د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

۱۳۹۴ کال کې په افغانستان کې د مخدره موادو کښت او تولید کم شوی


د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وایي چې په ۱۳۹۳ لمریزکال کې د مخدره موادو په کښت او تولید کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

سره له دې چې افغانستان په نړۍ کې د مخدره موادو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد شمېرل کېږي، د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت چارواکي وایي چې په دغه هېواد کې د مخدره موادو په کښت او تولید کې د پام وړکموالی راغلی دی.

د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ د برخې عمومي رییس محمد عثمان فروتن وایي، په افغانستان کې د مخدره موادو کښت د تېرکال په مقایسه ۱۹سلنه او د مخدره موادو تولید ۴۸ سلنه کم شوی دی:

"۱۳۹۴ کال کې خوشبختانه د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د بېلابېلو ادارو په ځانګړي ډول د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د فعالیتونو په اساس موږ د مخدره موادو د تولید او کښت په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، موږ د مخدره موادو د کښت په برخه کې ۱۹ سلنه او تولید په برخه کې ۴۸ سلنه کموالی درلود."

نوموړي همدارنګه وویل چې په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په یو لکه او ۸۳ زره هکټاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو، حال دا چې په ۱۳۹۳ کال کې په دوه لکه او ۲۴ زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو.

دوی وايي چې یاد مخدره مواد تر ډېره د افغانستان په جنوب، ختیځ او لوېدیځ کې، کومې سیمې چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي، کرل شوي وو.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معینت وايي چې په تېر یوه کال کې یې د مخدره موادو نېږدې درې زره قاچاق کوونکي او کاروباریان نیولي دي.

د دغه معینت ویاند مهدي کاظمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"شپږ بهرني اتباع موږ نیولي چې د مخدره موادو په کاراوبار کې لاس درلود، په دې کې څلور د ایران او دوه د قزاقستان اتباع دي، موږ همدارنګه د مخدره موادو ۲۸۰۰ کسان نیولي چې دا د مخدره موادو د کاروباریانو د نیولو په برخه کې د پام وړ زیاتوالی ښیې."

د افغانستان حکومت د دې ترڅنګ په هېواد کې د مخدره موادو د تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره د څو کلونو راهیسې یو ځانګړی عدلي او قضايي مرکز جوړ کړی.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د ځانګړي عدلي او قضايي مرکز چارواکي وايي چې په ۱۳۹۴ کال کې د مخدره موادو بېلابېلې قضیې دوی ته راجع شوې دي.

د دې مرکز ویاند خالد موحد له ازادي راډیو سره په مرکې کې وویل چې په دې کې د یوشمېر بهرنیو اتباعو قضیې هم شاملې دي:

"په ۱۳۹۴کال کې ۵۳۱ قضیې د هېواد له بېلابېلو برخو موږ ته رسېدلې دي چې په مجموع کې ۶۸۸ کسان مظنونین کېږي چې د دوی ترمنځ ۱۵یې ښځینه دي درې یې بهرني اتباع او همدارنګه د ملي خدماتو کارکوونکي په کې شامل دي، دغه درې نیول شوي کسان د ایران هېواد دي."

په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر نه یوازې په نړیواله کچه بلکې په افغانستان کې هم د دوی شمېر ورځ تربلې زیاتېږي.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د سروې له مخې په افغانستان کې په مخدرو موادو دروږدو کسانو شمېر څه باندې درېیو میلیونو تنو ته رسېدلی چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

​که څه هم ویل کېږي چې د افغانستان له مخدره موادو نه ډېره ګټه بهرنیان اخلي خو د دغو بهرنیو محکوم شویو کسانو شمېر د هغو افغانانو په مقایسه ډېر لږ دی چې هر کال د افغان دولت له خوا محکوم کېږي.

د ولسي جرګې د مخدره مواد پر ضد د مبارزې کمېسیون وايي چې په هېواد کې د مخدره مواد پر وړاندې د افغان حکومت مبارزه ناکامه ده او د مخدره مواد اصلي کاروباریان او قاچاق کوونکي نه نیول کېږي.

د دې کمېسیون غړي جنرال نقیب الله په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"لکه څنګه چې له افغان حکومت نه په دې برخه کې خلکو تمه کوله جدي مبارزه نه ده کړې، یوشمېر د مخدره موادو قاچاق کوونکي نیول شوي دي خو په ډېر کم شمېر، خو هغه اصلي او لوی قاچاق وړونکي چې نړیوال او افغان حکومت یې پېژني نه دي نیول شوي، دا قاچاقبر په ګاونډیو هېوادونو کې هم موجود دي، خو د دې ترشا ډېر لوی لاسونه دي او زموږ حکومت ډېر کمزوری دی نشي کولی چې د دغو قاچاقبرو مخه ونیسي."

دا خبرې په داسې حال مطرح کېږي چې په تېرو کلونو کې افغانستان سره د مخدره مواد پر وړاندې د مبارزې په خاطر په میلیونونو ډالرو مرستې شوي، خو دا چې ولې په دې برخه کې مبارزه ناکامه وه له مخدره موادو سره د مبارزې پخوانی وزیر جنرال خدای داد دا پوښتنه ځوابوي:

"د افغانستان لوی قاچاق وړونکي نه دي نیول شوي، که نیول شوي هم دي دوی له زندان نه د حکومت له لوري خلاص شوي او اوس ازاد ګرځي، حکومت د دې توانمندي نه لري چې په ولایتونو کې د مخدره موادو کښت او تولید نه مخنیوی وکړي، دا داسې یو حکومت ته ضرورت لري چې جدي وي، قانون تطبیق کړي، لوی قاچاق کوونکي په بندیخانو کې واچوي، پرته د قانون له تطبیق څخه هېڅ څوک نشي کولی چې د مخدره موادو د کښت او قاچاق مخنیوی وکړي."

نوموړي وویل چې دا مهال په عمومي توګه د ټولو ګاونډیو هېوادونو قاچاق کوونکي له افغانستان څخه د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري.

د دوی په وینا که چېري افغان حکومت د دغو قاچاق وړونکو او د مخدره سره د مبارزې لپاره کوټلې ګامونه وانخلي، دا هېواد به په راتلونکو کلونو کې له جدي ګواښونو سره مخامخ شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG