د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

دانشیار: ۱۳۹۵کال کې د کوکنارو کښت۱۰سلنه زیات شوی


د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وايي، په هېواد کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله، لس سلنه زیات شوی دی.

یاد وزارت وايي، په هېواد کې د نا امنیوله امله، په ۱۳۹۵لمریزکال کې د کوکنارو د کښت له منځه وړل، په بشپړه توګه عملي نه شول.

د دغه وزارت ویاند محمد حنیف دانشیار د شنبې په ورځ د حکومت د ویندویانو د راپور ورکولو په ناسته کې په کابل کې وویل چې اوس هم په هغو سیمو کې چې د حکومت کنټرول پرې کم دی، کوکنار کرل کېږي.

ښاغلي دانشیار دا و نه ویل چې په روان لمریز کال کې پر څومره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي، خو و يې ویل چې په نا امنو ولایتونو لکه هلمند کې، د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره فرصتونه نه وو.

نوموړي زیاته کړه:

"په بادغیس ولایت کې پر څه باندې ۱۷ زره هکتاره ځمکه، د کوکنار د کښت شاهدان یو، په ځینو ولایتونو کې د کوکنارو د کاروبار لپاره زمینې برابري شوي او په ورته وخت کې د ناامنیو زیاتوالی زموږ د پروګرامونو خنډ وګرځېد، په ټولیز ډول د ۱۳۹۵ کال په راپور کې د کوکنارو د کښت د لس فیصدو زیاتوالي شاهدان یو."

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت ویاند وايي، په اکثرو ولایتونو کې وسله وال مخالفین، بزګران د کوکنارو کښت ته هڅوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشاور حنیف اتمر مسکو ته د سفر په لړکې له روسي چارواکو سره، د مخدره موادو او د دې موادو د قاچاق کوونکو پر ضد د مبارزې خبرې کړي دي.

افغان چارواکي وايي، روسیه چمتو ده چې د ترورېزم او مخدرو موادو د له منځه وړلو لپاره، له افغانستان سره مرستې جاري وساتي.

بلخوا د مخدره موادو پرضد د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد په دغه ناسته کې وویل چې د روان کال له پيل راهیسې دغه مرکز، په دې اړوند ۴۸۸ قضیو او په دې اړه د ۵۶۵ تورنو دوسیو ته رسیده ګي کړې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"په دوی کې ۲۳ د کورنیو چارو او د فاع د وزارتونو موظفین، ۱۰ ښځې او پنځه بهرني تبعه شامل دي."

ښاغلی موحد وايي، ننګرهار په دې اړوند د ۷۳، کابل د ۶۶، کندهار د ۴۷، هرات د ۳۸ او نیمروز د ۳۱ قضېو په لرلو سره، د جرمي قضیو په لرلو سره، تر نورو ولایتونو مخکې دي.

کارپوهان وايي، افغان حکومت د مخدرو موادو د کښت د له منځه وړلو او د قاچاق کوونکو په نیولو کې پاتې راغلی دی.

له مخدرو موادو سره د مبارزې پخوانی وزیر جنرال خدایداد وايي:

جنرال خدایداد.
جنرال خدایداد.

"که د افغانستان دولت، د کوکنار د نابودۍ پلان ترتیب کړي او وسله وال پوځ او د ملي شورا غړي پکي برخه واخلي، دغه ستونزه حلېږي."

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تردې په افغانستان کې د کوکنار د کښت او د مخدره موادو د قاچاق کوونکو پر زیاتوالي اندېښنې ښودل شوي دي.

افغان حکومت تل د دغو موادو پر ضد د مبارزې لپاره، د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو پر زیاتیدو ټینګار کړی دی.

له مخدره موادو سره د مبارزې پخوانی وزیر ټینګار کوي چې که افغان حکومت د کوکنار د کښت د مخنیوي او د قاچاق کوونکو د نیولو لپاره، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ګډې مبارزې پروګرام پلی نه کړي، ګرانه به وي چې د کوکنارو کښت او د مخدره موادو تولید، له دې هېواده ورک شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG