د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د ننګرهار والي: په ننګرهار کې نېږدې شل ټنه نشه يي مواد وسوځول شول


په ننګرهار ولایت کې نېږدې شل ټنه نشه يي مواد وسوځول شول.

افغان ځواکونو د روان شمسي کال له پيله تر اوسه پورې، د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۹ ټنه بېلابېل نشه يي مواد نیولي چې د تېرې دوشنبې په ورځ یې په روداتو ولسوالۍ کې وسوځول.

د ننګرهار والي حیات الله حیات د دې موادو د سوځولو پر مهال رسنیو ته وویل چې دا مواد په تېرو شپږو میاشتو کې د افغان ځواکونو د تلاشۍ او نشه يي موادو پر کارخانو باندې د عملیاتو په نتیجه کې تر لاسه شوي وو.

ښاغلي حیات زیاته کړه، له نشه يي موادو سره مبارزه هم د ترورېزم غوندې د افغان ځواکونو د عملیاتو په لومړیتوبونو کې راځي.

حیات الله حیات
حیات الله حیات

دی وایي:

"افغان ځواکونو په تېره بيا پولیسو د ننګرهار په کچه (۱۹) ټنه بېلابېل نشه يي مواد نیولي دي، موږ له ترورېزم سره د مستقیمې مبارزې ترڅنګ، د قاچاق کوونکو په نیولو او له نشه يي موادو سره په مبارزه کې هم جدي هڅې کوو چې د نشه يي موادو دا سوځول یې ښه مثال دی."

د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست د ارزونې له مخې، په روان شمسي کال کې تر (۱۵) هيکټاره ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوي چې افغان ځواکونو د نا امنیو له امله و نه کولای شول چې دا کښت واړوي.

تېر کال افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې څوارلس زره هيکټاره ځمکې د کوکنارو له کښته پاکې کړې چې د امریکا متحده ایالتونو د دې کار په بدل کې (۲۲) میلیونه ډالره مرسته ورسره وکړه.

دا پيسې د دې لپاره وې چې په انکشافي پروژو باندې ولګول شي.

د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان غلام سنايي وايي، پولیسو په تېرو شپږو میاشتو کې په لسګونو کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیولي دي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، پولیسو د تېر کال له وروستیو څخه بيا تر اوسه پورې د نشه يي موادو د جوړولو (۴۵) کارخانې ویجاړې کړې دي.

دی زیاتوي:

"د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور (۴۸۰) کسان نیول شوي چې دوسیې یې تر بشپړېدو وروسته، عدلي او قضايي ادارو ته لېږل شوې دي، دغه ډول د نشه يي موادو د قاچاق پر مهال (۲۰۹) موټرونه هم نیول شوي چې د قضايي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته به، ګمرک ته وسپارل شي."

په ننګرهار ولایت کې د نشه يي موادو د تولید او قاچاقو ترڅنګ، د معتادینو شمېر هم ډېر شوی دی.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال په دې ولايت کې تر شپږ نیم زرو ډېر کسان په نشو اخته دي، خو د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست یوازې د (۲۲۵) کسانو د درملنې امکانات لري.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG