د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

د کوکنارو له‌منځه وړو برخه کې بزګرو سره د بدیل معیشت غوښتنې


د افغانستان مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د کوکنارو له‎منځه وړو په برخه کې د بزګرو پر رول ټینګار کوي وايي چې افغان حکومت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې برخه کې قاطع او جدي تصمیم لري.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وزیرې سلامت عظیمي د یکشنبې په ورځ کابل کې د کوکنارو د له‎منځه وړلو په هدف له بزګرو سره د بدیل معیشت په اړه د بحث په جوړ شوي ورکشاپ کې وویل چې په دغه ورکشاپ کې به بزګر د کوکنارو د له‎منځه وړلو لپاره خپلې تجربې او نظرونه له مسؤلینو او اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وزیره سلامت عظیمي
د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وزیره سلامت عظیمي

مېرمن عظیمي زیاته کړه:

"یقیناً دغه ورکشاپ چې د نړیوالو ارګانونو لکه «اې. اېم. اېل» ادارې، «یو. اېن. او. ډي. سي»، «یو. اېس.ای. ډي» چې په ۱۳ ولایتونو کې عملي کېږي دا یو نېک ګام دی او همدارنګه دا لومړني ګامونه دي."

مېرمن عظیمي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې اداره وايي، افغانستان کې د کوکنارو کښت او تولید په روان کال کې ۴۳ فیصده ډېر شوی دی.

په ورته وخت کې د ډيپلوماټ په نوم یوې بهرنۍ نشریې په دې وروستیو کې ویلي، افغانستان کې اوس‎مهال، د درې میلیاردو ډالرو په ارزښت مخدره مواد شته او تر نهه میلیونه زیات افغانان چې د دې هېواد د نفوس تقریباً ۱۲ فیصده کېږي، په یو ډول په دې کاروبار کې شامل دي.

بل‎خوا افغانستان کې په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر هم تر پخوا څو چنده ډېر شوی دی، څه موده وړاندې د امریکا مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې ادارې د یوې څېړنې له مخې ویلي و په داسې حال کې چې افغانستان درې نیم میلیونه روږدي لري خو یوازې په کال کې د ۴۰ زره کسانو د درملنې ظرفیت لري.

په یاد ورکشاپ کې د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وویل چې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې په مخ کې یهو ستونزه دا ده چې کله د بدیل معیشت په اړه خبرې کوو د بزګرو لید لوری، د بزګرو ستونزې او د بزګرو غوښتنې په پام کې نه‌نیول کېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر
د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر

ښاغلي ضمیر زیاته کړه:

"د کرنې وزارت له نظره یوه ستونزه دا ده چې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې په مخ کې پرته ده چې کله د بدیل معیشت په اړه خبرې کوو د بزګر لید لوری، د بزګر ستونزه او د بزګر غوښتنې په نظر کې نه‌نیول کېږي."

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د جرایمو او مخدره توکو په وړاندې مبارزې رئیس انډري اویسټین هم د دغه ورکشاپ جوړول اړین وبلل او زیاته‌یې کړه چې د پراختیایي بدیل د پروګرام له مخې چې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې به پلی شي د کوکنارو د له‎منځه وړلو په برخه کې به ډېره مرسته وکړي.

ښاغلي اویسټین زیاته کړه:

"د پراختیایي بدیل پروګرام ۲۰ میلیونه ډالره بودجه لري، ۱۳ ولایتونه به تر خپل پوښښ لاندې راولي او ۳۵۰ زره خلک به هم له دغه پروګرامه ګټه پورته کړي."

د ښاغلي انډري اویسټین په خبره بزګر او په ولایتونو کې د کرنې برخې مسؤلین د کوکنارو د له‎منځه وړلو په برخه کې ښه رول لوبولای شي.

کابل کې د کوکنارو د له‎منځه وړلو په هدف له بزګرو سره د بدیل معیشت په اړه د بحث دغه دوه ورځنی ورکشاپ په داسې حال کې جوړېږي چې بزګرو د کوکنارو د بدیل بوټي او دوی ته د اصلاح شوي تخمونو او دغه‌شان سرې د نه‌وېش له امله تل شکایتونه کړي دي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG