځمکې د ټکټرو او د کودو پیسې موږ ته غنم نه‌شي برابولی. په کور کې مثال چې ډېری داسې کورنۍ شته چې درې، څلور منه تاریاک به یې اړول، هغو به یو شی پرې جوړول. ولور به ورباندې و، نو غنم خو هغه نه‌شي کېدای، یوازې خوراکه به، یوه بوره به، یو پلمېټ به یا بل شی وکړي، خو غنم نور شی نه‌شي برابرولی."

دا یوازې نقیب الله نه‌دی چې د کوکنارو د بدیل له کښتونو د کم عاید څخه سرټکوي بلکې اکثره هغه بزګر چې د کوکنارو کښت ته یې شا کړې له ورته ستونزې سره مخامخ دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبوایوا هم د غبرګولي په ۳۱مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې ورته ستونزه راپورته کړه او ویې ویل، چې پر اپینو ولاړ اقتصاد د افغانستان د کلیوالي اقتصاد یوه برخه ګرځېدلې او بسپنه ورکونکي باید د بدیل معیشت د هغو پروګرامونو ملاتړ وکړي چې د کوکنارو پرکر د ممنوعیت له امله یې ګټه زیانمن شویو کروندګرو ته رسېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبوایوا په امنیت شورا کې د وینا پر مهال. Wednesday 21 June 2023
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبوایوا په امنیت شورا کې د وینا پر مهال. Wednesday 21 June 2023

مېرمن اوتونبایووا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې دغه راز وویل، چې زیات شواهد د دې خبرې ښکارندوي کوي چې د طالبانو له لوري په اغېزمن ډول د کوکنارو پر کښت د لګول شوي بندیز په نتیجه کې د دې هېواد په ډېرو سیمو کې د کوکنارو په کرکېله کې د پام وړ کموالی راغلی.

په عین حال کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام کې چې پرون یکشنبې یې خپور کړی، هم ویلي چې د اسلامي امارت د رغنده او ګټورو اقداماتو په نتیجه کې په دې هېواد کې د کوکنارو کرکېله له نشت سره برابره شوې او زیاتوي چې هېوادوالو د نړیوالو له مرستې او همکارۍ پرته د معیشیت نورو بدیلو کښتونو ته مخه کړې ده.

خو له ازادي راډیو سره په خبرو کې یو شمېر بزګرو په ځلونو د حکومت او نړیوالو له‌خوا ورسره د مرستو د نه کېدو له امله شکایتونه کړي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي هم د غبرګولي په نوولسمه پر نړیوالو انتقاد وکړ، چې له هغو کروندګرو سره چې پر ځمکو یې د کوکنارو له کرلو ډډه کړې هېڅ مرسته نه‌ده کړې.

هغه ویلي، چې حکومت یې د اقتصادي ستونزو له کبله په هغو سیمو کې چې د کوکنارو مخه نیول شوې، لویې پروژې نه‌شي عملی کولای او له نړیوالې ټولنې غواړي چې له کروندګرو سره د مرستې لپاره د متبادلو کارونو په برخه کې مرسته وکړي.

له دې مخکې له افغانستان سره د بشري مرستو ترڅنګ یو شمېر لورو هم ورته غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د دې هېواد له تر ټولو زیانګالو وګړو سره د بشري مرستو ترڅنګ دې په دې هېواد کې پرمختیایي پروژو ته پاملرنه زیاته شي ترڅو خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.

د طالبانو مشر په دې اختریز پیغام کې همدارنګه ویلي، چې د هر ډول نشه یي توکو پر تولید او استعمال لګول شوي بندیز ډېری هېوادوال په تېره ځوانان د مخدرو توکو له ضرر څخه ژغورلي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده

هغه ویلي، چې د اسلامي امارت ګڼو ادارو د هغو هېوادوالو درملنه کړې چې په تېرو دوو لسیزو کې په مخدره موادو او نورو نشه يي توکو روږدي شوي وو.

د طالبانو چارواکو د خپلې واکمنۍ په تېرو څه باندې۲۲ میاشتو کې د کابل په ګډون له ډېرو لویو ښارونو په زرګونو په مخدره موادو روږدي کسان راټول کړي او د درملنې په هدف یې په یو شمېر مرکزونو کې چې په ځینو سیمو کې له زندانونو یا توقیف ځایونو هم کار اخیستی، ځای پر ځای کړی دي.

د طالبانو مشر داسې مهال د مخدره موادو په وړاندې د خپل حکومت مبارزه بریالۍ بولي، چې نن د جون ۲۶مه په نړۍ کې له نشه یي توکو د ناوړه استفادې او غیرقانوني قاچاق په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.

دا ورځ په ټوله نړۍ کې د دې لپاره نمانځل کېږي، چې خلک وهڅوي چې د مخدره موادو روږدیتوب پرېږدي او سالم ژوند ته مخه کړي.

دا ورځ له ۱۹۹۸ کال راهیسې چې د ملګرو ملتونو د یوه پرېکړه لیک له مخې نومول شوې، هر کال په نړۍ کې نمانځل کېږي.

افغانستان چې په تېرو دوو لسیزو کې په نړۍ کې د مخدره موادو یو له سترو تولیدونکو هېوادونو بلل کېده، په سلګونو زره وګړي یې پر مخدره موادو روږدي شوي دي.

که څه هم په دې هېواد کې د روږدو کسانو کره شمېره نه‌ده معلومه، خو په ۲۰۱۹ کال کې اټکل شوی چې ۲،۹ ملیونه افغانان په مخدره موادو روږدي شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG