د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

بزګران: د بدیل معیشت پروګرام د نه‌عملي کېدو له امله کوکنار کرو


د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې هغه بزګران چې اوس هم کوکنار کري وایي چې د بدیل معيشت پروګرام له لارې له دوی سره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې او همدا لامل دی چې دوی کوکنار کري.

دوی وايي، په سیمه کې يې اوبه لږ دي، د زراعتي محصولاتو لپاره‌يې مناسب بازار نه‌شته او دې ته ورته نورې ستونزې هم لري چې حکومت ورته پام نه‌کوي.

په سپینه ږیره او په تڼاکو لاسونو تر سره لمر لاندې په خپل پټي کې بېل وهي، د ځان او کورنۍ لپاره روزي پيدا کوي، خو له دې ناخبره دی چې هم د ځان او هم د نورو خلکو لپاره زهر کري.

دی د ارزګان ولايت اوسېدونکی دی او سیف‌الله نومېږي، دی وايي چې سږ کال‌یې د غنمو تر څنګ کوکنار هم کرلي دي.

نوموړی وايي د کوکنارو ترڅنګ یې غنم هم کرلي.
نوموړی وايي د کوکنارو ترڅنګ یې غنم هم کرلي.

نوموړي زیاته کړه:

"حکومت له موږ سره مرسته نه‌ده کړې، هغه مرستې چې شوي زورواکو ته رسېدلي، خوار او غریبو خلکو ته نه‌دي رسېدلي. که چېرې مرستې راسره ونه‌شي موږ به د کوکنارو کښت ته دوام ورکړو."

سیف‌الله دا شکایت په داسې حال کې کوي چې د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې همدا اوس د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د بدیل معیشت پروګرام پلی کېږي.

د دې پروګرام له لارې بزګرانو ته د بدیل کښت لپاره اصلاح شوي تخمونه ورکول کېږي او نورې اسانتياوي هم ورته برابرېږي.

د ارزګان يو بل بزګر حاجي خیر الله هم وايي چې څو کاله کېږي کوکنار کري او دا کار له مبجبوريته کوي، ځکه د حکومت له‌خوا ورسره هېڅ راز مرسته نه‌ده شوې.

دی وایي که د کوکنارو د بدیل کښت مرسته ورسره وشي، نو د کوکنارو کښت ته به اړ نه‌وي.

نوموړی وايي له مجبورۍ کوکنار کري.
نوموړی وايي له مجبورۍ کوکنار کري.

نوموړي زیاته کړه:

"زه مجبور یم کوکنار وکرم چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړم. هغوی ته ډوډۍ او جامې برابرې کړم، حکومت باید موږ ته باغونه جوړ کړي، اصلاح شوي تخمونه راکړي او وضعیت ته مو پام وکړي."

له بل لوري د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ چې مخکې د کوکنارو کښت په‌کې صفر شوی و، یو شمېر بزګرانو بیا د کوکنارو کښت ته مخه کړې ده.

د سیمې يو بزګر لعل ګل وايي چې د کوکنارو کښت ته‌يې ځکه بیا پیل کړی چې د بدیل معیشت په نوم ورسره کومه مرسته نه‌ده شوې.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له مرستو څخه هېڅ خبر نه‌یو چې مرستې چېرې او له چا سره شوې دي. له موږ سره د یوې افغانۍ مرسته هم نه‌ده شوې. په ارغنداب کې کوکنار صفر دي، خو هېڅ‌چا له موږ سره مرسته نه‌ده کړې."

له ارزګان او کندهار ولایتونو څخه ورهاخوا په ختیځ ولایت ننګرهار کې هم یو شمېر بزګران شکایت کوي چې د بدیل معیشت په نوم ورسره کومه مرسته نه‌ده شوې.

د جنت ګل په نوم د سیمې یو بزګر وايي:

"زموږ ۱۰ جریبه ځمکه ده، خو تر اوسه له موږ سره د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرې او یا هم د بدیل بوټي په نوم مرسته نه‌ده شوې، دا ټولې خبرې تشې اوازې دي. که چېرې مرسته هم وشي له خاصو خلکو سره کېږي، نه له عامو خلکو سره."

دا شکایتونه په داسې حال کې کې کېږي چې افغان حکومت له تېرو څو کلونو راهیسې د نړیوالې ټولنې په مالي مرسته د میلیونونو ډالرو په ارزښت د هېواد په کچه د بدیل معیشت پروګرام پیل کړی دی.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د بدیل کښت د برخې مسئول صبور شیرزاد وایي چې د دې پروګرام له لارې يې له زرګونو افغان بزګرانو سره د زراعتي چارو په ټولو برخو کې مرستې کړې دي.

دی د کوکنارو د کښت د مخنیوي په برخه کې د بدیل معیشت پروګرام ګټور بولي او وایي:

"موږ په وروستیو څو کلونو کې توانېدلي یو چې د هېواد په مختلفو ولایتونو لکه ارزګان، هلمند، بدخشان او بلخ کې د کوکنارو د کښت ځمکې په باغونو او یا هم د کچالانو په کښت واړوو او یا هم داسې نور زراعتي فعالیتونه په‌کې کېږي."

ښاغلی صبور د بدیل معیشت پروګرام په داسې حال کې ګټور بولي چې د وروستیو راپورونو له مخې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتوالي خبره کېږي.

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت هم د بدیل معیشت پروګرام ګټور بولي او وایي چې دې پروګرام ته به دوام ورکړي، خو د همدې وزارت په راپور کې ویل شوي چې سږ کال د کوکنارو کښت زیات شوی و.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت نږدې دوه میاشتې وړاندې په ۲۰۱۷ میلادي کال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او هیروئینو د تولید په اړه راپور خپور کړ چې له مخې یې د تېر کال په پرتله په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د کوکنارو کښت ۶۳ سلنه او د اپیمو تولید ۸۷ سلنه زیات شوی دی.

خو اوس پوښتنه دا ده که د بدیل معیشت پروګرام ګټور وي، نو د کوکنارو د کښت د زیاتوالي لامل څه دی؟

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پالېسۍ او ستراتېژۍ مرستیال جاوید احمد قایم ناامني، د معیشت بدیل د پرګرامونو سم نه‌پلي کېدل او په نړیوالو بازارونو کې د مخدره موادو ډېره غوښتنه په افغانستان کې د کوکنارو د زیاتوالي له مهمو عواملو څخه بولي.

نوموړي زیاته کړه:

"په داسې ولایتونو کې لکه ارزګان، فراه، هلمند اکثراً بزګرو ته د امنیتي ستونزو له کبله رسیدګي نه‌ده شوې چې د کوکنارو د کښت لامل ګرځېدلې. بل دا چې د معیشیت بدیل پروګرامونه باید ټول اړخونه په پام کې ونیسي، یعنې دا چې بزګرو ته هم تخم ورکړل شي، هم ورسره مرسته وشي او هم د محصولاتو لپاره‌یې بازار پیدا کړي. اکثره برنامې مکمل نه‌پلې کېږي."

خو د دې وزارت د پالېسۍ او ستراتېژۍ پخوانی مرستیال محمد ظفر په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او اپیمو د تولید زیاتوالي ته په پام سره د بدیل معيشت پروګرام ګټور نه‌بولي.

هغه وویل:

"زما له نظره معيشت بدیل پروګرام ډېر مؤثر نه‌دی، ځکه د مخدره موادو ستونزې ته په کتو سره دا ډېر کوچنی پروګرام دی او دې ستونزې ته ځواب نه‌شي ویلی، ځکه د تاریاکو کښت ډېر دی او د بدیل معيشت خدمات په هغه اندازه نه‌وړاندې کېږي، نو د دې ستونزې د حل لپاره لوی پروګرام ته اړتیا ده."

اکثره کارپوهان او سیاسي تحليلګران باور لري چې د بدیل معیشت په څېر د پروګرامونو د پلي کولو له لارې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مخنیوی ګران کار دی، ځکه چې دا پدیده بهرني اړخونه هم لري.

ښاغلی ظفر په دې باور دی چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید د سیمې پر هېوادونو، په ځانګړي ډول د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو فشار راوړي چې په خپلو هېوادونو کې د مخدره موادو بازارونه له‌منځه یوسي او له دې هېوادونو څخه افغانستان ته د هغو کیمیاوي موادو د قاچاق مخه هم ونیسي چې د مخدره موادو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG