د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

قایم: د نشه يي موادو په وړاندې مبارزه سیمه ییزې تګلارې ته اړتیا لري


د افغانستان د نشه یي موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایي، د نشه یي موادو د تولید او قاچاق پرضد د مؤثرې مبارزې لپاره یوې سیمه ییزي تګلاري ته اړتیا ده.

یاد وزارت ټینګار کوي چې د دې پدېدې د له منځه وړلو لپاره باید د سیمي نور هېوادونه لا ډېر په دې مبارزې کې ورښکېل شي.

د دغه وزارت مرستیال جاوید احمد قایم ازادي راډیو ته وویل چې د نشه یي موادو پر ضد مبارزه یوازي په افغانستان پوري اړونده نه ده، بلکې د سیمي او نړۍ په سطح مبارزه غواړي.

ښاغلی قایم وایي، دغه وزارت د نشه یي موادو پر ضد د مبارزې پر اوسنۍ تګلارې اعتراض لري.

نوموړي زیاته کړه:

"پر هغې تګلاري چې موږ اعتراض لرو سیمه ییزه ستراتیژي ده چې په هغه کې پاکستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان او حتی روسیه باید پکي دخیله شي او یوه سیمه ییزه ستراتیژي جوړه شي."

د افغانستان د نشه یې موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال وایي، دوی په نړیواله سطحه دوې ستونزۍ لري.

«د نشه یي موادو په وړاندې مبارزه سیمه ییزې مبارزې ته اړتیا لري»
«د نشه یي موادو په وړاندې مبارزه سیمه ییزې مبارزې ته اړتیا لري»

لومړی، په بهرنیو هېوادونو کې د نشه یي موادو استعمال چې دغه وزارت باید له هغوی سره اړیکه ونیسي او دوهم د دې پدیدې په وړاندې مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره د سیمه یيزو او نړیوالو هېوادونو مالي مرستي دي چې د ښاغلي قایم په خبره په تېرو درېیو کلونو کې دا مرستې ډېرې کمې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سیمې له هېوادونو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د نشه یي موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په تېره بیا د قاچاق کوونکو د پېژندلو، د معلوماتو شریکولو او په خپلو سرحدونو کې د نشه یې موادو پر وړاندې د مبارزې جدي ګڼلو په برخه کې همکاري وکړي، څو موږ یوه ځانګړې سیمه ییزه تګلاره ولرو، په هغه صورت کې به زموږ مبارزه لا ښه او اغیزمنه وي."

د افغانستان د نشه یي موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت په باور د کوکنارو کښت، تولید او قاچاق په دغه هېواد کې له ناامنیو سره نېږدې اړیکه لري او دا پدیده په افغانستان کې د ناامنیو یو تمویلوونکې بولي.

جاوید احمد قایم زیاتوي که څه هم له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او روسیې او هم د ملګرو ملتونو د سازمان د نشه یي موادو پر وړاندې د مبارزې ادارې سره کار جریان لري، خو د ده په خبره تراوسه دوی مطلوبي نتیجې ته نه دې رسېدلي.

د دغه وزارت یوه سروې ښیې چې سږکال د دغه هېواد په ۲۳ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي دي، په داسې حال کې چې تېر کال په ۲۱ ولایتونو کې کرل شوي وه.

سروې: په ۲۳ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي.
سروې: په ۲۳ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي.

په دغه هېواد کې د ناامنیو ډېرېدو ته په پام سره د نشه یي موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت اندیښنه لري چې ښایي سږکال د کوکنارو د کښت اندازه ډېره شي.

تېر کال په ټول افغانستان کې په ۲۰۱ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وه چې شاوخوا ۴۸۰۰ ټنه تاریاک تولید شول.

XS
SM
MD
LG