د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

سروې: ۹۳ سلنه کوکنار د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږي


له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې د افغانستان په سلو کې ۹۳کوکنار په هغو سيمو کې کرل کېږي چې د طالبانو په واک کې دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د څېړنې لومړني نتایج ښيي چې په روان شمسي کال کې تر دوه سوه زره هکټاره ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د سروې رئیس نجیب الله احمدي ازادي راډیو ته وویل ناامني، بېوزلي، کاري فرصتونو نشتوالی، د بدیل معیشیت پروګرامونو ناکامي او په زراعتي سيمو کې د دولت د وسله والو مخالفینو حضور د کوکنارو د کښت عمده عوامل دي، ښاغلی احمدي وايي، په سلو کې ۹۳ کوکنار د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

زموږ د لومړنۍ سروې له مخې په روان کال کې تر دوه سوه زره هکټاره ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي، موږ ډاډه یو چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله به د کوکنارو د کښت په کموالي کې ښه فیصدي لرو، په روان کال کې یوازې په هلمند ولایت کې په یو لک هکټاره ځمکو او کندهار ولایت کې تر شلو هکټارو ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي، په روان کال کې موږ داسې بزګر و نه لید چې په خپله خوښه دې د کوکنارو کښت واړوي، دا وضعيت ډېر دلایل لري لکه بېوزلي، لوږه، د داسې بانکونو نشتوالی چې بزګرو ته پورونه ورکړي او تر ټولو عمده دلیل یې دا دی چې په سلو کې ۹۳ کوکنارو په هغو سیمو کې کرل کېږي چې د د دولت د وسله والو مخالفينو په واک کې دي."

د ښاغلي احمدي په خبره په روان کال کې د افغانستان امنیتي ادارو له نشه يي موادو سره مبارزې ته لومړیتوب نه دی ورکړی او سږکال يې يوازې جګړې ته پام اړولی دی.​

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت او ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ګډ معلومات ښيي چې تېر کال په افغانستان کې په ۳۲۸ زرو هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي و.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، دوی په پام کې لرل چې سږ کال لږ تر لږه یو فيصد د کوکنارو کښت واړوي،خو دا چې اوس یې یوازې ۴۸۸۵ د کوکنارو کښتونه اړولي، داسې څرګندېږي چې ټاکل شوي هدف ته نه دي رسېدلي.

سیاسي کارپوه محمد اشرف ناصري باور لري چې د افغانستان دولت له نشه يي موادو سره د مبارزې ستراتيژۍ په عملي کولو کې ناکام شوی دی، ځکه دولت و نه شوای کولای چې بزګرانو ته بدیل کښت پیدا کړي او د دې تر څنګ د نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې مسئله کې د نشه يي موادو نړیواله مافیا لاس لري، يو شمېر قاچاق کوونکي له پاکستان څخه راځي، بزګرو ته پیسې ورکوي او هغوی د کوکنارو کښت ته هڅوي چې دا خپله یو عامل دی، بل دا چې موږ بزګرو ته بدیل کښت برابر نه کړای شوای، حال دا چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په ستراتېژۍ کې د بزګرو لپاره بدیل کښت ته لومړیتوب ورکړل شوی دی، په حقیقت کې دولت له نشه يي موادو سره د مبارزې ستراتېژۍ په عملي کولو کې ناکام دی."

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې روان شمسي کال د کوکنارو د کښت اړولو په برخه کې له دولت سره د بزګرانو همکاري صفر شوې ده.

ښاغلی ناصري وړانديز کوي چې د کوکنارو د کښت د انګېزې له منځه وړلو لپاره بايد دوی ته بدیل کښت ورکړل شي او دغه ډول هڅه وشي چې افغان ځواکونه د نظامي عملیاتو له لارې د نشه يي موادو د قاچاقو لارې بندي کړي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG