د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

ارګ: امریکا دې نوې ستراتيژي کې له مخدره موادو سره مبارزې ته هم لومړیتوب ورکړي


افغان حکومت وايي، واشنګټن ته یې وړانديز کړی چې د امریکا د متحده ایالتونو په نوې جنګي ستراتیژۍ کې له مخدره موادو سره مبارزې ته هم لومړیتوب ورکړي.

افغان حکومت د امریکا متحده ایالتونو ته وړاندیز کړی چې په افغانستان کې د جګړې د بریالیتوب او وسله والو مخالفینو د مالي سرچینو له منځه وړلو په خاطر له مخدره موادو سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړل شي او دا مبارزه سیمه ییزه بڼه غوره کړي.

د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه پال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغان دولت او نړیوالي ټولنې د ارزونې له مخې په تېرو ۱۶ کلونو کې د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاق د وسله والو مخالفینو له مالي سرچینو څخه ګڼل کېده، له همدې امله اړتیا لېدل کېږي چې په کور دننه د مخدره موادو له کښت او له له افغانستان څخه دباندې د هغو د تولید او قاچاق پر ضد په سيمه ييزه کچه مبارزه وشي.

دواخان مینه پال.
دواخان مینه پال.

مینه پال زیاته کړه:

"زموږ د ارزونې له مخې له ترورېزم او مخدره موادو سره مبارزه په یوازې ځان د افغانستان د دولت مسئولیت ګڼل شوی او یوازې په افغانستان کې ورسره مبارزه کېږي، موږ له دې کار سره موافق نه یو، له همدې امله غواړو چې له مخدره موادو سره په سیمه ییزه او نړیواله کچه مبارزه وشي. "

د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د جنګي وضعیت د تغییر په خاطر نوې جنګي ستراتیژي جوړه کړې چې د امریکا د دفاع وزیر جیمز متېس په وینا د دې ستراتېژۍ له مخې به د افغان دولت له وسله والو مخالیفینو سره د مبارزې تر څنګپه سیمه کې د جګړې د لاملونو له منځه وړلو لپاره هم مبارزه کېږي لکه د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې بايد مبارزه وشي.

د ولسي جرګې غړي په تېرو ۱۳ کلونو کې له مخدره موادو تر سره پر شوې مبارزه باندې انتقادونه لري او په دې بهير کې لاس ته راغلې نتیجه مطلوبه نه ګڼي.

دوی په دې نظر دي چې باید له مخدره موادو سره د مبارزې بڼه تغبیر ومومي، ځکه چې د نشه يي موادو په توليد او قاچاق کې سیمه ییز هېوادونه هم لاس لري.

د ۲۰۱۶ میلادي کال د سروې له مخې په افغانستان کې د پخوا په پرتله د کوکنارو کښت په سلو کې لس او تولید يې په سلو کې۴۳ ډېر شوی دی.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د سروې نتايج ښيي چې په روان ميلادي کې کال کې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې تر دوه سوه جریبه زیاته ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

په مشرانو جرګه کې د دفاعي او کورني امنیت کمېسیون رئیس هاشم الکوزی په دې باور دی چې له مخدره موادو سره د مبارزې د لا مؤثريت لپاره بايد د افغانستان زراعتي سکټور پياوړی او په سیمه ییزه کچه د نشه يي موادو له قاچاق سره د مبارزې په برخه کې پر ګاونډیو هېوادونو فشار راوړل شي.

محمد هاشم الکوزی.
محمد هاشم الکوزی.

هاشم الکوزی وايي:

" که د ملي وحدت حکومت او د امریکا متحده ایالات په ګډه له افغان بزګرو سره اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي او د کرنیزو محصولاتو د ودې او ساتنې په خاطر سړې خونې جوړې شي، په دې سره به افغان بزګران خودکفا شي، او په دې ډول به بزګران د کوکنارو له کرلو څخه ډډه وکړي چې له دې سره به یې تولید هم له منځه ولاړ شي."

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان ځینې ګاونډي هېوادونه چې د دې هېواد په روانه جګړه کې لاس لري د مخدره موادو د کښت، قاچاق او تولید څخه په ملاتړ سره وسله وال مخالفین او د افغانستان جګړه تمویلوي.

د سیاسي چارو کارپوه خالد سادات وايي، له مخدره موادو سره د مبارزې د بریالیتوب په خاطر باید لومړی د اړوندو دولتي ادارو ملاتړ وشي، ترڅو هغوی بزګرانو ته د بدیل کښت په ورکولو سره د کوکنارو د کښت کچه را ښټيټه کړي، همداراز باید د افغانستان حکومت د داخلي قاچاق وړونکو په نیولو سره د داخلي او بهرني قاچاق وړونکو شبکو بنسټ له منځه یوسي.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG