د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

ټرمپ: نشه یې مواد روغتیا او د نړۍ د دولتونو ملي امنیت ګواښي


د امريکا ولسمشر له نړيوالي ټولنې غوښتي چې د انسان او ملتونو د ساتنې او ژغورنې لپاره د نشه يي موادو پر ضد مبارزه وکړي.

تېره سې شنبه د امریکا د متحده ایالتونو په نوښت په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۲یمې غونډې په ترڅ کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په نوم غونډه جوړه شوه.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې غونډې په پرانیسته کې وویل، نشه يي مواد د نړۍ روغتیا او امنیت ته ستر ګواښ دی.

د ده په خبره، د ملګرو ملتونو سازمان له نشه يي موادو سره د مبارزې څانګې سروې ښيي چې د (۲۰۰۰) میلادي کال په پرتله په نړۍ کې د معتادینو د مړینې کچه په سلو کې (۶۰) ډېره شوې ده.

ولسمشر ټرمپ نشه يي مواد له ترورېزم سره تړي او د نړيوالو مافیايي او جنګي ډلو مالي سرچینه يې بولي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

​دی وایي:

"نشه يي مواد له جرمونو، غیر مشروع عوایدو، مالي فساد او ترورېزم سره اړېکې لري، له نشه يي موادو سره مبارزه د روغتیا او ملي امنیت لپاره اساسي ضرورت دی، باید د اعتیاد او نشه يي موادو د هر ډول قاچاقو پر خلاف مبارزه وکړو، ټول هېوادونه باید ګډ کار وکړي، تر څو د نشه يي موادو د جوړولو او اعتیاد مخه ونیسو."

ولسمشر ټرمپ وايي، څرنګه چې نشه يي مواد د نړۍ امنیت او روغتیا ته ستر ګواښ دی، نو له همدې امله د امریکا متحده ایالتو تېره میاشت پرېکړه وکړه چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په اړه نړیواله غونډه جوړه او دې غونډې ته (۳۱) هېوادونه د نشه يي موادو پر وړاندې ګډې مبارزې ته را وبولو.

د امریکا ولسمشر د نړۍ له هېوادونو څخه غواړي چې د نشه يي موادو د غوښتنې کچه را ټیټه، د نشه يي موادو د قاچاقو لارې بندې، د معتادینو درملنې ته زمینه برابره او له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې نړیوالې مرستې ډېرې شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم د دې غونډې له ګډونوالو څخه و.

ښاغلی رباني وايي چې د افغانستان حکومت د امريکا له ټولو غوښتنو سره همغږی دی او ډېر پخوا یې لا د دغه ډول وړانديزونو د عملي کولو هڅې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ازادي راډیو ته وویل، افغانستان له نشه يي موادو سره مبارزې ته ژمن دی.

صلاح الدین رباني
صلاح الدین رباني

​دی زیاتوي:

"دا مسئله ښيي چې نړۍ او د سیمې هېوادونه له نشه يي موادو سره د مبارزې ارزښت درک کړی دی، موږ تل ژمنه کړې او اوس هم ژمنه کوو چې د نشه یي موادو او ترورېزم پر خلاف به جدي مبارزه کوو، ځکه چې نشه يي مواد په افغانستان او سیمه کې د ترورېزم مالي سرچینه ده."

د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش خبرداری ورکوي چې په نړۍ کې د نشه يي موادو تولید تر پخوا ډېر شوی دی.

ښاغلی ګوترش وايي، په وروستیو کلونو کې (۳۱) ميليونه معتادينو غوښتي چې د دوی درملنه دې وشي، خو په نړيواله کچه په هرو شپږو معتادينو کې يوازې د يوه معتاد د درملنې امکانات شته.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG