د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

قایم: منطقوي او نړیوالو اړخونو نشه یي توکو سره مبارزه ستونزمنه کړې


د افغانستان د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي د مخدره موادو نړیوال او سیمه ییزو اړخونو د دغې پديدې پر وړاندې مبارزه ستونزمنه کړې ده.

د نشه یي موادو پر وړاندې د مبارزې مسولین همدا راز د خلکو او نړیوالې ټولنې له همکارۍ پرته د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه نا ممکنه بولي.

د جون د میاشتې ۲۶ نېټه د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، افغانستان هم له دغې خطرناکې او ګواښونکې پدیدې څخه خوندي نه دی او پر وړاندې یې مبارزه هم د ځینو دلایلو له کبله ستونزمنه شوې.

د دغه وزارت د پالیسۍ او همغږۍ د چارو معین جاوید احمد قایم د نشه توکو په کښت، تولید او قاچاق کې د نړیوالې مافیا لاس لرل هغه لامل ګڼي چې ګواګې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه یې ستونزمنه کړې ده.

ښاغلي قایم ازادي راډیو ته وویل له ستونزو سره ـ سره بیا هم د تېرکال په پرتله د نشه توکو کر کیلی کم شوی خو د دقیقو ارقامو په اړه یې څه ونه ویل.

هغه زیاته کړه:

"بد بختانه دغه مشکل د افغانستان په سرحدونو کې نه دی دغه مشکل نړیوال او منطقوی بٌعدونه لري سره د دې که څه هم موږ سږ کال ارقام نه لرو خو د تېر کال ارقام ښي چې په کښت کې کم والې راغلئ خو مشکل غټ دی او له همدې کبله یې ددغه پدېدې پر وړاندې د حکومت پر مبارزې هم اغېز کړی او ستونزمنه کړې یې ده."

د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو پر اساس دا مهال په افغانستان کې کابو درې نیم میلیونه افغانان پر مخدره توکو روږدي دي چې د افغانستان د نفوس یولس سلنه جوړوي.

افغانستان کې کابو درې نیم میلیونه کسان په مخدره توکو روږدي
افغانستان کې کابو درې نیم میلیونه کسان په مخدره توکو روږدي

وړاندې د امریکا د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د یوې څېړنې پراساس ویلي و په داسې حال کې چې افغانستان درې نیم میلیونه معتادین لري خو یوازې په کال کې د څلوېښت زره کسانو د درملنې ظرفیت لري.

د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره ۱۱۱ روغتیايي مرکزونه موجود خو موده مخکې د عامې روغیتا وزیر بیا دغه مرکزونه په هیڅ وجه د روږدو کسانو د درملنۍ لپاره کافي نه و بللي.

د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم نشه يي توکي په افغانستان کې ستره ملي ستونزه بولي او وايي د دغې پدیدې پر وړاندې مبارزه د افغان حکومت ملي، دیني او انساني مسولیت دی.

ښاغلي عبدالله د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسب رسنیو ته استولي پیغام کې په تکرار دا ژمنه کړې چې حکومت به د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.

عبدالله: حکومت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هیڅ ډول هڅې نه سپموي
عبدالله: حکومت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هیڅ ډول هڅې نه سپموي

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ملي، ديني او انساني مسولیت لرو تر څو په دغه برخه کې هرڅه چې مو په وس کې وي د بشریت د ژغورولو لپاره یې دریغ نه کړو او دا داسې پدېده ده چې بشریت یې له ګواښ سره مخ کړی او موږ په دې رابطه خپل مسولیت لرو."

د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې پخوانی وزیر جنرال خدای داد که څه هم په افغانستان کې روانه جګړه او نا امنۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لوی خنډ ګڼي خو تر یو بریده د ملامتۍ ګوته حکومت ته هم نیسي.

جنرال خدای داد د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې کمزورې حکومتوالي، نا سم مدیریت، د نشه يي او یا په خاصه توګه د کوکنارو د بدیل نه رامنځته کېدل، نشه توکو ته اسانه لاس رسی،فقر او په ټوله کې د دغه وژونکې پدیدې پر وړاندې د منظمې او هر اړخیزې پالیسۍ نه موجودیت هغه عمده نور عوامل وبلل چې د ده په خبره په دې برخه کې یې مبارزه ناکامه کړې ده.

د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې پخوانی وزیر جنرال خدای داد
د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې پخوانی وزیر جنرال خدای داد

هغه زیاته کړه:

" افغانستان کې جګړه دوام لري جګړه ،مواد مخدر، اداري فساد او کمزورې حکومتوالي دا ټول له یو بل سره مستقیم ارتباط لري، افغان دولت او نړيواله ټولنه تراوسه پر دې نه دي توانیدلې چې د نشه يي توکو پر وړاندې لازمه مبارزه وکړي."

ښاغلی خدای داد وايي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د منظمې او موثرې مبارزې ترڅنګ لازمه ده چې نړیوال او په خاصه توګه د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم په دې برخه کې رښتینې همکاري وکړي.

د ښاغلي خدای داد په خبره تر هغې چې په نړیوالو بازارونو کې د نشه يي توکو تقاضا موجوده وي، په افغانستان جګړه روانه وي او لویې مافیايي کړۍ د دغې پدیدې په کښت، تولید او قاچاق کې لاس ولري ستونزمنه به وي چې د نشه توکو پر وړاندې مبارزه دې بریالۍ شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG