د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

سلامت عظیمي: ناامنیو سره د کوکنارو کښت او مخدره موادو تولید زیات شوی


له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وايي، په افغانستان کې د وروستيو ناامنیو له امله د کوکنارو په کښت او د مخدره توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی.

یاد وزارت وايي، مخدره توکي په افغانستان کې د نړیوالې مافیا او جنګېدونکو ترورېستي ډلو د مالي سرچینو یوه برخه جوړوي او روانې جګړې دې ته زمینه برابره کړې چې په هېواد کې د کوکنارو کښت زیات شي.

سلامت عظیمي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل چې افغانان د دغې شومې پدیدې ستر قربانیان دي.

عظیمي: نا امنیو سره د کوکنارو کښت زیات شوی.
عظیمي: نا امنیو سره د کوکنارو کښت زیات شوی.

نوموړې زیاته کړه:

"موږ دا منو چې افغانستان د مخدره توکو د تولید کوونکو هېوادونو څخه دی، له کلونو راهیسې د جګړې په لمبو کې سوځي، خو په وروستیو کې د دښمنانو د شومو پلانونو له امله ناامني زیاته شوې او دغه ناامني د دې لامل شوې چې د کوکنارو په کښت او د مخدره موادو په تولید کې زیاتوالی راشي."

سلامت عظیمي وايي چې د مخدره موادو ستر مارکېټونه او بازارونه له افغانستان نه بهر په نورو هېوادونو کې دي نو ځګه اړتیا ده د چې د دغې پدیدې پر وړاندې نړیواله مبارزه وشي.

په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او تولید له زیاتېدو څخه دا اندېښنې داسې مهال کېږي چې په دغه هېواد کې په نشه‌يي توکو روږدي کسان هم ورځ تر بلې زیاتېږي.

عظیمي: په نشه د روږدو کسانو شمېر هم ورځ تر بلې زیاتېږي.
عظیمي: په نشه د روږدو کسانو شمېر هم ورځ تر بلې زیاتېږي.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د وروستیو راپورونو له مخې په دغه هېواد کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر له درېیو میلیونو هم اوړي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

په ورته وخت کې د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د «ملي عمل پلان» د تطبیق په هدف له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت، د کرنۍ او مالدارۍ او لوړو زدګړو وزارتونو تر منځ تفاهم‌لیکونه هم لاسلیک شول.

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر په همدې غونډه کې د وزارتونو تر منځ د دې ډول تفاهم‌لیکونو لاسلیکېدل ګټور وبالل او ویې‌ویل چې د کرنۍ وزارت به هڅه وکړي څو کروندګر د کوکنارو د کښت بدیلو لارو ته وهڅوي.

ضمیر: هڅه کوو کروندګر د کوکنارو بدیلو لارو ته وهڅوو.
ضمیر: هڅه کوو کروندګر د کوکنارو بدیلو لارو ته وهڅوو.

اسدالله ضمیر وویل:

"زموږ د پلان یوه مهمه برخه هم دا ده چې څنګه کولای شو ګروندګر د مشروع محصولاتو کښت ته وهڅوو او په دی برخه کې له هغوی سره مرسته وکړو، د کرنې او مالدارۍ وزارت د پلانونو یوه برخه دا ده چې څنګه د ګروندګو ژوند ته بدلون ورکړو او هغوی سره مرسته وکړو څو د مخدره توکو له کښت څخه لاس واخلي."

هاخوا د لوړو زده‌کړو وزیرې فریده مومند هم په یاده غونډه کې د مخدره توکو پر ضد پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې د مخدره موادو یوه ستره برخه قربانیان افغان ځوانان دي چې باید ورته پاملرنه وشي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تل دا ویلي چې تر خپل وسه به په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو درملنه کوي.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG