د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

عظیمي: نشه يي توکو ضد مبارزه کې مخور رغنده رول لوبوای شي


د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، د کوکنارو کښت او د مخدرو موادو تولید او قاچاق پر یوه جدي ستونزه بدله شوې او د مخنیوي لپاره یې په تېرو کلونو کې شوي کارونه کافي نه‎دي.

د یاد وزارت وزیرې سلامت عظیمي د یکشنبې په ورځ د سرحدونو چارو وزارت او د افغانستان د بدني روزنې ریاست سره د همکارۍ د تفاهم‎لیک د لاسلیکولو پر مهال وویل، د مخدره مواد پر وړاندې مبارزه یوازې د دوی دنده نه بلکې د ټولو افغانانو مسؤلیت دی.

اغلې عظیمي د افغانستان قومي جوړښتونو ته په کتو وايي چې قومي مشران او مخور کولای شي په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.

عظیمي: قومي مشران او مخور کولای شي په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.
عظیمي: قومي مشران او مخور کولای شي په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.

نوموړې وايي:

"مخدره مواد په اوسني وخت کې پر یوې جدي ستونزې بدله شوې نو اړتیا ده چې اړوندې ادارې د دغې پدېدې د له‎منځه وړلو لپاره په ګډه کار وکړي. د سرحدونو چارو وزارت د مخدره موادو د له‎منځه وړلو برخه کې رغنده رول لري څو د نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ د افغانستان په قومي سیمو کې قومونه د دغې پدېدې پر ضد مبارزې ته وهڅوي."

اغلی عظیمي همدا راز وویل چې نړیواله ټولنه باید د مخدرو موادو پرضد د مبارزې لپاره له افغانانو سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

بل‎خوا په افغانستان کې په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر هم ورځ تر بلې زیاتېږي.

په افغانستان کې په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر هم ورځ تر بلې زیاتېږي.
په افغانستان کې په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر هم ورځ تر بلې زیاتېږي.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه افغانان روږدي دي خو یوازې په کال کې د ۴۰ زره کسانو د درملنې ظرفیت موجود دی.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او تولید ۴۳ سلنه زیات شوی دی.

په ورته وخت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال مافیايي او تروریستي کړۍ د قومونو پر وړاندې ستر ګواښ بولي وايي چې په وروستیو کې د قومي مشرانو او مخورو ځای هغه کړیو نیولی چې په یو ډول سره د کوکنارو په کښت او مخدرو موادو په تولید او قاچاق کې ښکیل دي.

ښاغلی لېوال وايي، له نورو اړوندو ادارو سره به په ګډه قومونه دې ته وهڅوي چې په خپلو سیمو کې د کوکنارو د کښت او د مخدرو موادو د تولید او قاچاقو مخه ونیسي.

نوموړی وايي:

"هغه قومي مشران چې یو وخت کې د قوم له منځه پورته شوي وو، د وروستیو پېښو له امله د هغوی ځای یو شمېر افرادو نیولی چې د مخدره موادو په کارو بار کې ښکیل دي او د ټوپک په وسیله د افغانستان لپاره مشکل پېښوي نو ځکه باید د دغو کسانو پر وړاندې چې د مخدرو موادو په کاروبار کې ښکیل دي قومي مشران وهڅول شي."

په ورته وخت کې د بدني روزنې ریاست سرپرست قاسم حمیدي هم ډاډ ورکړ چې د ځوانانو د عامه پوهاوي برخه کې به هڅې کوي او ځوانان به د مخدره موادو پر ځای ورزش ته وهڅوي.

د ډيپلوماټ په نوم د یوې بهرنۍ نشریې د یوه راپور پر بنسټ په افغانستان کې د درې میلیاردو ډالرو په ارزښت مخدرو مواد شته او تر نهه میلیونه زیات افغانان چې د دې هېواد د نفوس تقریباً ۱۲ سلنه جوړوي، په یو ډول په دې کاروبار کې شامل دي.

عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG