د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

عظیمي: هڅه کوو شپږو ولایتونو کې د کوکنارو کښت صفر کړو


د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، پر داسې يو پلان کار کوي چې له مخې به یې په شپږو هغو ولایتونو کې د کوکنارو کښت صفر کړي چې کوکنار په کې کم کرل کېږي.

یاد وزارت وايي، د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې کوکنار کرل کېږي، خو د دوی تمرکز تر ډېره پر هغو شپږو ولایتونو دی چې کوکنار په کې کم کرل کېږي.

د دغه وزارت د مسؤلینو په خبره دوی د نشه یي توکو د کښت د مخنیوي په هدف د شپږو ولایتونو، کابل، کاپیسا، جوزجان، بغلان، بلخ او هرات له ولایتي، امنیتي او نورو اړوندو ادارو سره د مشورتي ناستو لړۍ پېل کړې ده.

دوی وايي، د دغو ناستو په پایله کې غواړي داسې يو پلان جوړ کړي چې په عملي کېدو سره یې په يادو ولایتونو کې د کوکنارو کښت صفر شي.

د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د کابل او کاپیسا د ولایتونو د مسؤلینو سره د مشورتي ناستې په پای کې وویل، هڅه کوي په دې برخه کې د يوې لازمې همغږۍ له لارې خپلو اهدافو ته ورسېږي او د کوکنارو د کښت مخه ونیسي.

سلامت عظیمي
سلامت عظیمي

نوموړې زیاته کړه:

"هڅه کوو سږ کال ډېره هماهنګي رامنځته شي ترڅو موږ له دې لارې وتوانېږو خپلو اهدافو ته ورسېږو، موږ د کوکنارو د کښت د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره د ناستو دغه لړۍ پېل کړې او دا ناستې دوام لري، زموږ هدف د دغو ناستو څخه په يادو ولایتونو کې د کوکنارو کښت صفر کول دي."

اغلې عظیمي وايي، دوی کوښښ کوي چې کروندګرو ته د کوکنارو پرځای بدیلې لارې چارې برابرې کړي ترڅو کروندګر د کوکنارو له کښت څخه لاس واخلي.

د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو تل دا ویلي چې نشه يي توکي د تروریستي ډلو لپاره يوه عایداتي منبع ده او د افغانانو د ژوند په بیه تمامېږي.

افغان حکومت له څو کلونو راهیسې د نړېوالې ټولنې په ګډې همکارۍ هڅه کوي ترڅو په هېواد کې د کوکنارو د کښت مخه ونیسي، خو سره له دومره هڅو بیا هم افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يي توکو لوی تولیدونکی هېواد دی.

په ورته وخت کې د کابل والي مرستیال محبوب الله محیبي دغه ډول مشورتي ناستې خورا مهمې وبللې او وايي چې د داشان ناستو ګټه دا ده چې د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو له مخې مسؤلین او اړوندې ادارې خپلو مسړلیتونو ته ځېر شي.

نوموړي زیاته کړهک

"دغسې ناستې ډېرې ګټورې دي، د دغو ناستو له مخې ټول خپل مسؤلیتونه پېژني او هغه هوکړه لیکونه چې د اړوندو ادارو د مسؤلینو ترمنځ لاسلیک کېږي له مخې به یې اړوندې ادارې د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي."

شمېرې ښیي چې په هېواد کې د مخدره موادو کښت او قاچاق د تېرو ۱۵ کلونو په پرتله په بې‌ ساري توګه زیات شوی دی.

خو د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وزیره د نشه يي توکو کښت او قاچاق يوه ملي ستونزه ګڼي او له ټولو هېوادوالو غواړي چې د دغې ناوړې پدیدې په وړاندې مبارزه کې له دوی سره همکار اووسي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG