د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

عظیمي: د مخدره موادو د مخنیوي لپاره پروګرامونه تر لاس لاندې لرو


مخدر مواد یو نړیوال ګواښ دی او نړیواله ټولنه باید د دې موادو د تولید او قاچاق په مخنیوي کې، له افغانستان سره مرسته وکړي.

دا خبره د افغانستان د مخدرو موادو پرضد د مبارزې وزیره سلامت عظیمي کوي او وايي چې په روان لمریز کال کې یې د بدیل معیشیت لپاره پروژې پلان کړي دي.

د افغانستان د مخدرو موادو پرضد د مبارزې وزارت وايي، په روان میلادي کال کې یې، د مخدرو موادو د تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره پروګرامونه ترتیب کړي دي.

د ۲۵ کرنیزو پروژو د تړون لاسلیک کول، په بدخشان، تخار، بغلان، هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د بدیل معیشیت پروژې او د بزګرو لپاره د پوهاوي پروګرامونه، د دې وزارت د روان کال په پروژو کې شامل دي.

له مخدرو موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، په روان کال کې به له مخدرو موادو څخه د ترلاسه کېدونکو پیسو د سپینولو د مخنیويلپاره، د یوې کړنلارې مسوده هم بشپړه کړي:

"په ۱۳۹۵ کال کې د خپلو فعالیتونو لپاره پلانونو لرو، ۱۴ پروګرامونه دي چې د کوکنارو ضد کمپاین او بزګرو ته پوهاوی ورکول په کې شامل او په نوولسو ولایتونو کې به پلي شي، همدارنګه په دې پروګرامونو کې له مخدرو موادو څخه د ترلاسه شویو عوایدو د سپینولو د مخنیوي د کړنلارې د مسودې بشپړول هم په کې دي."

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې راپورونه وايي، په افغانستان کې د مخدرو موادو مافیا، د دې موادو د تولید او قاچاق له لارې په سلګونو میلیونه ډالره ګټه وړي.

په دې هکله یو انتقاد دا دی چې افغان حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی چې د دې قاچاق کوونکو څېرې اشفا کړي.

د افغانستان د جرایمو، مسکراتو او مخدره موادو پرضد د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ،د ۱۳۹۴ کال په راپور کې ویلي چې د دې موادو ۶۲۴ قاچاق کوونکي یې نیولي چې د دې ادارې یو جنرال هم په کې شامل دی.

بلخوا د ولسي جرګې ځینې غړي په تېرکال کې، د دې وزارت فعالیتونه اغېزناک نه ګڼي.

د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح وايي، حکومت د دې موادو د کښت او تولید په کمولو او د قاچاق کوونکو په نیولو کې پاتې راغلی دی:

"دوی په دې ۱۴ کلونو کې د ولس په خیر کومه لاسته راوړنه نه لري، هغه څه دوی پیشنهاد کړي او که د ولس په ګټه نه وي ښايي تصمیم ونیول شي دا وزارت منحل شي ، ځکه چې لګښت یې زیات او لاسته راوړنې يې نشته."

د دې انتقادونو پر وړاندې د مخدرو موادو پرضد د مبارزې وزیره وايي، ناامني او د بودجې کموالي د دوی فعالیتونه ټکني کړي دي.

دا وايي، د وزارت د پروګرامونو د پلي کولو لپاره باید سکتوري وزارتونه اونړیواله ټولنه، له دوی سره مرستې وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG