د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

ډیپلوماټ: مخدره مواد څنګه د طالبانو دجګړې ماشین ته تېل ورکوي؟


ډیپلوماټ خپرونې په افغانستان کې د مخدروموادو د کښت اوقاچاق په اړه په مقاله کې پوښتنه کړې چې مخدره مواد څرنګه د طالبانو د جګړې ماشین ته تېل ورکوي؟

خپرونه وايي،"سږکال په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۴۳ فیصده زیات شوی دی او یولوي دلیل یې په دې هېواد کمزوری امنیت دی، په افغانستان کې اوسمهال، د ۳ ملیاردو ډالرو په ارزښت مخدر مواد شته او ترنهه میلیونه زیات افغانان چې د دې هېواد د نفوس تقریباً ۱۲ فیصده کېږي، په یو ډول په دې کاروبار کې شامل دي."

ډیپلوماټ خپرونه زیاتوي چې په افغانستان کې له دې تجارته هرکال ۴۰۰ میلیون ډالر طالبانوته رسېږي.

په افغانستان کې اوله درجه زیات کوکنار په هلمند او ورپسې په کندهار او نیمروز کې کرل کېږي.

د خپرونې په لیکنه، وسله وال طالبان د افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو قواوو پرضد د روانې جګړې د لګښت تقریباً څلويښت فیصده د مخدره وموادو له قاچاقه ترلاسه کوي.

په مقاله کې راغلي چې یوازې طالبان نه دي چې کروندګر د کوکنارو کښت ته تشویقوي بلکه د کروندګرو لپاره هم د غلې پرځای د کوکنارو کښت اسان او ګټور کار دی.

دخپرونې په لیکنه، په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت د کار له پیل سره د مخدره وموادو او اداري فساد پرضد د مبارزې د جدي کېدو هیلې زیاتې شوې وې خو د کوکنارو په کښت کې سږني زیاتوالي دا هیلې کمې کړې دي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼه په امریکا کې د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو پر انتخاباتي مبارزو مقاله لري چې په یوه برخه کې یې د افغانستان ذکر شوی او راغلي: "افغانستان د امریکا د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانودپام وړ نه و."

د ورځپاڼې په لیکنه، سره له دې چې له وسله والو طالبانو سره مبارزه په تاریخ کې د امریکا تر ټولو اوږدمهالې بهرنۍ جګړه ده خو د ولسمشرۍ لپاره کاندیدانو ډونالدټرمپ او هلري کلنټن سترګې پرې پټې کړې دي.

د ګارډین په وینا، وسله وال طالبان چې په پاکستان کې ځینې کړې یې ملاتړ کوي، د امریکا لپاره تر ټولو وژونکي دښمنان ګڼل شوي خو په دریو مناظرو کې یوازې یو وار هلري کلنتن د افغانستان نوم واخیست.

ګارډین ورځپاڼه زیاتوي چې هلري کلنتن ښه پوهیږي چې دامریکا دا اوږده جګړه په رایې ورکونکو کې زیات علاقمندان نه لري نو له یادولو یې ډډه کوي.

د ګارډین ورځپاڼې په لیکنه، ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه ډېر کم معلومات لري، په اړه یې بې تفاوت دی او ځانګړې پالیسي نه ورته لري.

ټرمپ یو وار مخکې ویلي وچې د افغانستان جګړه له فاجعې ډګه تېروتنه وه.

د ګارډین ورځپاڼه ددې مقالې په پاي کې لیکل شوي چې کلنتن اوټرمپ ښايي فکر کوي چې افغانستان داسې ستونزه نه ده چې ډېر وخت به پکې غرق وي.

XS
SM
MD
LG