د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

امریکا د افغانستان له هغو ولایتونو سره چې کوکنار په صفر شوی ۱۶ میلیونه ډالره مرسته وکړه


د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان له هغو ولایتونو سره د څه باندې شپاړس میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه، چې د کوکنارو کښت په کې صفر شوی یا را کم شوی دی.

له افغانستان سره د امریکا د دې مرستو هدف دا دی، څو افغانان وهڅوي، چې د کوکنارو د کرکیلې په ضد مبارزه کې برخه واخلي او کروندګر د کوکنارو پر ځای ګټور کرنیز توکي وکري.

په کابل کې د امریکا سفارت د همغږۍ د برخې مسول د انیال فوټ وایي هیواد یې د نشه یي موادو ضد مبارزې په برخه کې د افغانانو مبارزه ستایي او له همدې امله له افغانانو سره شپاړس اعشاریه یو میلیون ډالره مرسته کوي.

فوټ د شنبې په ورځ په کابل کې له افغان چارواکو سره په یوه ګډه غونډه کې وویل؛ چې له مخدره موادو سره د افغانانو او افغان چارواکو مبارزه نړۍ ته دا پیغام رسوي، چې دا هیواد له نړۍ سره د کوکنارو په مبارزه کې ژمن دی.

"د کوکنارو سوداګرۍ تروریزم پیاوړی کوي او اقتصادي وده زیانمنوي؛ له کوکنارو سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو او افغان چارواکو د تیرو دوو کلونو لاسته راوړنې ستاسې نړیوالو ملګرو ته یو پیاوړی پیغام لیږدوي، چې افغانان دې ته ژمن دي، چې د کوکنارو له نړیوالې سوداګرۍ سره مبارزه کوي."

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې تر ۲۰۱۳ م کاله پورې د افغانستان پنځلس ولایتونه د کوکنارو له کښته پاک شوي او په پنځو ولایتونو کې یې کرکیله کمه شوې ده.

دوی وایي، امریکا د دغو فعالیتونو د ستاینې په هدف تراوسه له افغانستان سره ۱۴۷ میلیونه ډالره مرسته کړې او زیاتوي، چې نوې اعلان شوې مرسته به یې په ولایتونو کې د اوبو لګولو، کرنې، روغتیا او پوهنې پر پروژو ولګول شي.

د افغان چارواکو په خبره له دې وړاندې په بیلابیلو ولایتونو کې د امریکا په دې مرستو ۹۷ ښونځي، ۲۴ پوهنتونونه، ۴۵ کلینیکونه، لیلیې او لسګونه نورې پروژې عملي شوي دي.

که څه هم امریکایي چارواکي وایي، چې دا مرستې یې یوازې هغو ولایتونو ته دي، چې د کوکنارو کښت په کې صفر یا کم شوي وي، خو د نشه یي موادو پر ضد د مبارزې وزیر وایي، دا ځل یې د دې مرستو لګښت ته نوې تګلاره جوړه کړې ده.

دین محمد مبارز راشدي وایي، د امریکا په نویو مرستو کې هغه ولایتونه هم شاملیږي، چې لاندې ځانګړتیاوې ولري.

"یوازې له کوکنارو پاکیدل شرط نه دي، که کوم ولایت کې قانون ښه عملي شي، د مخدره موادو قاچاق وړونکي ونیول شي یا مخدره توکي کشف شي، مونږ باید دغو ولایتونو ته هم له دې مرستو برخه ورکړو."

که څه هم امریکایي اوافغان چارواکي وایي، چې د مخدره موادو ضد مبارزه کې ښې لاسته راوړنې لري، خو د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۳ کال په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۶ فیصده زیات شوی دی.

چارواکو هغه مهال وویل، د کوکنارو دې زیاتوالي په افغانستان کې د ۲۰۰۷ کال د کوکنارو د زیات کښت ریکارډ هم مات کړ.

راپور: اسدالله لودین کابل

XS
SM
MD
LG