د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

عظیمي: د یونیم میلیون روږدو د درملنې لپاره لازم امکانات نشته


د افغانستان د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزیره وايي، حکومت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې لپاره کافي بودجه نه لري.

سلامت عظیمي په هېواد کې د جرمونو د زیاتوالی اساسي عوامل د مخدره موادو موجودیت بولي، خو وايي چې له دې پدیدې سره د مبارزې لپاره کافي بودجه نه لري.

اغلې عظیمي د چهارشنبې په ورځ د مخدره موادو د کښت او په نشو د روږدو کسانو د زیاتوالی په اړه د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وربلل شوې وه.

نوموړې اوس مهال په ټول افغانستان کې په مخدره موادو باندې د روږدو کسانو شمېر یونیم میلیون تنوته رسیږي چې د تداويي لپاره یې لازم امکانات په لاس کې نشته:

((موږ د مخدره موادو سره د مبارزې لپاره کمه بودجه لرو، ولې بشري منابع او فعالیتونه شته، تاسې پوهیږي چې د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې وزارت په ټولو قوت کار کوي چې د دې پدیدې د لمنځه وړلو لپاره پلان او پالیسي جوړې کړي.))

میرمن عظیمي وویل چې له عامې روغتیا وزارت سره په ګډه هڅې کوي، څو د مخدره موادو د معتادینو د تداويي کچه لوړه کړي.

هغې زیاته کړه چې دا مهال په ټول هېواد کې د روږدوکسانو د تداويي ۱۰۸ مرکزونه موجود دي چې څه باندې ۳۹ زره معتادین په کې تر درملنې لاندې دي.

ټاکل شوې وه چې د کورنیوچارو په وزارت کې د مخدره موادو پرضد مبارزې معین بازمحمداحمدي هم د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته حاضرشي، خو د نوموړي نه حاضرېدو د ولسي جرګې د ځینو غړیو غوصه را وپاروله.

د امریکا سفارت د قانون د تنفیذ د برخې یوه سروې بیا ښيي چې دا مهال په ټول افغانستان کې درې نیم میلیونه تنه په مخدره موادو روږدي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت یوه مقام ویلي و، هغه ډول چې لازمه وه په افغانستان کې د مخدره موادو پرضد د مبارزو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

سلامت عظیمي په داسې حال کې د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه ویل چې د جرګې په تالارکې کم شمېر وکیلان حاضر وو.

خو د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل چې د هغې ځوابونونه وکیلانو ته د قناعت وړ نه دي:

((هغه ځوابونه چې جناب وزیر صاحبې ارایه کړل، هغه ستونزې چې افغانان یې لري، قناعت کوونکي نه دي، نو د دولت مکلفیت دی چې د دې ستونزې د حل لپاره اړوند وزارتونه باید یوه روښانه او ځواب ورکونکې پالیسي جوړه کړي.))

د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د برخې کارپوهان وايي چې له مخدره موادو سره مبارزه تر ډېره له امنیت سره تړاو لري، د دوی په وینا تر ډېره کوکنار په هغو سیمو کې کرل کیږي چې د حکومت له کنټرول څخه بهر دي.

دوی وايي، افغان حکومت په یواځیتوب نه شي کولای له مخدره موادو سره مبارزه وکړي، بلکې په دې برخه کې د ګاونډي، د سیمې هېوادونه او نړېوال هم باید جدي همکاري وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG