د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

ډیپلوماټ: هلمند د تریاکو د تولید له پلوه طالبانو ته زیات مهم دی


ګارډین ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه په هلمند کې د روانې جګړې په اړه یو مطلب خپور کړی، ورځپاڼه د رازمحمد په نوم د مارجې ولسوالۍ د یوه اوسیدونکي له قوله لیکي چې نوموړی وايي، دی په خپله سیمه کې د ۲۴ ساعته جګړو شاهد و، لیدل یې چې څنګه له هرې خوا مرمۍ وریدې، خلک نه په کورونو کې پاتې کېدای شوای او نه یې په کروندو کې کار کولای شوای نو ځکه ده او کورنۍ یې کور کلی پرېښود او مرکز لشکرګاه ته کډه شول.

رازمحمد وايي کورنۍ یې په لشکرګاه کې په یوه زاړه کور کې چې نه اوبه لري او نه تشناب اوسېږي.

ګارډین په کابل کې د ناټو د ویاند بریدجنرال چارلس کلیفلنډ له قوله لیکلي چې نوموړی وايي، د امریکا پوځ په هلمند کې په تېرو دوو اونیو کې له ۲۵ زیاتې هوايي حملې کړي او دا په داسې حال کې ده چې هلته مخکې له دې هیڅ بمباري نه وه شوې، په هلمند کې اوس مهال سلګونه امریکايي پوځیان چې شپږمیاشتې مخکې دې ولایت استول شوي دېره دي.

جنرال کلیفلنډ همداراز وايي په ننګرهار کې پر داعش ډلې د امریکا د پوځ هوايي حملې زیاتې شوي.

د ناټو ویاند زیاتوي په ننګرهار کې د داعش مرکزونه د بي ۵۲ الوتکو په وسیله په نښه شوي دي.

ګارډین په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن له قوله لیکي چې وايي، په ننګرهار کې د تېرو دوو اونیو په بمباریو کې د داعش څه باندې ۳۰۰ جنګیالي وژل شوي.

ډیپلوماټ:

ډیپلوماټ خپرونې هم د هلمند د جګړې په اړه مطلب خپور کړی، په توکیو کې خپریدونکې دا مجله د کندهار او لشکرګاه پر لویه لاره د طالبانو د ولکې ټینګولو په اړه راپورونو ته د اشارې په ترڅ کې لیکي چې د هلمند جګړه له څو اونیو راهیسې پیل شوې خو ښکاري چې دا جګړه اوس د طالبانو په ګټه روانه ده.

خپرونه د هلمند د جګړې په نتیجه کې د شاوخوا دیرش زره ملکي وګړو د بیځایه کیدو یادونه کوي او لیکي چې دا ملکیان د تېرو څو اونیو په جګړو کې د خپلو کورونو او کلیو پرېښودو ته اړ شوي او اوس مهال په مرکز لشکرګاه کې دیره دي.

ډیپلومات خپرونه لیکي چې د دې کورنیو بیځایه کېدو هلته یو بشري بحران راوستی ځکه د خوراکي موادو، د څښلو د اوبو او دارو درملو موندل ګران شوي.

ډیپلومات مجله د مطلب په دوام لیکي چې د جګړې له کبله لشکرګاه ته د تګ راتګ لارې بندې شوي.

خپرونه لیکي چې هلمند د طالبانو لپاره د قلمرو د موندلو له پلوه خورا مهم دی او د افغانستان په کچه د تریاک د تولید له پلوه هم د ډیرې پاملرنې وړ دی.

خپرونه د سږني کال په پیل کې د هلمند د کوکنارو د کروندو د ښه حاصل یادونه کوي او لیکي، طالبانو چې د تریاکو له تولید څخه ګټه اخلي، له ډیرې مودې راهیسې د هلمند پر پراخو سیمو ولکه ټینګه کړې.

ډیپلومات په پای کې لیکي وسله وال طالبان د مخدرو موادو د تولید او قاچاق له درکه د پام وړ پیسې ګټي او هلمند ځکه ورته مهم دی چې دا ولایت د جنوب له خوا د پاکستان له بلوچستان ایالت سره چې قاچاقبران د هیرویینو او مورفینو د قاچاق لپاره کار ترې اخلي ګډه پوله لري.

XS
SM
MD
LG