د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

په فراه کې ایران ته قاچاق کیدونکي نشه يي توکي نیول شوي


د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي چې نن مخکې له غرمې یې یو د ګازو ټانکر چې کابو ۳۰۰ کیلو ګرامه مخدره توکي په کې ځای پرځای شوې وه کشف او ضبط کړي دي.

د فراه ولایت امنیه قوماندان توریالي عبدیاني ازادي رادیو ته وویل چې دغه مخدره توکو سره یو ډریور هم نیول شوی چې غوښتل یې دغه مواد ایران ته قاچاق کړي.

د امنیه قوماندان په خبره په دغو نیول شويو توکو کې هیرویین او کریستال شامل دي چې د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالی څخه د فراه د ښار په لوري راتلل او وروسته د دقیقو معلومات یې مخه ونیول شوه.

د فراه د امنیه قوماندان په خبره د نیول شوي کس څخه نورې څېړنې روانې دي.

فراه ولایت د ایران سره ګډه پوله لري او ډیر وخت له دغه ځای څخه مخدره توکي هغه هېواد ته قاچاقیږي.

XS
SM
MD
LG