د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

احمدي: د جګړو پراخوالي د کوکنارو کښت پراخ کړی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت وایي چې د تېرو کلنو په پرتله سږ کال په هېواد کې په کمه کچه د کوکنارو کښت له منځه تللی دی.

یاد معینیت د کوکنارو کښت د زیاتوالي یو لوی او اساسي لامل په هېواد کې د جګړو پراخوالی یادوي چې له امله‌یې یاد کښت ډېرو سیمو ته انتقال شوی دی.

له مخدره موادو سره د مبارزې معین باز محمد احمدي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې رسنیو ته وویل چې د کوکنارو ډېر کښتونه په هغو ولایتونو کې دي چې اوس مهال په‌کې عملاً جګړه روانه ده.

هغه زیاته کړه:

"په دې کې شک نه‌شته چې سږ کال د کوکنارو کښت په کمه اندازه له منځه وړل شوی، ځکه چې د کوکنارو کښت ډېری ناامنو سیمو ته انتقال شوی او سږ کال زیاتره په هغو سیمو کې جګړه وه او د کوکنارو د له‌منځه وړولو لپاره زمینه برابره نه‌وه."

احمدي: د کوکنارو کښت زیاتره ناامنه سیمو ته انتقال شوی.
احمدي: د کوکنارو کښت زیاتره ناامنه سیمو ته انتقال شوی.

ښاغلی احمدي همدارنګه وایي چې سږ کال د هېواد د نورو ولایتونو تر څنګ هلمند او کندهار کې زیات کوکنار کرل شوي و چې د دغو موادو د قاچاق مرکز هم د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمې دي.

د جاپان چاپ ډیپلوماټ ورځپاڼې هم لیکلي چې هلمند ولایت د وسله‌والو طالبانو ته د کوکنارو د کښت او د مخدره موادو د تولید له پلوه ډېر ارزښت لري.

ورځپاڼې لیکلي چې دغه ولایت د پاکستان د بلوچستان ایالت سره سرحد لري او د مخدره موادو ډېر قاچاق هم له همدې لارې کېږي.

د راپورونو له مخې او د یو شمېر افغان چارواکو له قوله په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او قاچاق څخه وسله‌وال مخالفین په ځانګړي توګه طالبان ګټه اخلي او په هېواد کې د جګړې د دوام یو عمده لامل همدا د کوکنارو کښت بلل کېږي.

شمېرې ښیي چې په هېواد کې د مخدره موادو کښت او قاچاق د تېرو ۱۵ کلونو په پرتله په بې‌ساري توګه زیات شوی دی.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې او د ملګرو ملتونو د جرمونو د کنټرول ادارې د معلوماتو له مخې افغانستان اوس هم د نړۍ په کچه د مخدره موادو د تولید لوی هېواد دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې معینیت وايي چې دوی په دې وروستیو کې له ۸۰۰ کېلو ګرامه څخه زیات تریاک کشف او نیولي دي.

د دغې ادارې چارواکي وایي چې دغه مخدره مواد یې د بامیانو ولایت په سیغان ولسوالۍ کې په یو بار وړونکي موټر کې له دوو تنو سره نیولي دي.

پر همدې مهال د ولسې جرګې د مخدره موادو سره د مبارزې کمېسیون غړی شهزاده شاهد وایي نا امنيو، نړیوالې مافیا او د یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو لاس وهنو د مخدره موادو قاچاق زیات کړی دی.

د ولسي جرګې غړی شهزاده شاهد
د ولسي جرګې غړی شهزاده شاهد

هغه زیاته کړه:

"اکثره دلته چې نیول کېږي، یا زمین دار دی، یا ډرېور او کلینر دی، یا نور عادي خلک دي، لوی قاچاقبران خوندي دي، د حکومتي چارواکو سره اړیکې لري او په دې مسایلو کې سره شریک دي نو، په دې خاطر دغه مبارزه ګټوره نه‌ده."

بل‌خوا امریکایي چارواکو ویلي چې په افغانستان کې له ۷ میلیاردو ډالرو څخه زیاتې پيسې د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې لګول شوي دي.

احمدي: په هېواد کې د جګړو پراخوالي د کوکنار کښت پراخ کړی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:37 0:00

خو ښاغلی شاهد وایي چې په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او قاچاق زیاتوالی کورني نه بلکې بهرني عوامل لري.

راپور: نجیبه زمان

XS
SM
MD
LG