د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

عظیمي: مخدره موادو سره مبارزې لپاره د خلکو مرستې ته اړتیا ده


د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وایي، د دې موادو پرضد د مبارزې په لاره کې له ترسره شویو مرستو سره سره بیاهم دغه مواد، د یوې ستونزې په بڼه پرځای پاتې ده.

یاد وزارت، د هېواد په نا امنو او د حکومت له کنټروله په وتلو سیمو کې، د کوکنارو د کښت زیاتوالی مني او د دې موادو پرضد، پر جدي مبارزې او د خلکو پر یووالي تاکید کوي.

د مخدره موادو پرضد مبارزې وزیره سلامت عظیمي وايي، د مخدرو موادو پرضد یې یو لړ پروګرامونه ترتیب کړي چې پلي کولو ته یې، د خلکو یووالی او مرسته ضروري ده.

مېرمن عظیمي د شنبې په ورځ په کابل کې د مخدره موادو پرضد د مبارزې د ولایتي مسؤلینو په ناسته کې وویل چې له یادو موادو سره د مبارزې په لارکې له شویو مرستو سره سره بیاهم، د کوکنارو کښت او د مخدرو موادو تولید د یوې ستونزې په بڼه پرځاې پاتې او خلک یې اندېښمن کړي دي.

سلامت عظیمي.
سلامت عظیمي.

​نوموړي زیاته کړه:

"نن د مخدره موادو شتون زموږ د امنیت، ښې حکومتوالۍ او د قانون د حاکمیت په لاره کې یوه جدي ستونزه ده، که همغږي ونه لرو، نو وروسته پاتې کېږو، همدارنګه نه شو کولی چې خپلو مطرح شویو پروګرامونو ته چې بیان کړي مو دي، ورسېږو."

مېرمن عظیمي وویل، د کوکنارو د کروندو اړول، د هېواد د ملي امنیت د شورا په اجنداء کې شامله شوې او ټول مسؤلیت لرو چې له پلي کولو سره یې، مرسته وکړو.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت، د دغو موادو پرضد د مبارزې لپاره د "همغږۍ او د ظرفیتونو د لوړولو" ترنامه لاندې په کابل کې یوه دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې چې د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو د مخدره موادو پرضد د مبارزې مسؤلینو په کې برخه اخیستې ده.

دغه وزارت تېرکال د مخدره موادو پرضد د مبارزې لپاره د ملي عمل یو پنځه کلن پروګرام ترتیب کړی او همدارنګه يې په دې برخه کې د سیمې له ځینو ګاونډیو هېوادونو له استازیو سره، پنځه اړخیزې ناستې هم ترسره کړي دي.

په ورته وخت کې د چاروپو هان د کوکنارو د کښت او د مخدره موادو د تولید د مخنیوي لپاره د خلکو مرسته ضروري ګڼي.

د مخدره موادو پرضد د مبارزې پخواني وزیر جنرال خدایداد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

جنرال خدیداد.
جنرال خدیداد.

"د مخدره توکو پرضد د مبارزې وزارت هر کال هڅه کوي چې کمپاین وکړي، خو په خواشینۍ سره چې امنیت ډېر خراب دی، مبازره کول او همغږي رامنځته کول ګران کار دی، که حکومت نا امنو سیمو او ولسوالیو ته توجه وکړي او امنیت په کې ټینګ کړي، بیا کولی شي چې همغږي او ګډې هڅې وکړي او خپل رول په ښه توګه ولوبوي."

د جنرال خدایداد په باور، نا امني، بېوزلي، بېکاري او داسې نورې نا خوالې په هېواد کې د کوکنار د کښت او د مخدره موادو د تولید عمده لاملونه دي او د یادو لاملونو د ورکولو لپاره هم باید مبارزه وشي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې مخدره مواد پکې زیات تولیدېږي.

د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت وايي، اوسمهال د هېواد په شلو ولایتونو کې کوکنار کرل کېږي چې نا امنه ولایتونه، لکه هلمند، ارزګان، بادغیس، بدخشان ، ننګرهار، فراه او ځیې نور په کې شامل دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG