د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

کندهار کې د کرل شویو کوکنارو د حاصلاتو راټولول پیل شوي


په کندهار کې د کوکنار اړولو کمپاین د ټاکلي هدف له پوره کولو مخکې پای ته ورسېد او په دغه ولایت کې د کوکنارو نېش وهل او حاصلات ټولول پیل شوي دي.

د یوې غیر رسمي سروې پر اساس په کندهار کې سږ کال پر شااوخوا ۴۰ زره جریبه ځمکه کوکنار کرل شوي چې اوس‌يې د حاصلاتو راټولول پیل شوي دي.

سره له دې چې د کندهار ولایتي ادارې د دغه جملې څخه د ۱۵۰۰ هکتاره ځمکې د اړولو هدف ټاکلی وو خو چارواکي وايي چې د کافي بودجې نشتوالی او د کمپاین ناوخته پیل د دې لامل شو چې ۱۴۵۰ جریبه ځمکه کوکنار پاک شي.

د کندهار د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې رئیس ګل محمد شکران وايي، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت ورسره د کوکنارو د اړولو لپاره د بودجې او وسایلو هېڅ راز مرسته ونه‌کړه چې له همدې امله کمپاین ناوخته پیل شو او د هدف له پوره کولو وړاندې نیمګړی پای ته ورسول شو.

نوموړي زیاته کړه:

"کندهار او جلال‌اباد بیا هم په ټول افغانستان کې د کمپاین په لحاظ مخته دي او دا زموږ د ولایتي ادارې لپاره افتخار دی."

بل‌خوا د کندهار د ژېړۍ، پنجوايي، میوند او ځینو نورو ولسوالیو اوسېدونکي کروندګر وايي، د کوکنارو په کرلو خوشحاله نه‌دي، خو غربت، د کافي اوبو نشتوالي او نورو ستونزو کوکنارو کرلو ته اړ کړي دي.

د دوی په خبره، که حکومت له کروندګرو سره د بديل معيشت، اوبو لګولو او بازارموندنې په برخو کې مرستې وکړي نو خلک به هېڅکله کوکنار ونه‌کري.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ مجبوره یو چې تاریاک وکرو دا زموږ د اولاد یوه ګوله ډوډۍ ده. خلک تاریاک د غریبۍ په خاطر کري، کار نه‌شته مجبوره یو چې کرو يې."

سره له دې چې په تېرو دوو کلونو کې د کندهار په میوند او ژېړۍ ولسوالیو کې د فوډ زون پروګرام له لارې د بزګرانو او کروندګرو سره د شااوخوا شل میلیونه ډالرو مرستې شوي خو سږ کال د کوکنارو په حاصلاتو کې زیاتوالی دا په ډاګه کوي چې دغه مرستې په سم ډول تر خلکو نه‌دي رسېدلي.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG