د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

جاوید احمد قایم: نه‌همغږۍ د مخدره موادو په وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې


د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت د مخدره موادو د کښت او قاچاق په وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره د اړوندو ادارو پر همغږۍ ټینګار کوي.

یاد وزارت وايي، تر کومه چې د مخدره موادو په وړاندې د اړوندو ټولو ادارو تر منځ لازمه همغږي او همکاري رامنځته نه‌شي د مخدره موادو د کښت او قاچاق په وړاندې مبارزه به بې‌نتیجې وي.

د دغه وزارت د پالېسۍ او همغږۍ مرستیال جاوید احمد قایم د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د مخدره موادو په وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره د ادارو تر منځ همغږي ډېره اړینه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"زما فکر دا دی چې دغه ادارې سره تر اوسه منسجم شوې نه‌دي او ټولې ادارې په وېشلي ډول کار کوي او په کار دا ده چې ټول سره په ګډه او په یو وخت کار وکړي، سره له دې چې ټول د يو هدف لپاره کار کوي، خو دا چې کارونه په وېشلي ډول کېږي نتیجه‌يې نه‌معلومېږي."

ښاغلی قایم وايي، د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د دوی امکانات ډېر محدود دي او له نړیوالو مرسته کوونکو يې دا غوښتنه ده چې په دې برخه کې له دوی سره دوامداره همکاري وکړي.

د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت د اندېښنې په ښودلو سره وايي چې ښايي چې په يو شمېر ولایتونو کې د کوکنارو کښت له دې هم اضافه شي.

د دغه وزارت موندنې ښيي چې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې په څه باندې دوه سوه زره جریبه ځمکه باندې کوکنار کرل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو او مسؤلینو تل دا خبره کړې چې مخدره مواد او ترورېزم سره تړلي دي چې د دوی په خبره ترورېستي ډلې او مخالفین له همدې پدیدې تغذیه کېږي او په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکوي.

خو سره له دې چې افغان حکومت د مخدره موادو سره د مبارزې په هدف د يو وزارت په ګډون بېلابېلې نورې ادارې هم جوړې کړي خو لیدل کېږي چې د نړیوالو مرسته کوونکو د ډېرو مرستو سره سره دغه مبارزه د بریالیتوب پر ځای ورځ تر بلې لا پېچلې کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند بیا وايي چې د مخدره موادو موضوع يوه نړیواله موضوع ده او په وړاندې یې باید ګډه مبارزه وشي.

میرزا محمد یارمند.
میرزا محمد یارمند.

ښاغلی يارمند وايي:

"لکه څنګه چې د ترورېزم منشأ افغانستان نه‌دی همدا شان د مخدره موادو منشأ هم افغانستان نه‌دی بلکې په نړیواله کچه مارکېټ شته چې د هغوی په غوښتنه مخدره مواد دلته تولیدېږي او پر وړاندې یې مبارزه یوازې د افغانستان کار نه بلکې ګډې همکارۍ ته اړتیا لري."

ښاغلی يارمند ټینګار کوي چې که افغان حکومت د کوکنارو د کښت د مخنیوي او د قاچاق کوونکو د نیولو لپاره، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ګډې مبارزې پروګرام پلی نه‌کړي، ګرانه به وي چې د کوکنارو کښت او د مخدره موادو تولید، له دې هېواده ورک شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG