د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

عظیمي: علما دې د مخدره موادو زیانونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي


د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې وزارت وايي، نشه‌یي توکي په یوه جدي ستونزه بدل شوي او د حکومت تر څنګ‌یې باید عام خلک او دیني عالمان هم پر وړاندې مبارزه وکړي.

یاد وزارت وايي، د دې پدیدې قربانیان افغانان دي او باید د ممبرونو له لارې یې په زیانونو پوه شي.

افغانستان هغه هېواد چې د شاوخوا دېرش میلیونه اټکلي نفوس څخه‌یې درې میلیونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي او د ټول مساحت څخه‌یې له دوه سوه زره هکتارو څخه په ډېره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې وزیره سلامت عظیمي دا شمېرې ګواښونکې ګڼي وايي چې د حکومتي مبارزې تر څنګ‌یې باید خپله خلک هم په وړاندې مبارزه وکړي.

اغلي عظیمي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د دیني عالمانو غونډې ته په وینا کې له هغوی څخه وغوښتل چې د نشه‌یي توکو د کر او استعمال د دنیاوي او اخروي زیانونو په اړه په خپلو سیمو کې کمپاین پیل او د دغې ستونزې د هواري په برخه کې کار وکړي.

سلامت عظیمي
سلامت عظیمي

نوموړې زیاته کړه:

"د مخدره موادو موجودیت نن یوازې د افغانستان ستونزه نه‌ده بلکې یوه نړیواله ستونزه ده، ولې موږ نن له خپلو درنو او قدرمنو علماو څخه غواړو چې د دې پدیدې پر وړاندې خپل غږ پورته کړي."

اغلې عظیمي وايي چې د ملي وحدت حکومت هم د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې جدي ستراتیژي لري او په دې اړه‌یې د عمل یو پلان چمتو کړی دی.

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت تېره اوونۍ په یاده برخه کې وروستي ارقام خپاره کړل چې له مخې یې، په افغانستان کې د مخدره موادو په کښت کې لس او په تولید کې ۴۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د علماو سراسري شورا رئیس قیام‌الدین کشاف که څه هم د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه د علماو مسؤلیت ګڼي، خو وايي چې په دې اړه د حکومت عملي اقدامات ډېر اړین دي.

قیام‌الدین کشاف
قیام‌الدین کشاف

نوموړي زیاته کړه:

"د نشه‌یي موادو تولید، تورید، قاچاق، استعمال حتی یو چاته په تحفه ورکول ټول ناروا دي، بدبختانه په دې برخه کې کورنۍ او مافیایي کړۍ یو برابر ونډه لري، د یو څو کسانو د جېبونو ډکولو په خاطر ټول ملت په تېره بیا ځوان قشر له قربانیو سره مخ دی."

له دې سره د ولسي جرګې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون بیا وايي چې په حقیقت کې د مخدره موادو پر وړاندې نه د حکومت او نه هم د نړیوالو د جدي مبارزې څرک ښکاري.

د دې کمېسیون یو غړی خلیل‌الله شهیدزاده وايي چې په افغانستان کې باید د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه ولسي وي، خو له منکراتو څخه د مخنیوي لپاره باید د دې تر څنګ قوي او جدي حکومتي مبارزه هم موجوده وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG