د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

افغانستان کې په نشه اخته ماشومانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي


په افغانستان کې په نشو د اخته ماشومانو شمېر ورځ تربلې زیاتېږي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې اوسمهال شاوخوا یو لک ماشومان په نشه یي موادو اخته شوي او نږدې یومیلیون بیا د اعتیاد له خطر سره مخ دي.

په کابل کې د معتادو ماشومانو د درملنې یو مرکز وایي چې د ورځې د درېیو په شاوخوا کې په نشو روږدي ماشومان د کابل له بېلابېلو سیمو څخه راټولوي.

په نشه یي موادو روږدي ماشومان په ناسم روغتیایي او ذهني وضعیت کې ژوند کوي او وایي چې پلرونو ورته د مینې پر ځای نشه یي مواد ورکړي دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې اوسمهال شاوخوا یو لک ماشومان په نشه یي موادو اخته شوي
د عامې روغتیا وزارت وایي چې اوسمهال شاوخوا یو لک ماشومان په نشه یي موادو اخته شوي

شپږ کلن بشیر چې سمې خبرې نه شي کولای وایي چې پلاریې ورته تریاک ورکول.

هغه زیاته کړه:

" تریاک یي وهله موږ ټولو ته یي راکول چای سره مو خوړل مور او خویندو ته مې هم ورکوله."

د شپږ کلن بشیر مورفریبا وايي درې اولادونه لري او د بېوزلۍ له امله یي نشه کوله او هم یې ماشومانو ته تریاک ورکول.

" مېړه مې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسي تریاک وهل، دوه درې کاله کېږي چې کور کې بېخي پروت دی موږ وږي یو درې اولادونه لرم دا چې موږ به وږوي وو دوی ته به مې هم تریاک ورکول موږ به هم خوړل،څنګه مې کړي وای زموږ همغه ډوډۍ او اوبه وي."

یاسمین چې یوه ۱۰ کلنه نجلۍ ده د اوایي چې پلاریې هیرویین څکول او دوی ته یې هم په چای کې ورکول:

"پوډر وهي ما ته یي هم په چای کې را اچول بیابه ما خوړل ډېریې راچولې دی د ورځي یي دوه ځلي را کولو سر به مې ډېر خوږېدی ځان مې هم ورسره درد کوی."

عزیز ګله د یاسمین مورده دا وایي مېړه یې په کور کې نشه کوله داهم ورسره معتاده شوه:

"په نشه اخته شوم، دوې لوڼې او یو زوی لرم چې کله به مو په کور کې نشه يي مواد څکول دوی هم را سره معتاد شول، مېړه مې اول کراچۍ چلول کله چې معتاد شو هغه کار یې هم پرېښود."

په نشو اخته دغه ماشومان اوس د څانګې اماج په نوم روغتیایي مرکز کې تر درملنې لاندې دي.

له دې پرته د معتادو ماشومانو د درملنې ۴۰ بسترییز مرکز وایي، د ورځې د درېیو په شا اوخوا کې په نشو اخته ماشومان د کابل له بېلابېلو سیمو څخه راټولوي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا یو لک ماشومان په نشه یي موادو اخته دي چې ۷ په سلو کې یې وړې نجونې دي.

په نشو د اخته دغو ماشومانو مېندي وایي چې بې وزلي او بېکاري دې ته اړ کړي چې هم دوی نشه یي مواد وکاروي او هم یې ماشومانو ته ورکړي.

په دې وروستیو کې له مخدره مواد سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي په بلخ ولایت کې د تریاکو د کښت پر زیاتوالې اندېښنه ښودلې وه.

بلخوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، هغه ماشومان چې د کوکنارو په کښت او تولید کې عملاً کار کوي په مخدره موادود د اخته کېدو چانس یي زیات وي.

هغه ماشومان چې د کوکنارو په کښت او تولید کې عملاً کار کوي په مخدره موادود د اخته کېدو چانس یي زیات وي
هغه ماشومان چې د کوکنارو په کښت او تولید کې عملاً کار کوي په مخدره موادود د اخته کېدو چانس یي زیات وي

بېوزلي او بېکاري هغه لاملونه دې چې ډېری ځوانان د کوکنارو کاروبار ته اړباسي.

په نشو د اخته کسانو د موضوع په اړه مو د عامې روغتیا وزارت مسئولین وپوښتل.

د دغه وزارت د مخدره موادو د تقاضا د راکمولو د برخې رئیس ډاکټر فواد عثماني ازادي راډيو ته وویل، په کال کې د شااوخوا ۴۰ زره معتادینو درمنله کوي چې ماشومان هم په کې شاملېږي:

"د سلو زرو په شاوخوا کې معتاد ماشومان شته چې د نفوسو یو فیصد جوړوي په منظمه توګه یي درملنه کېږي له دې سره په کال کې د شاوخوا څلویښتو زرو معتادو کسانو درملنه کېږي."

ښاغلي عثماني وايي چې په هېواد کې د معتادینو د درملنې ۱۱۶ مرکزونه شته چې ۳۰ فیصده یې د ښځو او ماشومانو درملنه کوي.

په همدې حال کې د بشري حقونوخپلواک کمېسیون د معتادو ماشومانو پرزیاتوالي اندېښنه څرګندوي.

د دغه کمېسیون د ماشومانو د ملاتړ د برخې مسؤل نجیب الله ببرک زي ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان کې د معتادو ماشومانو شمېر تر یونیم لکو اوړي.

دی وایي، اړوندو دولتي ادارو تر اوسه د ماشومانو لپاره د پوهاوي منظم پروګرامونه نه لري او د دوی لپاره د درملنې د مرکزونو شمېر هم کم دی.

د بشري حقونو کمېسیون وایي، معتاد ماشومان له خپله هر ډول انساني حقونو لکه تعلیم روغتیا او دې ته ورته نورو حقونو څخه بې برخې دي او د ژوند ښه والي ته یې باید هر اړخیزې هڅې وشي.

راپور: نجیبه زمان

XS
SM
MD
LG