د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

د کوکنارو کښت مخنیوي لپاره د افغانستان د ۳ وزارتونو ګډې هڅې


د افغانستان د مخدره موادو پرضد د مبارزې، د کلیو د پراختیا او بیا رغونې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه په ګډه د کوکنارو د کښت او مخدره موادو د تولید د مخنیوي لپاره نوې ګډې هڅې پیل کړې.

د مخدره مواد پر وړاندې د مبارزې وزیره وايي چې د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاق مخینوی، یوازې د دوی دنده نه بلکې په دې برخه کې ټول افغانان مکلف دي.

سلامت عظیمي د یکشنبې په ورځ له یو شمېر وزارتونو سره د ګډې همکارۍ د تفاهم لیک د لاسلیکولو پرمهال وویل چې د دې ناوړه پدیدې پر وړاندې باید ګډه او همغږې مبارزه او هڅې وشي.

عظیمي: د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه یوازې د څو محدودو اداره دنده او مسؤلیت نه دی
عظیمي: د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه یوازې د څو محدودو اداره دنده او مسؤلیت نه دی

نوموړې زیاته کړه:

"د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه یوازې د څو محدودو ادارو دنده او مسؤلیت نه دی، په لومړي قدم کې هر افغان مسؤلیت لري چې د دې ناوړه پدیدې پر وړاندې له کوره تر ټولنې مبارزه وکړي."
د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې افغانستان د نړۍ نږدې پنځه اویا فیصده مخدره مواد تولید کړي چې نږدې اویا ملیارده ډالره ارزښت لري.

د افغان حکومت د راپور له مخې یوازې افغان بزګرانو ته ۴۴۰ میلیونه ډالره رسېدلي چې دا ټولو عوایدو درې یا پنځه فیصده جوړوي.

د کلیو پراختیا وزارت وزیر نصیر احمد دراني وايي، له مخدره موادو پر ضد مبارزې وزارت سره به په ګډه هغو سیمو کې تشویقي پروژې پلې کړي چې خلک یې د کوکنارو په مخنیوي کې له حکومت سره همکاري وکړي.

دراني: هر هغه کلی او سیمه چې کوکنار ونه کري، موږ به پراختیايي پروژې ورکوو
دراني: هر هغه کلی او سیمه چې کوکنار ونه کري، موږ به پراختیايي پروژې ورکوو

​ښاغلي دراني زیاته کړه:

"هر هغه کلی او سیمه چې کوکنار ونه کري، موږ به پراختیايي پروژې ورکوو چې تشویقي جنبه به هم ولري، دا به د مخدره موادو د کښت له مخینوي سره مرسته وکړي، په دې برخه کې دواړه وزارتونه کار کوي او یوه ستراتیژي به ورته جوړه کړي."

بل لوری د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کمال سادات له دیني علمانو او ښوونکو غواړي چې د دې ناوړه پدیدې پر وړاندې ټینګه مبارزه وکړي:

کمال سادات
کمال سادات

"هلې ځلې کوو چې د مخدره موادو له زیانونو خلک خبر کړو، له دیني علمانو، ښوونکو او د ټولنې له بانفوذه خلکو غوښتنه کوو چې د دې پدیدې پر وړاندې مبارزه وکړي."

افغان حکومت دا هڅې په داسې حال کې ګړندۍ کړې چې تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت ویلي و چې د تېرو کلنو په پرتله سږ کال په هېواد کې په کمه کچه د کوکنارو کښت له منځه تللی دی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG