د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

د کابل-اسلام‌اباد د اړیکو سوړوالي ځیني کروندګر زیانمن کړي


د کابل او اسلام‎اباد تر منځ اړیکو کې شخړه په تېر میلادي کال کې د افغانستان د مېوو د صادراتو د کموالي سبب شوې ده.

د افغانستان انار او انګور په سیمه کې له ځانګړي شهرت څخه برخه‌من دي او دا دواړه مېوې د افغانستان د مېوو حاصلاتو په سر کې ځای لري.

خو په وچه کې د افغانستان موقعیت او د پاکستان له‎خوا په وار-وار د پولو تړل کېدو د افغانستان د دې او نورو تازه مېوو صادرات اغېزمن کړي دي.

په تېر میلادي کال کې د تازه مېوو سلګونه لارې له پاکستان سره پولې ته نېږدې ولاړې پاتې شوي او په‌کې بار مېوو خپل کیفیت له لاسه ورکړ.

اوس یو شمېر کروند‎ګر او باغ لرونکي وايي، د خپلو زیانونو د جبیره کولو لپاره به دوی د کوکنارو کښت ته مخه کړي.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ یو باغوان فرانس پرېس اژانس ته ویلي، د مېوو په ونو مې کافي زیاتې پیسې ولګولې خو زیات ناهیلي شو ځکه پاکستان په داسې وخت کې پوله وتړله چې زموږ مېوې رسېدلې وې.

کروندګر عبدالصمد وايي، دوی پرته له دې چې کوکنار وکري او زیاتې پیسې ورڅخه ترلاسه کړي بله چاره نه‎لري.

پاکستان په تېر میلادي کال کې څو ځله له افغانستان سره په اړیکو کې د شخړو له امله د دواړو هېوادونو تر منځ هغه پولي وتړلې چې د افغانستان د صادراتو لپاره مهمې ګڼل کېږي.

فرانس پرېس اژانس وايي، افغانستان په ۲۰۱۵ میلادي کال کې پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته ۵۲ زره ټنه انار صادر کړي وو خو تېر کال دا اندازه یوازې ۱۵ زره ټنه وه.

د انارو په ګډون تېر میلادي کال د افغانستان د یو شمېر نورو مېوو صادرات هم په لویه اندازه اغېرمن شول.

د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې مشر نصرالله ظهیر فرانس پرېس ته ویلي، تېر میلادي کال مو د ۴۰ زره ټنه تازه مېوې د صادراتو لپاره چمتووالی نیولی و خو په اکټوبر میاشت کې پاکستان د ۱۷ ورځو لپاره پوله وتړله او زموږ سوداګرو ته‌يې اجازه ورنه‎کړه چې خپلې مېوې انتقال کړي.

د افغانستان د کرنې وزیر اسدالله ضمیر وايي، پاکستان د پولو د امنیت په پلمه غواړي د افغانستان د صادراتو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG